دسعودی عربستان

   
انځور: د لوبوسامان چې پرعایشه رض باندی لعنت وایې
دسعودی عربستان "امرباالمعروف اونهی عن المنکر" کمیټې چارواکو دیوې اعلامې په خپرولوسره  ویلې" دغه کمیټه په دی توانیدلې چې په زیات شمیرکې د لوبوسامان ومومې اوضبط ېې کړی چې پرعایشې رض باندی لعنت وایی"
 
شیعه آنلاین : د لوبو دغه سامان چې شمیر ېې د۱۵۰۰ عددو نه زیات دی ، په کې یوډول  پلاستکې تومانچې اوپیکاوې  موجودی دی چې یوډول غږ راباسې، چې اوریدل کیږی  پرعایشې رض باندی لعنت وایی.  




"دسعودی عربستان د امر باالمعروف اونهی عن المنکر کمیټې چارواکې په دی وتوانیدل چې دغه ډول د لوبوسامان ونیسې چې پرعایشې رض باندی په کې  لعنت ویل شوي "
 

 


په بیانیه کې راغلې چې د لوبو په نیول شوی سامان کې  چې شمیر ېې ۱۵۰۰ عددو ته رسیږی په کې  پیکا اوپلاستیکې تومانچې شاملې دی چې یوډول آواز کوی چې اوریدل کیږی پرعایشه رض لعنت وایی.
 
 

همدارنګه د ویلو ده چې دسعودی عربستان د امرباالمعروف اونهی عن المنکر کیمټې مدید ترکې الزاهرنې چې په دغه اعلامیه باندی ېې دخپرولوپه موخه  لاسلیک کړی زیاته کړیده " چې دلوبو په کشف شوی سامان کې زمونږ عقایدو ته  توهین شوی ، دغه سامان په جده کې له یوې هټۍ نه موندل شوی چې په وینا ېې ډیر ژر به له منځه یوړل شي"



 
په اعلامیه کې ویل شوی له هغه هټۍ نه چی دا سامان  موندل شوی هټیوال ېې په خټه عرب نه بلکې د پاکستان او هندوستان اصلې اوسیدونکې دی،نو له همدی امله دغو هيتوالو ویلې چې دخرڅلاو پرمهال دی ټکې دی متوجه نه وو چې ګڼې  دلوبو سامان کی  پرعایشه رض لعنت ویل شوی نوځکه هغو بیګناه دی دمګړۍ د سعودی عربستان د امرباالمعروف اونهی عن المنکر کمیټه ددی څیړنه کوی چې ددی توکو اصلې سرچینه ومومی.
 
 
 
دامطلب دفردا نیوز ویب پانې څخه ژباړل شوی
 
همایون بابر