پښتانه چې رټې، ماتې به خورې

د يرغلګرو ځواکونو اوس په دې سرونه خلاص شول، چې رښتيا هم پښتانه د افغانستان او سيمې په حالاتو کې کليدي رول لري، خو پښتنو چې ورته په لومړيو کې د دې هر څه وړاندوينه کړې وه، هسې بابېزه يې ګڼله او په رټل شويو ډلګيو يې تکيه وکړه.
ښه شوه، چې د غلامۍ کړۍ د پښتنو پر غاړه نه شوه او ټولې نړۍ ومنله، چې له پښتنو سره د افغانستان په اشغال کې هېڅ مشوره ونشوه او دوى ته په دې يرغل کې برخه ورنکړاى شوه.
اوس دوى د افسوس نارې وهي او په زغرده وايي، چې  (پر شمالي ټلوالې مو بروسه وکړه او زموږ پښې يې را په هوا کړې.)
وايي، که وروستۍ عقل لومړى واى څومره به ښه وه، هېڅ خطا به نه رامنځ ته کېده، د افغانستان او پاکستان لپاره د برېتانيې ځانګړي استازي مارک سيډويل په زغرده تېره ورځ دا خبره وکړه، چې زموږ تېروتنه د پښتنو رټل وو، کنه له دې برخليک سره به نه مخ کېداى.
موږ دې ښاغلي ته وايو، چې ولې دې دومر ه په ځنډ دې موضوع ته فکر شو؟ که کوم امرېکايي يا د بل غربي هېواد چارواکي دا خبره کړې واى، نو موږ به ويلي واى چې خير دى د پښتنو په اړه به يې مخکې معلومات نه لرل او بې تجربې به مو بللى واى، خو ته خو برېتانوى يې، تا خو به خپل تاريخ خامخا دومره لوستى وي او په دې به پوهېږې چې ستا نېکونه، چې د واک په قلمرو کې يې ستاسو په اصطلاح، لمر نه ډوبېده، همدې پښتنو، په همدې خاوره کې داسې درس ورکړ، چې اوس هم د پټان نوم ستاسو د تاريخ په کتابونو کې د مېړني او نه تسليميدونکي ملت په نوم راځي.
که يو برېتانوى مؤرخ د خپل تېر تاريخ د امپراتوريو او سرتېرو ماتې او برياوې يادوي، نو په ماتو کې به يې د پښتون نوم تر ډېرو مخکې ليکي او دا زېرى انشاالله د دوى راتلونکو مؤرخانو ته هم ورکوم.
تاسو کېداى شي فکر کړى وي، چې پښتنو يوازې وزير محمداکبر خان، محمدايوب خان او ملالۍ درلوده، اوس به د دوى د ازادۍ غوښتنې، جذبې حالاتو ځپلې وي او تش په نوم به د پښتون نوم پرې پروت وي، خو په رښتيا چې لويه تېروتنه مو کړې وه.
دا ملت يوازې په مېړانه پايي او په دوى کې تورزن او مېړني کس ته تل د نر پښتون خطاب کيږي، په هغه پښتون کې، چې د دووسى نښې راڅرګندې شي، دوى بيا د پښتون نوم ترې اخلي او په نور دووسو نومونو يې يادوي. پښتون چې څومره په ژبه، ملت او وينه پښتون دى، له دې زرځله زيات په مېړانه او سرښندنه پښتون دى.
اوس هم اوبه له ورخه نه دي تېرې، بس کړئ پښتون وژنه، دا ملت په وژلو او ځپلو نه ورکيږي دا به مو نور هم پسې خراب کړي او په لندن کې به مو هم د کټوې خوند در بد کړي.