
د امریکا د پوځ له خوا د افغانستان د نیواک له لسمې کلیزې سره هممهاله، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي عسکرو پخواني قوماندان، جنرال مک کریسټل له یوې انګلیسي ژبې خپرونې سره په مرکه کې اعتراف وکړ چې په افغانستان کې امریکا او ملګري یې په تېرو لسو کالو کې ناکام پاتې شوي دي.
نوموړي چې څه وخت مخکې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما او ددغه هېواد له دفاع وزیر سره په افغانستان کې د واشنګټن په سیاستونو کې د نظر اختلاف له امله له خپلې دندې استعفا وکړه، په خپلو څرګندونو کې یې همدارنګه اعتراف وکړ چې ناټو اصلا له افغانستانه سم درک نه و کړی او اوس یې هم دغه هېواد سم نه دی درک کړی.
په افغانستان کې د ناټو د موخو ا و پروګرامونو د ماتې په اړه یوازې ددې لوړ پوړي امريکايي پوځي چارواکي څرګندونې او اعتراف نه دی، بلکې پر افغانستان د امریکا او ناټو د تېري د لسمې کلیزې په مراسمو کې ډېری لویدیځي چارواکو په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د ناټو او امریکا پر ماتې یې ټینګار کړی.
جنرال مک کریسټال په خپلو خبرو کې نورو موردونو ته هم اشاره کړې چې د پام او غور وړ دي.
هغه د امریکا پر پخواني ولسمشر جورج بوش هم پر عر اق د تېري له امله نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دې اقدام د امریکا پر وړاندې د اسلامي نړۍ لیدتوګه په بشپړه توګه بدله کړه او له امریکایانو څخه د کرکې دزیاتېدو لامل شوی .
هغه حقیقت چې دې امریکايي جنرال په نه زړه اعتراف پرې کړی، دادی چې پر افغانستان او عراق د امریکا پوځي تېری په اسلامي نړۍ کې د وېښتیا او په سیمه کې د روانو پاڅونونو اصلي لامل دی او شک نه شته چې دغه موضوع په سیمه کې د امریکا د جګړې غواړو اقداماتو پایله ده.
له ترهګرۍ سره د مبارزې په چټي پلمې سره په اسلامي هېوادونو کې د امریکا د جنایتونو زیاتیدل، د اسراییلو له جنایتکار او نیواکګر رژيم څخه له دلیل پرته ملاتړونو د مسلمانو ملتونو غوسه راپارولې ده او په سیمه کې یې د وروستیو عمومي پاڅونونو په رامنځ ته کېدو کې نه انکاریدونکی او اساسي رول درلودلی دی.
په افغانستان کې هم امریکایانو له القاعدې او طالبانو سره د مبارزې او په دې هېواد کې د لویدیځوالو د پوچې او دروغجنې کلیمې (ډیموکراسۍ) امنیت او سوکالۍ رامنځ ته کولو په شعارونو او پلمو سره پر دې مسلمان هېواد تېری وکړ چې اوس هم له دې تېري څخه د لسو کالو په تېریدو سره، نه یوازې ددوی دروغجنې ژمنې عملي نه شوې، بلکې ددې پوځي تېري پایله، د زرګونو ولسي افغانانو د وژل کېدو،د عامه شتمنیو له منځه تلواو د څو خرڅ شویو مصنوعي قوماندانانو او مشرانو د شتمن کېدو، د کلیو او بانډو د ورانېدو، په هېواد کې د ضعیفو یورانیمو لروونکو او نورو هغو وسلو کاریدو چې په نړیواله کچه یې پر کاریدو بندیز لګیدلی، په هېواد کې د منسوخو دینونو او نورو کرکجنو کلتورونو د خپریدو او د درانه او پتمن ولس د پت له منځه تلو او د امریکایانو او د هغوی د کورنیو مزدورانو له خوا د اسلامي عالمانو د وژل کېدو،د نا امنۍ او بې وزلۍ د زیاتېدو لامل شوې ده .
حقیقت دادی چې په افغانستان کې د امریکایانو ددې تېري پر وړاندې ولسي مقامت زور اخیستی او په افغانستان کې د ناټو او امریکایانو پر کمزورتیا او ناکامۍ پر پوهېدو سره د واک د بیا ترلاسه کولو په لټه کې دی.
افغان او لویدیځې سرچینې پر دې اعتراف کوي چې د افغانستان ستره برخه ددې هېواد د مرکزي دولت او ناټو عسکرو له کنټروله وتلې او د طالبانو او نورو دولت او بهرنیو عسکرو ضد ډلو په واک کې ده.
په عین حال کې د افغانستان له بریالیتوب پرته او نه ګټونکې جګړې له امله د امریکا د خلکو غوسه هم ورځ په ورځ د خپل هېواد ددولت پرضد زیاتېږي.
نه یوازې په امریکا بلکې د بریتانیا او جرمني په شمول په ټوله اروپا کې هم د افغانستان د جګړې پرضد ولسونه راپورته شوي او له دې هېواده د خپلو عسکرو د ژر تر ژره وتلو غوښتنه کوي.
د جرمني د رسنیو د رپوټ له مخې وړمه ورځ د جرمني په پلازمینه کې ددغه هېواد د لومړي وزارت مخې ته په زرګونو خلکو لاریونونه وکړل او له افغانستانه یې د جرمني او نورو بهرنیو هېوادونو د عسکرو د ژر تر ژره وتلو غوښتنه وکړه.
د هغې نظر سنجۍ له مخې چې د امریکا د سي ان ان ټلویزیوني چینل له خوا تر سره شوې ده، دامریکا دنفوس له نیمايي ډېر زیات خلک د افغانستان جګړه بې ځایه بولي او ټینګار کوي چې ددې مرګونې او لګښتي جګړې څخه ستړي شوي دي او له خپل دولت غواړي چې دغه جګړه دې ژر تر ژره بنده کړي.
داعلان شویو احصاییو له مخې اوس د افغانستان د جګړې لګښت له ۳۰۰ میلیارډ ډالرو اوښتی دی.
همدارنګه پر افغانستان د امریکا او ناټو د پوځي تېري له پيله تر اوسه پورې کابو دوه زره ۷۰۰ بهرني عسکر وژل شوي چې ډېری یې امریکایان دي.
د امریکا ډیموکراټان چې قدرت په واک کې لري، په افغانستان کې د روان بهیر دوام د راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو لپاره خونی ګواښ ګڼي او له دې تبلیغاتو د تېښتې لپاره یې له افغانستانه د شاتګ بېړنۍ طرح اعلان کړې ده.
ډېری امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې د افغانستان کړکیچ به د اوباما ددولت د ژر مړینې لامل شي او هماغه ډول چې دعراق د سریښو ډنډ(جبۍ) د بوش د سیاسي مړینې لامل شو، د افغانستان کړکېچ به د اوباما د سیاسي مرګ لامل شي.
د افغانستان جګړې د امریکا او ناټو لپاره پر درنوځاني او مالي لګښتونو سربېره، د هغوی حیثیت ته هم سخت ټکان ورکړی دی.
اوس د نړۍ خلک ګوري چې د ناټو سمبال او لګښتي پوځ په افغانستان کې له لس کاله جګړې وروسته د پام وړ لاسته راوړنه نه ده درلودلې او په دې هېواد کې د بشپړې ماتې په درشل کې ده.
د ناټو مشرانو هم تر اوسه پورې له هرې شونې لارې او تدبیره کار اخیستی خوبیاهم ناکام پاتې شوي دي.
په وروستیو ورځو کې امریکا د پاکستان پر دولت دباوونه زیات کړي او ادعا کوي چې د افغانستان د ناامنیو جرړې په پاکستان کې دي.
ډېری سیاسي کارپوهان، د امریکایانو دغه ادعا، په افغانستان کې ماتې پړه پر نورو اچول ګڼي او دغه دباوونه بې پایلې بولي.
حقیقت دادی چې د امریکا په مشرۍ لویدیځ دولتونه باید په افغانستان کې خپله ماتې ومني او له دې هېواده ټیټې سترګې ووځي ا و د خپلو پوځیانو پر ژغورنې سربېره، د افغانستان د زړور او سرښندونکي مسلمان ملت په منځ کې د خپل تیري له امله راولاړ شوي شیطانتونه هم ختم کړي.
شک نه شته چې که د افغانستان نیواک څومره دوام کوي د امریکا او ناټو لپاره به لا درانه لګښتونه ولري.
سیدرحمن سالار