راځئ دوينو پرځای خولې توی کړو

     پورتنی عنوان ديوه سپين روبي دخولې خبره ده، چې په  يوه پراخه ناسته کې  يې دسيمې خلکو ته دخپلې وينا پرمهال کړي وه  ،هغه مهال چې ما داخبره واوريده ، پرمايې ډيره ژوره اغيزه وکړه اود فکرپه  ټال پورې تړلو تنابونو ته مې ماشومانه لاسونوورواچول  ،اوزنګيدل مې پيل کړل،  اوزما دعمر سره سم  دهمزولي جنګ بيلابيلې صحنې مې سترګو ته ودريدې،. دخپلې هيواد په کنډکپرو مې زړه وسوځيده خپل مظلوم اولس ته مې په سترګو کې غټې غټې رڼې اوښکې په څپو شوې اودګريوانه په لورې لکه سپين ورکې په ټوپو نو شوې. هماغه شېبه دپياوړي شاعر پيرمحمد(کاروان) د غزل دغه بيت رايادشو.:
                        دغم ليوانو مې دزړه په ورشو بريدکړيدی
                    داوښکو وري د بڼو شپول ته په ترپکو راځي
کله مې چې دغه بيت له ځانه سره په ډيره تته توګه دشونډو په خوځيدوسره  زمزمه کاوه په فکر کې مې ګڼ شمير دوير او ماتم انځورو نه يو په بل پسې لکه دتلويزيون په پرده تيريدل ،زه له خپله ځانه وتی وم ،دخپل وجود يوغړی مې هم په اختيارکې نه ؤ، څو لسيزې شاته ولاړم ، دخپل همزولي جنګ دزوکړې ورځ مې راياده کړه، بالاخره خپلې  خاورې او اولس ته لاس په دعا شوم (خدای نور مونږ دجنګ له تورې او وژونکي بلاخلاص کړې،خدايه ! ته دجنګ لړۍ هغه چاته وروغځوې،چې پرمونږ يې لورولی دی. له دعا وروسته مې دعقل اوشعور پرهغو خاوندانو  غږ وکړ،چې دامهال يې لاهم دوژونکي اوتورمخي جنګ لمنه نيولې ، غواړي چې خپل غولی په بارودو  مردکيو لا نورهم ويجاړکړي ،غواړي چې خپل سکه وروڼه  ووژني، غواړي چې خپل بچيان يتيمان کړي ،غواړي چې خپله خور بوره اومور کونډه کړي . دوی ته مې دهغې سپين روبي خبره دفکرکولو په بهير کې ورمخې ته کړه ،ورته ومې ويل :(راځئ نوردوينو پرځای خولې توی کړو ) ځکه دويني تويېدل له وير اوبرباديو پرته مونږ ته نورڅه نه راکوي، دخولوتويول مونږ اوتاسوته  نيکمرغي اوهوساينه رابښي، راځئ نور توبه کړو! دښه ژونددتيريدولپاره يوه نوې لاره غوره کړو ،کومه چې دسولې ،ورورۍ اوتلپاتې خوښۍ سبب ګرځي . په دې خاوره اولس زړه وسوځو، دمينې اوخواخوږۍ په دستمالونو ديتيمانو اوښکې ورپاکې کړو، دخپل هيواد وران بنسټونو ورغوو اوپه پرهرژلو زوړونو دټکورپټۍ ولګوو.