غزل


نه هغه مست یم او نه دنګ د مینارې غوندې یماوس د وجود په اوږو بار د جنازې غوندې یم
ای! چې مې وژنې نو چاړې او خنجر څله راوړې؟زه خو په مازې باد ورکیږم د ایرې غوندې یم... رانه چاپیر دی د حالاتو د لمبو سمندر زه یې په منځ کې د شډلې جزیرې غوندې یم
په دومره خلکو کې هیڅ چا زړه پورې و نه نیومپه دومره خلکو کې زه څومره بې اسرې غوندې یم
مه مې راسپړه کنه ګرانې راته وبه ژاړېدستا جلان اوس د دردونو د کیسې غوندې یم
سیدجیلاني جلان