
د استعمار لومې !!
اقبال رحمه الله وايي:
زمحکومی مسلمان خود فروش است // ګرفتار طلسم چشم و ګوش است
زمحکومی رګان در تن چنان سست // که مارا شرع و آیین بار دوش است
ددغه بیت د ویلو دلیل دا وو چې هغه د اسلامي امت راتلونکی د حال په آیینه کې لیدلی وو او په دې خبر وو چې اسلامي امت که څه هم ماضي یې له تیارو ډکه وه خو حال او آینده یې له هغه څه ځخه بدتره کیدای شي چې یو د عقل او د هوش انسان او مسلمان یې فکر کولای شي. اسلامی خلافتونه ، امارتونه ، سلطتنتونه ، او نور قدرتونه هر وخت او هر کله د دښمن تر شوم برید لاندې راغلي دي او هغه پلانونه او پروسې یا په باخبرۍ او یا په غیر ارادي توګه په نا خبرۍ کې یې په هغوی باندې پلي کړي دي. خو احتمال د لومړۍ خبرې زیات دی دا څکه چې همیشه د صلیبي، یهودي ، برهمني ، بودایي او نورو له لاسه د وخت اسلامي حکومتونه ددوی د لوبو اوقمار میدان ګرڅیدلی وو او هغه داسې چې دوی یې په ښځو ، شرابو ، جوارۍ ، د عیش او د عشرت د ماڼیو د جوړولو په سیالیو ، د لویو تجارتونو په روانولو ، د جنت په شان حرمونو جوړول او هغه بیا د نړۍ د ښایسته انجونو او پیغلو څخه په ډکولو اخته کړي وو، چې هیڅکله یې دویته ددې وخت نه ورکاوه چې دوی حتی ددې فکر وکړي چې مونږ ځوک یو، له کومه راغلي یو ، مرام مو ځه دی ، د چا زامن یو ، تاریخ مو ځه دی ، پلرونو او نیکونو مو کومه لاره پی کړې وه او اوس مونږ په کومه لاره روان یو؟ دا ځکه چې د استعمار او غصب همدا قانون دی چې وایي محکوم اولسونه ددې په څآي چې له خوبه راویښ کړې او آزار ورکړې ویې ټيوه او ویده یې کړه چې څآنته یې فکر نشي هغه داسې چې د دنیا لالچ ددوی په سینو او دماغونو کې پیچکاري کړه چې خپل اصلیت ورڅخه هیر ، تیر برم او عظمت ورته ریشخند ، خپل درانه اسلاف ورته کم عقل او د ملنډو وړ ښکاره شي ، او ټول ذهني توازن یې په همدې خبره وي چې د دنیا د لاسته راوړو لارې کومې دي، کومه یوه یې ډیره موثره او اغیزمنه ده ؟ او دوی په داسې یوه بې هدفه سیالۍ کې په سیالۍ واچوه چې اول او آخر یې دویته هم نه وي معلوم او په داسې لارو یې بوځه چې آخر یې معلوم نه وي او د بیرته راتلو لاره یې تړل شوي وي چې ددې پایله یأس ، افسوس ، او زړه بدوالی او له څانه زړه توروالی دی چې بیا هیځ ټپ ته درمل نشي جوړیدای.
کله چې چنګیز منځنۍ آسیا ونیوله او ټولې سیمې یې تر لاس لاندې کړې ، په دې سیمو کې د بخارا سیمه هم شامله وه چې د چنګیز د وحشت او بربریت توپان ووهله او نیست او نابود یې کړه ، کله چې دغه توپان له دې سیمې ځخه تیر او هر ځه یې له خپلي غیږې سره ټول او د انسانیت نوم یې هلته ختم کړ، د بخارا له ښاره یوازې او یوازې یو تن روغ وتلی وو چې خراسان ته یې ځان ورساوه هلته د هغه څآی خلکو ورځخه وپوښتل چې څه کیسه وه څه دې ولیدل او څه درباندې تیر شول؟ هغه ورته وویل چې ( آمدند و کندند و سوختند و کشتند و بردند و رفتند) . ۱ . نن ورځ له هغې کیسې اوه سوه کاله تیریږي ، خو نن هغه چنګیز نسته او نه یې څوک دومره نوم اخلي دا ځکه چې د هغه په قواره ، ګواکې د هغه پلید روح په بل پلیت جسم کې راژوندی شوی وي او په یوه نوې بڼه هغه شکونې ، سوځونې ، لوټمار، غلا ، لارې وهنې ، د عزتونو او عصمتونو لوټونې، ورانۍ ، بربریت ، وحشت ، سفاکیت ، او وینې څښنې یې په لاره اچولې چې چنګیز به ورته حیران وي چې دا خو له ما هم دوه قدمه وړاندې دی او داسې کارونه خو زما په ذهن کې هم نه راتلل.
نن د امریکا په نامه یو بل تموچین (چنګیز) د واشنګټن او نیویارک له عمارتونو څخه سر راپورته کړی چې د اوسني او پخواني تموچین ترمنځه یوازې توپیر په دې کې دی چې هغه د ګوبي له دښتې څخه سر راپورته کړ او دغه تموچین ددې دنګو ودانیو له منځه سر راپورته کړ ، او د خپل تږي لړمون لپاره یې د نړۍ نور اولسونه تر حلقوم تیر کړل او لا تیروي یې . هغه چنګیز ښه وو ، ډیر ښه وو دا ځکه چې هغه د پردې تر شا صادق وو، او د پردې تر شا یې کومه داسې ورانکارې نقشه نه درلوده چې د هغې په سبب باندې دی دې وغواړي ټوله د خوارزم امپراطوري او د عباسیانو تش په نوم اسلامي خلافت ړنګ کړي ، هغه یوازې غوښتل چې په خپله سیمه کې په نورو منګولي قومونو باندې زور وي او له همدې لارې په سیمه کې ځانته داسې یو ملګری پیدا کړي چې د سختې په وخت کې وکولای شي د کومک مطالبه ترې وکړي نو هماغه وو چې چنګیز ته نژدې په سیمه کې لوی طاقت د خورازمیانو پاچاهي وه. چنګیز خان محمد خوارزم شاه ته په همدې منظور د دوستۍ لاس وغځاوه خو هغه دومره د کبر، دبدبې ، او سرنه خلاصۍ په ټال باندې ځنګیده چې چنګیز ته یې پام ونکړ او د هغه لاس یې په مټ کې ورته غوڅ کړ او دا دوستي یې په دښمني باندې بدله کړه ، داسې دښمني چې ترڅو د انسانیت بوی او رنګ په دې نړۍ وي د هغه شاهکارونه به هیر نکړي. خو د سپتمبر د یوولسمې له پیښې څخه وروسته چې کله امریکا له طالبانو څخه غوښتل چې اسامه بن لادن په لاس ورکړي او په بدل کې یې امریکا ورته شنه او سره باغونه ښکارول ، دا ټول دروغ وو ! دا ځکه چې امریکا له مخکې څخه ددې پلان درلود چې په افغانستان باندې یرغل وکړي او دلته خپلې پایې د چین ، روس ، او ایران چې د امریکا په وینا د شیطاني مثلث یوه ضلعه ده د ورځ په ورځ زیاتیدونکي زور او توان مخه ونیسي، او ورسره په څنګ کې چې کوم ددوی د لوټمار پلانونه دي هغه هم پلي شي. ۲
د تمدنونو ټکر د استعمار بهانه:
د تمدنونو د ټکر د جعلي او غولوونکي عنوان لاندې دغه هیواد خوړونکی هیواد غواړي چې نور هیوادونه تر خپل ستوني تیر کړي او په ټولو شتو یې خیټه واچوي. دا اصطلاح د استعمار او د نورو غریبو ملکونو لکه د آسیا او افریقا د لویو وچو د ملکونو د تسخیر لپاره د استعماري هیوادونو له لوري مهمه وسیله ګڼل کیږي چې همدا د انسانیت دعوه کوونکي یې استعمالوي. د تهذیب او تمدن یا د مهذبه کولو او متمدن کولو اصطلاح نوې نده چې اوس د امریکا او د هغه د همسنګرانو له لوري کارول کیږي بلکه ددوی تاریخ له همدغه ظلم او سفاکیت څخه ډک دی چې اوس یې هم کاروي او د دریمې نړئ د هیوادونو په ضد ، د هغوی د ملي شتمنیو ، ملي ارزښتونو ، طبیعي منابعو، او نورو ذخایرو د لوټ او تالان لپاره ددوی غوره وسله ده.
بله موضوع چې استعمار ګران یې د خپلې حربې په حیث کاروي هغه ددوی په وینا دوی د غوره نسل او نژاد درلودونکي دي او دا ګروهه (عقیده) لري چې د نړۍ نور ملتونه له دوی څخه په ذات، نسل ، او نژاد کې ټیټ دي نو څکه دوی دا حق لري چې په نورو باندې حکومت وکړي لکه د اروپا د استعمار په دوره کې چې کله اروپايي هیوادونو په آسیايي او افریقايي هیوادونو باندې یرغل وکړ او غوښتل یې څو دوی له تمدن څخه خبر او مهذب کړي نو هلته له دوی سره مقاومت او ددوی د لارې د پرمختیا خنډونه راولاړ شول چې دوی ورته د تمدنونو د ټکر نوم ورکړ او پکې د نسل پالنې او نژاد پالنې دود هم خپلې ريښې وغځولې چې سپین پوستو په تور پوستو او تور پوستو په سپین پوستو باندې ځآنونه غوره ګڼل.
دغه کار په خپله ددوی د استعماري پلانونو څخه شمیرل کیږي چې په نورو هیوادونو کې یې ددې لپاره پلي کوي چې دوی پکې خپل هدف او موخې ته ورسیږي، دا ځکه چې قومونه یو د بل ترمنځه په همدې سیالۍ اخته کوي چې دویته یې پام او فکر وانه وړي او په دې سره د هغه هیواد چې کوم زور او طاقت وي هغه هم ددې غمیزې پر بنسټ تیت او پاشان کیږي چې بیا په خپله استعمار ته یوه تیاره شوې مړۍ ګڼل کیږي ، چې بیا په آسانۍ سره کولای شي هر یو تر خپل ستوني تیر کړي.
د نسل او نژاد برتري او تفوق یوازې په آسیايي او افریقايي هیوادونو کې نه وو بلکه اروپا ته یې هم ريښې وکړې چې په پایله کې یې جرمنان چې ځآنونه یې آریايي نسله پیژندل د فاشیزم او نازیزم نظریې رامنځ ته کړې، چې له لارې یې دوی ځانته دا حق ورکړ چې دوی باید په هغو سیمو او څمکو باندې یرغل او چپاو وکړي په کومو کې چې له دوی څخه د ټیټ نسل ، نژاد ، او رنګ خلک اوسیږي. د همدې نظریې سرلاری هټلر په دې هکله وایي : د قوي او زورورو خلکو لپاره دا ګناه نده چې د نورو په سیمو او هیوادونو باندې یرغل وکړي ، بلکه دا یو طبیعی کار دی . هماغه وو چې نازیان یې تحریک او ددې لپاره وهڅول څو په نورو هیوادونو باندې قبضه وکړي او لښکر کشي یې وکړه، چې د ظلم او وحشت کیسې یې تراوسه ژوندۍ دي په تیره بیا د یهودو په سینو کې چې شپږمیلیونه یې له تیغه تیر کړل خو متاسفانه چې ژوند ورسره یاري ونکړه کنه اوس به یې نړۍ له شر څخه خلاصه وه.
دغه برتري د نسل او نژآد چې کومه ده لرغونی تاریخ لري چې یونانیان په دې ډګر کې تر ټولو لومړی هغه قوم وو چې دغه فورمول یې د خپل هیواد او امپراطورۍ د حدودو د وسعت لپاره په کار واچاوه ، او ایرانیان چې ددوی سیال وو هغوی یې بې تهذیبه او بربریان معرفي کړل. نه یوازې دا چې ایران بلکه د ایران شاوخوا ټول میشت قومونه یې بربر معرفي کړل دا ځکه چې دوی غوښتل دا قومونه د مهذب کولو او متمدن کولو په بهانه تر خپلې ولکې لاندې راولي او خپل فرهنګ او کلتور ورباندې وتپي. یونانیانو په دې ویاړ کاوه چې دوی یو آزاد جمهوریت لري او ادب او هنر ته یې تر بل هر قوم مخکې لاس اچولی ، یونان په هغه وخت کې ډرامې جوړولې او تیاترونه یې درلودل چې دوی ته یې ددې ذهنیت ورکړی وو چې ګواکې مونږ د نړۍ په مخ غوره نژاد او قوم یو او دا زمونږ اخلاقي دنده ده چې نور ملتونه او قومونه هم مهذب او متمدن کړو. هماغه وو چې بیا د یونان او ایران تر منځه پکې خونړي جنګونه او جګړې رامنځ ته شوې چې وروسته ددغه کاروان سرلاري سکندر په غاړه واخیسته او ځآن یې تر هندوستانه ورساوه.
د مهذب کولو او متمدن کولو دغه لړۍ له یونان څخه وروسته رومیانو په لاس کې واخیسته او همدا شعار یې د خپلې امپراطورۍ د وسعت او پراختیا لپاره غوره کړ چې مونږ د غوره نسل او غوره نژاد یو نو باید نور قومونه او قبایل هم له تهذیب او تمدن څخه خبر کړو. اروپايي مورخینو په هغه وخت کې او اوس هم اروپايي نسل د دنیا تر ټولو غوره نسل او نژاد او تمدن ته له نورو اقوامو څخه نیژدي معرفي کړی دی او په دې عقیده باندې دي چې مسؤولیت ددوی دی چې د نړۍ نور خلک او قومونه هم مهذب او له تمدن څخه خبر کړي، حال دا چې دغه کار ددوی د ضمیر آواز ندی بلکه د ضمیر آواز یې بیا بل څه وایي او په بل رنګ غږیږي. جورج ډبلیو بوش چې کله د نفتو د تجارت جنون په سر واخیست او د عراق په مظلوم او تش لاسي اولس باندې یې یرغل وکړ ویې ويل چې : ماته خدای ویلي دي چې په عراق باندې حمله وکړه او خلک یې له ظلم څخه وژغوره. حماقت او سفاهت هم حد لري نه داسې چې دا ښاغلی یې په داسې تورو کې بیانوي او بیا یې د نړۍ خلکو ته هم بیانوي.
د امریکا له کشف کیدلو څخه وروسته چې کله اروپايي مهاجر هلته لاړل او هغې ته یې د نوې دنیا نوم ورکړ په دې سبب چې یو خو دوی نوې ولیدله او نوې کشف شوه او بله دا چې هلته داسې اقوام پراته وو چې له نورې نړۍ سره یې اړیکې نه وې او له هغه بازیګریو او قمارونو څخه خبر نه وو په کومه کې چې اروپا راګیر وه او نوره نړۍ یې هم له څآنه سره ګیر کړې وه، نو دوی په اوله کې داسې انګیرله چې دا خلک خو له مونږ څخه هم تمدن ته نیږدې او مهذب دي. په لومړۍ کې یې دویته د شریفو یا نیمه وحشي او نیمه متمدن لقبونه ورکړل خو کله چې بومي خلکو له دوی سره د خپلو څمکو او جایداد په سر شخړې راواخیستې او له دې څخه یې انکار وکړ چې دوی دې باید په دې ځمکه باندې واوسي او په دوی دې حکومت وکړي او دویته دې خپل فرهنګ او کلتور وښيي ، هماغه وو چې د نیمه وحشي او نیمه متمدن لقب یې هم ورڅخه واخیست او قتل عام یې په کې ګډ کړ او په زور یې دا ورباندې ومنله چې مونږ د غوره نژاد، نسل ، له تمدن څخه خبر ، او مهذب خلک یو او چې چیرته مونږ ځو د هغه ځآی خلک که په خوښه وي او که په رضا باید مونږ ته ځآی راکړي او مونږ ددې صلاحیت درلودونکی او وړ قوم یو چې باید په نورو باندې حکومت وکړو. او ددې کار پایله دا شوه چې په میلیونونه بومي وګړي ددغه ناروا قتل عام له امله له منځه لاړل چې ساری یې تراوسه په تاریخ کې نده لیدل شوی.
همداراز کله چې د هند د شرقي کمپنۍ انګریز حکومت له روس سره د افغانستان په سر وروسته له دې چې د فرانسې د ناپلیون له خوا یې زړه ډاډه شو ، رقابت په سر واخیست او غوښتل یې د روس پښې چې په سیمه کې انګریزانو ته یواځینی رقیب پاتې وو له افغانستان څخه بیرون وساتي او خپل ځآن دلته حاکم کړي ، نو ددې د لاسته راوړو لپاره یې له کال ۱۷۸۹ څخه تر ۱۹۱۹ م پورې چې ۱۳۰ کاله کیږي د افغانستان د تجرید پلان باندې کار وکړ او په دې موده کې یې د افغانستان اولس او ملت نړئ ته بې تمدنه ، وحشي ، جګړه مار ، او د خرافاتو ښکار یو قوم معرفي کړ او انګریزانو نه غوښتل څو افغانستان له بهرنۍ نړۍ سره اړیکې ولري او نړي والو ته یې دا په ډاګه کوله چې زمونږ متمدن او مهذب قوم باید دغه اولس او ملت ته سمه لار وښيي او له تمدن څخه یې خبر او مهذب وګرځوي ، چي پایله د هغه تمدن او تهذیب داده چې تراوسه پورې نه کور او نه اور لرو او نه نړۍ کې کوم سیاسي ، اقتصادي ، او مذهبي حیثیت.
ملي ارزښتونه او دارایانې یې چور کړې، دولتي سیستمونه یې له بیخه ونړول ، او په ټولنه کې یې د طبقو ترمنځه اختلافات لا پسې ګړندي کړل لکه د روحاني طبقو او د عصري علومو د لاسته راوړونکو تر منځه یې یو لوی او غوره مثال دی چې یو پر بل باندې یې د کفر ټاپې ووهلې او تراوسه لا د دواړو ترمنځه دغه اور باندې اوبه ندي تویې شوي.
ګلوبلایزیشن+ نړیوال توب/نړیوال کېدنه= امریکایي توب
د استعمار بله بڼه هغه د ګلوبلایزیشن اصطلاح ده چې د امریکا د امپریالیستي نظام د برسره کیدو سره یې سم سر راپورته کړ. ګلوبللایزیشن یا نړیوال کیدنه اوس د غرب له لوري په پراخه کچه تبلیغ کیږي او دا نارې سورې وهي چې نړۍ اوس په یوه کلي بدله شوې ده او ددې اړتیا اوس نشته چې یو څوک دې د تجارت او مارکیټ لپاره نورو هیوادونو ته سفرونه وکړي. دا سمه ده چې انټرنیټ د بشریت په ژوندانه کې ډیرې اسانتیاوې او سهولتونه راوړي دي او کولای شي چې د نړۍ له یوه ګوټ څخه بل ګوټ ته په کم او سریع وخت کې لاس رسی پیدا کړي او خپلې اړتیاوې پوره کړي، او د ګلوبلایزیشن د پروسې لاندې داسې هم ویل کیږي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د لوږې او غریبۍ سطحه راټیټیږي، د خدمتونو د آسانتیاوو لارې برابریږي، کومې ساري او وژونکې ناروغۍ چې دي د هغو مخه نیول کیږي ، او د اقتصادي بازارونو او مارکیټونو د ودې او پرمختیا په سبب یو هیواد د نورو هیوادونو مارکیټونو او بازارونو ته په آزادانه توګه لاس رسی پیدا کولای شي.
مصطفي محمد الطحان په خپل کتاب کې د امریکایي توب تعریف دا ډول لیکي:
\" هغه نوی لویدیځوال پآنګوال توب دی چې مشران یې د امریکا متحده ایالات، جاپآن، المان، انګلستان، فرانسه، کاناډا او ایټالیا دي، په کال کې یو ځل ملاقات کوي او ملاقات یې د نړۍ د اقتصاد د اداره کولو د مجلس په نوم یادیږي. د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې پّه نړۍ باندې د برلاسي راوستلو لپاره یې پلان جوړیږي او په دغه کار کې له لاندنیو وسایلو څخه کار اخلي:
۱) نړیوال تنظیمونه لکه د نړیوال نقدي صندوق، نړیوال بانک او نړیوال تجارتي تنظیم، دا هغه تنظیمونه دي چې د شمال او جنوب تر منځ د توپیر د علاج پّه خاطر رامنځته شوي او بیا داسې تنظیمونه ترینه جوړ شوي چې د جنوب وینې زبیښي، څو د شمال ویروونکي پورونه له هغه ګټو سره یو ځای لاس ته راوړي چې له دغه پورونو څخه رامنځته شوي؛
۲) د هغه نړیوالو قوانینو له لارې چې مشروعیت یې ددغه لویانو له لارې ثابت شوی او پلي کیدل یې په نړۍ باندې منل شوي لکه د اجنبي ګټې لپاره د نړیوال قانون پروسه چې نړیوال تجارتي تنظیم رامنځته کړې، د کار لپاره د نړیوال قانون پروسه ، د غات د تړون اړوند لانجو د مشري کولو لپاره د داسې موسسې د رامنځته کیدو پروسه چې له قضایي او پولیسي برخو څخه جوړه وي او د ښې سرته رسونې د کتنې او د هغې د احکامو د التزام د کتنې پروسه.
له بلې خوا که ورته وګورو همدا ګلوبلیسټي سیسټم یو کپیټلیسټي سیسټم ده چې په کپیټالیزم کې د ملت سرمایه یوازې د یوه شخص او یا یوې ډلې په لاس کې وي چې دا پروسه او قانون په خپله د یوې ټولنې د تباهۍ سبب دی ځکه چې د سرمایو تراکم په یوه ځآی او یوه لاس کې د ټولنیز عدالت او ویش په وړاندې لوی خنډ ګڼل کیږي چې سرمایه دار ورځ تر ورځې سرمایه دار او غریب ورځ په ورځ په غربت کې لاهو او غرقیږي. دغه ضد او نقیض سیسټم دیته نغوته کوي چې د بشریت د بقا او د هغوی د ژوند د سطحې د لوړولو په وړاندې یو ستر خنډ دی او نشي کولای هغو سوالونو ته چې همیشه د یوې ټولنې د وګړو ترمنځه د هغوی د اقتصادي کچې د لوړاوي لپاره راپیدا کیږي ځواب ووایي. همدا راز دغه سیسټم ملي دولتونو ته ستر خنډ ګڼل کیږي چې هغه دولتي سرمایې او ملکیتونه چې په دولت پورې اړه لري کرار کرار د خصوصي او شخصي کولو په لور بیایي او د دولت سرمایه یوازې د څو تاجرانو لاس ته لویږي چې په پای کې دولت یوازې د یوه ارګان شکل ځآنته غوره کوي چې هغه هم د څو مافیایي ډلو په لاس کې وي او څه یې چې زړه غواړي هغه ترلاسه کولای شي، لکه ښه بیلګه یې همدا د امریکا متحده ایالات ګورو چې د دولتونو ضعف او سستي په خپله استعمار ته لاره هواروي ځکه چې د دولت اقتصادي ځواک د څو کسو په لاس کې وي او چې کله او هر وخت استعمار وغواړي هغه د څآن په نفعه استعمالولای شي، لکه د اوسني فاسد رژیم په وخت کې چې اکثره ملکي ودانۍ او جایدادونه د خصوصي کولو له لارې په تاجرانو وپلورلې چې په پایله کې دغه پروسه ددې سبب کیږي چې همدا تاجران او لوی شرکتونه ددې وړ ګرځي چې د دولت سرمایه ددوی وي او دولتونه یې بیا مخه نشي نیولای او نه یې کنټرول کولای شي.
ددغه سیسټم د سیوري لاندې یوه بله مهمه او خطرناکه ستونزه داده چې علم او پوهه هم د تجارتي مادې بڼه غوره کوي او یوازې هغه څوک د نن زمانې علومو او تخنیک ته مخه کولای شي چې سرمایه دار وي ، د بډای او غریب ترمنځه واټن ورځ په ورځ زیاتیږي او ټولنه هم د سرمایه دارۍ خواته روانیږي چې پکې مکتبونه او پوهنتونونه ټول خصوصي کیږي او هغه چاته لاره هواروي چې بانکي حسابونه یې ډک وي خو د ټولنې فقیره طبقه هماغسې په بیوزلۍ او لارورکۍ کې ساتل کیږي چې نه ښوونځي او نه پوهنتنون ته کولای شي لاره پیدا کړي، چې پایله یې بیله دې چې د همدغو سرمایه دارانو او کپیټلیسټانو د لاس ټک ته کیني بل څه نه راوځي. زمونږ خلک چې ۸۰٪ سلنه یې په اطرافو کې اوسیږي له دغه نعمت څخه محرومیږي او د تل لپاره همداسې بیسواده او بې تعلیمه پاتې کیږي چې دا په خپله د ټولنیز عدالت په وړاندې لوی ظلم او جفا ده چې له بشریت سره کیږي.
ددې نړیوالې بلوا رامنځته کوونکی امریکا ده چې په غریبو خصوصا اسلامي هیوادونو کې یې دا رنګه نظامونو ته حمایت او هراړخیزې همکارۍ برابروي او له لارې یې غواړي چې دا هیوادونه او ملتونه د همیش لپاره ددوی تابع او مطیع وي او همیشه ددوی بازار ، مارکیټ ، اقتصاد ، او ځواک ته ګونډې ووهي چې بیا دوی په آسانۍ سره کولای شي خپل وژونکي او انسان خوړونکي پلانونه ورباندې عملي کړي. ګلوبلایزیشن یا نړیوال کیدنه لکه څنګه یې چې مخکې یادونه وشوه معني یې داده چې نړۍ اوس په یوه کلي بدله شوې ده او په کلي کور کې یو ملک وي نه دوه ، نو آیا ددې اړتیا شته چې دوه ملکان دې په یوه وړوکي کلي کې خاني او مشري وکړي؟ حقیقتاٌ چې نه ، یعنې دا چې امریکا (ددې ټولو نړیوالو مصیبتونو او بلاګانو رامنځته کوونکې باید د همدغه واړه کلي سرمشري په غاړه واخلي او نور چا ته دا حق نشته چې ددغه مشر مشري ونه مني.
که چیرته دا پروسه همداسې روانه وي لکه همدا اوس چې روانه ده، او د ملتونو او غریبو طبقو شیره همداسې د تور امپریالیزم له لارې زبیښل کیږی نو لرې نده چې ښاغلې امریکا به ددغه کلي مشري په غاړه واخلي او دا اعلان به کوي چې خلکو زه ستاسې منل شوی مشر یم او په تاسو باندې واجب ده چې زما مشري ومنۍ او ما ته غاړه کیږدۍ ، زما دوست ته به دوست وایۍ او زما دښمن ته به دښمن وایۍ ، زما ګټي به تامینوۍ هر څو که ستاسې عزت، پت ، ملي هویت ، او دولتونه پکې له منځه ځي. لکه څنګه یې چې د پاکستان ولسمشر پرویز مشرف ته د سپتمبر د یوولسمې له پیښې څخه وروسته سمدستي د کولن پاول لخوا خبر ورکړل شو چې په څلیرویشت ساعتونو کې خپل دریځ او موقف مونږ ته څرګند کړه ، که له مونږ سره دریږې ښه او تر ښه او کنه بیرته دې هماغه تورې او د تیږو دورې Stone Age ته بیایو، که څه هم چې پرویز ورسره ودرید خو داده اوس یې شاهدان یو چې ملت یې دده د لوبې ښکار ده او د تیږو دورې ته یې کشکاږي.
دغه پروسه ددې لامل ګرځي چې د ټولنې د وګړو ترمنځه عاطفي او معنوي تړونونه له منځه لاړ شي ، اړیکې یې پرې او هر څوک په خپل سر وي لکه خپله د امریکا او د اروپا ټولنې ، په ټولنه کې مافیايي ګرويونو ته وده ورکوي او نوي ګروپونه رامنځته کوي، داخلي او سیمه ایزو جګړو لانجو ته په پراخه کچه لاره برابروي، او د نورو متعصبو او رادیکالو ډلو د رامنځته کیدو سبب ګرځي. د ملي هویت ، عنعنو، کلتور ، رسمونو او رواجونو د له منځه وړو سبب ګرځي چې دا پخپل ذات کې د ټولنیزې سولې او ټینګښت د بربادۍ لوی لامل دی، هیوداونه او پکې میشت قومونه خپل تاریخ هیروي او د یوه همیشني ناسور زخم د رامنځته کیدو تر ټولو غټ سبب دی. دین او مذهب پکې یوآځې د څو رسمونو او رواجونو بڼه غوره کوي او یواځې تر عبادتځایونو پورې منحصر ګڼل کیږي ، دا نظریه ددې لارې لارویانو ته په مغزو کې پیچکاري کوي چې دین او مذهب باید له سیاست ، اقتصاد ، او ټولنیزو اصولو او قوانینو سره باید کوم تړاو ونلري دا ځکه چې ددوی شخصي غرضونه او منافع پکې له تاوان سره مخ کیږي. لکه په غربي ټولنو کې چې کلیسا یوازې ددوی د ناچله دین یو سیمبول ده او یوازې د اړتیا په وخت کې ورځینې ګټه پورته کوي. دین او مذهب د نورو مسایلو ترځنګ یوه شخصي مسله ګرځي چې که چا دین قبلولو او که یې په لغته واهه نو کوم باک نشته او چا ته دا حق نه ورکول کیږي چې د چا په شخصي امورو کې لاس وهنه وکړي، که څوک عیسویت ، یهودیت ، بوداییت ، او یا هم سیکولر کیږي نو د دولت او یا بل مذهبي ارګان له لارې دا حق ورته نشته چې په هغه دې په زوره خپل دین ومني ، ځکه چې د شخصي او فردي آزادۍ اصول همدا دي او د چا د فکر د لارې خنډ نشي واقع کیدلای.
لکه څنګه چې ورته پورته اشاره وشوه شخصي او فردي آزادي د استعمار له اصولو څخه یو اصل دی چې پکې هر چا ته دا حق ورکول کیږي چې خپل د فکر او نظر بیان وکړي ، د خپل مذهب په اړه هر څه چې وایي د هغه حق ګڼل کیږي ، نن که یو څوک عیسوي وو سبا کولای شي چې یهودي شي ، که نن مسلمان وو نو سبا کولای شي چې عیسوي شي. پلار زوی ته او زوی پلار ته ، او همدارنګه ټوله کورنۍ او ټولنه ددې حق نلري چې یو پر بل دې صلاحیتونه او محدودیتونه وضع کړي، چې دا کار ټولنې او کورنۍ د یوه نامعلوم او خطرناک مسیر په لورې سوق کوي چې مهار یې د سیکولریزم په لاس کې ده. لکه څو کاله ترمخه د یوه افغان عیسوي کیدل او په برالا توګه په ټولو ملي او نړیوالو رسنیو کې د هغه خپریدنه او له هغه څخه د عیسوي ټولنې ملاتړ ، د فارسي قران خپریدنه او مؤلف یې سمدستي د عیسویت غوجلې ته رسول ، او په دې نژدې وختونو کې د یو شمیر نورو په نوم افغانانو عیسوي کیدل او د هغو له لوري د کابل په ښار کې د ټولو کلیساوو او د عیسویت د مبلغینو افشا کول یې ډیر ښه ژوندي مثالونه او بیلګې دي. سره لدې چې استعمار دغه حکومت له داسې سیاسي او مذهبي کړیو څخه جوړ کړی چې د دولت هر حکم په تیره بیا د اولسمشر حکمونه په ظاهره د شرع او قانون په رڼا کې جوړ او بیا د ولسمشر له لوري تصویب ته وړاندې کیږي چې وروسته ددغه ملت په سترګو کې د خاورو شیندلو په منظور له استعماري رسنیو څخه په ډیر غراوفش خپریږي. که چیرته ددوی په وینا یو اسلامي حکومت یې وانګیرو او ورته وګورو نو باید دا رنګه اعمال چې د یوه اسلامي حکومت په قلمرو کې ترسره کیږي او دغه اسلامي حکومت ځانته مستقل او خودرای وايي نو باید چې د دارنګه اعمالو مخه یې نیولې وای او مرتکبینو ته یې هماغه سزا ورکړې وای کومه چې ددوی له عمل سره ښايي، خو نه !! د ولسمشر دربار ، دولتي کړۍ ، مذهبي او روحاني طبقه چې په دوی راټوله ده ، سیاسي او ټولنیز فعالان ، او ګردې رسنۍ د استعمار په خدمت کې بوخت دي او نشي کولای چې خپله رایه او نظر د وطن د کوم ملی مصلحت په ګټه وړاندې کړي او کوم معاشونه چې ددې خدمت په بدل کې اخلي نشي کولای ددوی ضمیر راویښ کړي.
افغانستان کې انګریزي استعمار:
زمونږ د وطن د نولسمې پیړۍ تاریخ ، په ټولیزه توګه ټول له کشمکشونو څخه ډک دی خو د نولسمې پیړۍ تاریخ بیا هغه دی چې د اوسنیو رامنځته شوو اکثرو بلاګانو مور هماغه نولسمه پیړئ ګڼل کیږي چې افغانستان پکې د څو امپراطوریو له لوري له خطر سره مخ وو. د احمدشاه ابدالي په لاس چې کومه خپلواکي او امپراطوري افغانانو جوړه کړې وه هغه کرار کرار د انګریزي استعمار له لوري داسې په ټوټو وویشل شوه چې نن په خپل کور کې هم د ژوند حق نلرو. د هند افسانوي ځمکه او د هغه سرشاره طبیعي منابع ددې سبب شوه چې د اروپآيي استعمارګرانو له لوري پرې تاړاک وشي او ددې تاړاک لپآره دوی باید د هند په غرب کې میشت دغه د سرو لالونو خاوره هم له خپله ګامه تیره کړې وای. هماغه وو چې افغانستان په یوه وخت کې د برتانیې ، روسیې ، جرمني ، او فرانسې له لوري ښکار وګرځید چې دغه رقیبان یې وروسته یوازې دوه پاتې شول او همدې دوو (برتانیې او روسیې ) افغانستان د خپلې خوښې مړۍ ځآنته وګرځوله.
د شاه زمان د پاچاهۍ په دوره کې انګریزانو د هند په ډیری برخه خپلې پنجې کلکې کړې وې او یوازنی مقاومت چې د هغو په مقابل کې ترسره کیده هغه د شهید سلطان ټیپو (د میسور او سرنګاپټم د سلطان) له خوا وو چې کولای شو په هند کې ورته د اسلامي سلطنت وروستی پالونکی او پازوال ووایو. ددغه اسلامپال سلطان له لوري د افغانستان پاچاه شاه زمان ته څو څو ځله په هند باندې د یرغل دعوت ورکړل شو خو په تاسف سره باید ووایو چې داخلي غدارانو او وطن پلورو ، او د ایران قاجاریانو د انګریز په مرسته او کومک شاه زمان ته دا موقع ورنکړه چې له لاهور څخه دې نور په مخ ولاړ شي ، د شاه زمان له تګ سره سم به یې د افغانستان په سیمو باندې یرغلونه کول او هغه به یې دیته مجبور کاوه چې بیرته دې له هند څخه لاس په سر شي.
په عین وخت کې انګریزانو د روحانیت د پردې تر شاه غوښتل افغانستان ته خپل جاسوسان ولیږي او له لارې یې وکړای شي چې د افغانستان په دین او معنویت مین خلک خپل ښکار وګرځوي چې په دې پلان کې تر ډیره حده کامیاب هم ول او دي ، د میا عبدالستار شاه او غلام محمد نقاب پوش په نامه باندې یې دوه تنه جاسوسان د شاه زمان د قتل لپاره کندهار ته رالیږلي وو چې په پایله کې یې پلان ناکام او د خپل پلان ښکار وګرځیدل او ووژل شول.
د شاه شجاع د پآچاهۍ په اوله دوره کې انګریزانو خپل نماینده د الفنسټن په نامه باندې په کال ۱۸۰۹ م کې پيښور ته ولیږه او له شاه شجاع سره یې لومړنۍ درې جانبه معاهده امضا کړه چې ددې معاهدې په اساس افغانستان د لومړي ځل لپاره په خارجي روابطو کې یوازې د انګریز سره محدود پاتې شو. معاهده په دې شکل وه : چې که فرانسې په برتانوي هند باندې یرغل وکړ نو د افغانستان پاچا به د برتانیې حمایت او ملاتړ کوي او که په افغانستان باندې یې یرغل وکړ نو انګریز به د شاه شجاع ملاتړ کوي او دریم دا چې شاه شجاع به هیڅ یو فرانسوی خپلې خاورې ته نه پریږدي او د داخلیدو اجازه به نه ورکوي. ( افغانستان در مسیر تاریخ ، لومړی ټوک ۳۹۹ مخ ). دوهم سند چې افغانستان په رسمي توګه د هغه په اساس د تجرید خوا ته خپل مزل وواهه هغه په کال ۱۸۳۸ م کال د وږي په میاشت کې درې جانبه تړون وو چې د شاه شجاع ، رنجیت سنګهـ ، او د برتانوي هند د ګورنر تر منځ لاسلیک شو چې شاه شجاع په هغه کې دا تړون کړی وو چې د کابل تخت ته په رسیدو سره سم به د انګریز له دولت څخه بغیر له بل هیواد سره خارجي اړیکې نه لري، او د همدغه تړون د څوارلسمې مادې په اساس ددغو دریو جانبو دښمن ته دښمن او دوست ته دوست ویل شوی وو.
کله چي په کال ۱۸۳۹ م کې انګریزانو شاه شجاع د کابل په تخت باندې کیناوه یوه بله معاهده او تړون د ۱۸۳۸ م کال د تړون د تایید په موخه ترسره شوه چې له لارې یې د کابل نماینده په هند او د هند په کابل کې ځای په ځآی شول او یوه نظامي انګریزي قطعه د شاه شجاع د ساتنې په موخه د شاه دربار ته ولیږدول شوه. په دې اساس انګریزانو وکړای شول چې په خپل استعماري پلان کې کامیاب شي او د افغانستان په سیاست باندې یې خپل د خوښې قوانین او مقررات وضع کړل.
د افغانستان د اشغال او استعمار څلورم سند د جمرود اولنی تړون وو چي د سردار غلام حیدر خان د امیر دوست محمد خان زوی او د پنجاب د ګورنر لارنس تر منځه په کال ۱۸۸۵م کې لاسلیک شو چې ددغه تړون مطابق د افغانستان امیر د هند د ختیځې کمپنۍ د دوست دوست او د دښمن دښمن وګڼل شو. دغو سندونو او تړونونو ته په کتلو سره دا جوته کیږي چې انګریزي استعمار هیڅکله دا نه غوښتل چې افغانستان دې له بهرنۍ نړۍ سره اړیکې ولري ، خارجي سیاست ، داخلي منظمي ادارې ، تجارتي سیستمونه ، او اقتصادي وده او پرمختګ دې وکړي، دوی همیشه دا غوښتل چې افغانستان دې په یوه سیاسي ، ټولنیزه ، او اقتصادي انزوا کې وساتل شي هسې نه چې دغو منابعو ته لاسرسی ددې لامل وګرځي چې ددوی په سل کلنو خواریو باندې اوبه تویې کړای شي او یوازې د یوه تریخ داستان په نامه دط ددوی په تاریخ کې ولیکل شي، که څه هم ملي مقاومتونه یې په مخ کې ایجاد شول او ددوی د هماغه وخت پلانونه یې شنډ کړل خو دا باید هیر نکړو چې نن هم د هماغه ملک او امپراطورۍ مستعمره یو او دادی کابو دوه سوه کاله کیږي چې د غرب له منګولو نه یو خلاص.
په هغه زمان کې که برتانیه د بحرونو او وچو په طی کولو سره د ځمکې ختیځې څنډې ته راغلې وه او دا نارې سورې یې وهلې چې مونږ وروسته پاتې ملتونه له تهذیب او تمدن سره اشنا کوو خو نن امریکا او د هغه متحدین د برتانیې په شمول بیا هم د بحرونو او وچو په مزل وهلو سره ختیځې ځمکې ته راغلي او وایي چې مونږ زور او پیسې لرو ، دیکتاتوري حکومتونه چپه کوو ، ملتونو ته آزادي او خپلواکي راولو ، د هغوی حقه حقوق ورکوو ، او د عساکرو په زور باندې په اسلامي ملکونو کې دموکراسي او عدالت ته لاره هواروو. انګریزانو په نولسمه پیړۍ کې ملکونه اشغال کړل او ویل به یې چې مونږ د خپل وطن لپاره جنګیږو او لاندنی سندره به یې زمزمه کوله:
مونږ نه غواړو وجنګیږو
مونږ د خپل هیواد لپاره جنګیږو
مونږ سرتیري لرو ، مونږ کښتۍ لرو
مونږ پیسې هم لرو،
مونږ د خرس په مقابل کې جنګیږو،
کله چې مونږ حقیقي برتانویان یو،
روسان به ونکړای شي چې قسطنطینیه ونیسي
د پیړیو او قرنونو تیریدل د استعمارګرانو په فکر کې کوم بدلون نشي راوستلای نه هغوی ته تیرې ماتې او له عبرت څخه ډک درسونه کوم پند ګرځیدلای شي ، همیشه په تغیره بڼه او څیره باندې راښکاره کیږي، او نن په زیات اقتصادي ، قوی او مډرنو وسلو باندې سمبال په ډیر شدت سره په دغو ملکونو باندې راغلي او هغه څه چې لاس ته ورځي وړي او څه یې چې له لاسه کیږي کوي یې ځکه د پوښتنې زوی مړ دی !!!
د امیر دوست محمد خان په زامنو کې چې کوم د بصیرت ، ذکاوت ، سیاسي پوهې ، تمدن او مدنیت د فکر لرونکی څښتن وو هغه امیر شیرعلی خان وو چې د انګریز د فریب او چل په مقابل کې بیا خصوصا د هغه سیاست په مقابل کې چې غوښتل یې افغانستان د دوو لویو امپراطوریو برتانیې او د روس تزاري امپراطورۍ ترمنځه حایل وګرځوي ، مخالف وو. هغه غوښتل چې افغانستان باید ددغو امپراطوریو له سیاستونو او شخړې څخه په امان اوسي او باید د نړۍ په سطحه په نړیوالو امورو کې فعاله ونډه ولري او وطن د پرمختګ ، هوساینې او سوکالۍ په لور په مخه کړي. د علامه سید جمال الدین افغاني او سید نور محمد شاه غوندې شخصیتونو شتون د هغه په دربار کې د هغه له لویو ځانګړنو شمیرل کیږي او دی په خپله هم د ملک په ادارې کې فعال لاس او ذکاوت درلود خو په دربار کې یې د ځینو نورو شخصیتونو شتون لکه قاضي قادرو ، جنرال کریم بخش ، بهادر غلام نقشبند ، فتح علی ، او عبدالمجید چې د انګریزانو جاسوسان وو دده د تصمیم نیولو په مخ کې لوی خنډ وو، او هغه څه چې ده غوښتل د هغه د تحقق په لاره کې یې ستر مزاحمتونه ایجادول.
د خلکو ذهني وروسته والی، د لویو لارو او شاهراوو نه درلودل ، او له نورې نړۍ سره د تجارت اړیکې نه درلودل امیر شیر علی خان دیته وهڅآوه چې باید داسې یو سیاست د خپل هیواد لپاره غوره کړي څو د برتانیې او روس ترمنځه هم کوم جړچ رانشي او له بله پلوه وکولای شي دی د خپل وسیع سیاست له کبله اولاْ یو مرکزي دولت ولري ، ملي اردو ، او یو داسې دولت په پښو ودروي چې بنسټ یې په تجدد باندې کیښودل شوی وي ځکه دی پوهیده چې انګریز په هیڅ قیمت د افغانستان په داخلي امورو کې له لاسوهنې لاس نه اخلي او د هغو دوو امپراطوریو په مقابل کې خودرایه حکومت وي. ده غوښتل افغانستان د نړۍ په سطحه په سیاسي ډګر کې مطرح شي چې ددغه استعمار له منګولو څخه ډیر لرې واټن ووهي او دا هیواد له یوې سیاسي او نړیوالې انزوا څخه خلاص کړي، چې دده دا نظر او د انګریز استعمار سره بالکل متفاوت وو چې په نتیجه کې ددواړو خواوو د ټکر لامل وګرځید.
او له بلې خوا سید جمال الدین افغاني امیر شیرعلی خان دیته ترغیب او هڅآوه څو د انګریزي استعمار په مقابل کې پښې رالوڅې او ملت راویښ کړي ، هغه ته یې وویل : انګریز د ټول ختیځ دښمن ده او دی په خپلې دغې دښمنۍ کې کامیاب ځکه دی چې د ختیځ ټول حکومتونه او نظامونه په استبداد ولاړ دي او خلک د جهالت او ناپوهئ له امله د خرافاتو په بلا باندې اخته دي. ۳
دغه مبارز او د استعمار ضد شخصیت نه یوازې په افغانستان کې لیکن په ټوله نړۍ کې یې د انګریزي استعمار په ضد باندې ملتونه راپارول او حکومتونه یې د هغوی له پلانونو او شوم موخو څخه خبرول، په هند، مصر ، او ترکیه کې یې ملتونه د انګریزي استعمار په ضد وهڅول چې په دې لاره کې یې زندانونه ، نظر بند ، او تبعید ته اړ شوی دی. برناردشیل د سید جمال الدین افغاني د مفکورو په توصیف کې وایي (( مبالغه نده که چیرې ووایو چې په ختیځ کې د غرب د استعماري پلانونو د شنډولو د لړۍ پیل ټول د سید د ښوونو سرچینه ګڼل کیږي او د هغه د ښوونو تعلیماتو اغیز وو ))
دوام لري ....
....................................................................................................................................
۱: جهانګشای جوینی ، جلد اول ص ۸۰ – ۸۲
۲: Stranger than fiction, an independent investigation of 9/11 and The War on Terrorism, by Dr. Albert D Pastore PhD.
۳: افغانستان در مسیر تاریخ ، لومړی ټوک ، ۳۹۹ مخ
۴: د اور په لیکه ، د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف اثر
۵: توطیه ای انګلیس در سقوط دولت امان الله خان
۲: