د اکتوبر اوومه ، د ولس  په غميزه کې يوه بله توره ورځ :

 قریب الرحمن سعید
۶اکتوبر۲۰۱۱ کال

 نن د اکتوبر  داوومی  هغه ورځ  ده  چی  د ۲۰۰۱ ز کال  په همدی ورځی  دافغانستان  مظلوم او معصوم  ولس  د امریکایی  ولسمشربوش  د قهر او غضب  لاندی  په داسی  حال  کی راغی  چی  نه یی  دامریکایانو د لوړو برجونو د راپرزیدو په اړه معلومات  درلودل  او نه  په  هغه کار کی شریک  وو  چی سزا یی  دوی  ته ورکول کیده .  دطالبانو رژیم په داسی حال کی  را وپرځول  شوچی دامریکایانو څخه یی  غوښتل د بین المللي اصولو سره سم  دی  دهغوی  څخه  دهغو  عربي  دوستانو  د ترلاسه کولو  غوښتنه وکړی  چی د نیویارک په پیښو کی یی متهم  ګڼي ،  دطالبانو نظام  د امریکایانو ترراکټی اوهوایی  حملو لاندی راغې ، ولسمشر بوش غوښتل  نړۍ ته و ښئی  چی په امریکا باندی یرغل کول  به  بی ځوابه  پاته نه شی ، په دی خاطر یی د خپل دغه  غضب  او قهر د سړیدو  له پاره دافغانستان د ولس په څیر  مظلوم او بی دفاع  ولس  انتخاب کړ . نوی او تازه  جوړی کړل شوی وسلی یی پری ازمیښت کړی ، د شمال ټلواله یی کرایه کړه تر څو دهغوی  د پیاده  فوځونو  رول  ولوبوي . د شمال د ټلوالی  مسؤلینو هم  که  هغه  عبدالله و او که هغه  مرحوم استاد ربانی  ، دواړو  دخپل  ولس په وژلو کی  د امریکایانو  هغسی  لاس وکړ  چی  پخپله امریکایانو به هم نه و کړی . دعبدالله  دا خبره  چی  ویل  یی  : هغه کلی  زمونږ دی او دا بل د دښمن  ، ددښمن کلی  بمباري کړئ ....اودمرحوم استاد  دا  خبره چی  : دا بمونه کوچني دی  غټ  غټ پری  را و اوروئ .... د افغانستان  دتاریخ یوه  مهمه برخه وګرزیده  .
دادی  لس کاله تیرشول ، امریکایان او ناټو چی په کوم  غرور  سره افغانستان ته راغلی و ، هغه  غرور  یی مات  شو . دلسو کالو  وروسته اوس دهمغو خلکو پسي ګرځی  چی لس کاله دمخه  یی  خپل  ټول ځواک دهغوی د له منځه وړلو له پاره  استعمالوو .
غواړی د طالبانو مسؤلین راپیدا کړی ،  دی  مسئلی  دوی  د سترو سترو  رسوایی ګانو سره  مخ کړل.  د طالب  په نوم  یی   کویټی  څخه دوکانداران  راوستل  په سلګونه  زره ډالر  یی ورته  ډالۍ کړل  خو هغوی  وروسته  همغسی  بوګس  و ختل  لکه څنګه  چی د یوناما ټولټاکنې .
امریکایان د لسو کالو هلو ځلو وروسته  بری و موند او خپل  ذ اتي دښمن  اسامه بن لادن  یی  په  ایبټ  اباد کی وموند او  د مئ په دویمه یی هغه په   غلچکي  برید کی  له منځه یوړ .
ډیرو دا سی  انګیرله  چی امریکایان  به ددی موقع  نه  استفاده وکړی  او  نور  به  دسیمی  څخه  خپل  فوځی ځواکونه  بیرون کړی . او دافغانستان  د ولس  سره  به  د یوه داسی  نظام په  جوړښت  کی  بسپنه وکړی  چی د افغانستان د ولس  راتلونکی پری  جوړه  شی ، او ولس دخپلی خوښی د نظام د جوړولو  جوګه  واوسي . اما بدبختانه   چی  هغوی  مونږ ته د یوه تقلب  نه  په تیریدو سره  دبل تقلب  لاره  را وښودله .
ددی لسو کالو په دوران کی  زمونږ ولس د مافیایی عناصرو په لاسو کی  ولوید. د هیروینو قاچاقبران پری مسلط  شول . جنګی سالارانو دولس  په ریښو  باندی  خپلی منګولی  ښخې کړې ، دمخدره موادو  استعمال  په دغه  فقیره  ټولنه کی  د میلیونو انسانانو  ژوندونونه د تباهۍ سره  مخ کړل ، ناروغتیا، فقر اوبدبختۍ  د یو شمیر محدودی  طبقي پرته ټول  ولس په خپل ځان کی  رانغاړلی دې .  دبین المللی ټولنی  دراپورونو  له مخی  دادی  یواځې سږکال  دژمی په رارسیدو د افغان ولس  نیمایی و ګړی د قحط  سره مخکیدونکی دی .  فحشا ، لواطت    تر هرو خت  زیاته وده کړی .  دهرزه  اوګمراه کونکو سي ډي ګانو ، فحش  فیلمونو  او ..... زمونږ  ځوان  نسل  دتباهۍ سره  مخامخ کړې   او .......
د بین المللی ادارو  دراپورونو له مخی  یواځی  په دی تیر کال  کی  د افغانستان امنیتي حالات  تر څلویښتو سلمی زیات  خراب  شوی ، دښځو  د حقوقو په اړه  انګلیسي  غیردولتی  اداره وایی  چی  په دی  لاره کی ستونزي تر هر وخت  پخوا زیاتی  شوی دی .
جنګ  او ناامني په ټول ولس کی خپره شوی  ،  هیڅ کور او هیڅ  ځای ددی ناامنۍ څخه  خوندي نه دی .  په میلیونو او بیلیونو ډالر  د یوی محدودی طبقی  له اړخه  په یوه نوم اوبل  باندی حیف  ومیل کیږی .  هغه امریکا  چی ویل  یی افغانستان  ته د جرمنی په څیر  یو  مارشال  پلان  جوړوی  ، دخپل د اړتیا  وړ څو سرکونو او هوایی  ډګرونو  پرته  نوری  هیڅ  مثبتی لاسته  راوړنی  نه لری .
د امریکایانو د دی بربنډی مداخلی وروسته  تر اوسه پوری  زمونږ د ولس  شرقی  ، جنوبي  شرقی او نور پښتون  میشته ولایتونه  د زرګونو مصیبتونو او غمونو سره مخ  شوی دی ، کورني  هجرتونه  صورت نیسي ، دشپی  له اړخه بمباری  کیږی ، هیڅو ک ددی توان  نه لري  چی  کوم  څوک  ځان  سره   میلمه کړی  ، هرڅوک  په  خپل غولی کی  دخپل مرګ  شپی  شماري ..... ولسمشر کرزي  ورته  ژاړی  خو یوناما او امریکایان د افغانانو په وژلو سره جشنونه  نیسي .امریکایی عسکر دخپلې  ساعتیرۍ  له پاره  دټوپک خوله په معصومو افغانانو راګرځوي... اوبیا په  یوه  «ساري » یی هرڅه  خلاص  شي . دا ځکه چی  عبدالله ورته  د بهرنیو چارو د وزیر په څیر  د ازادۍ  سند ورکړی او  کرزي  هغه توشیح  کړی .
د اسامه بن لادن  د له منځه وړلو  وروسته  امریکایانو د موقع او حالت  نه ګټه پورته  نه شوه کړای ، اوس نو په  افغانستان کی رانښتی دی ، کله د حقانی شبکه او کله هم  د هغی القاعدی  پاته شونی  چی دوی  یی د پنځوسو او سلو ترمنځ  وګړي ګڼی  ، په خلاف  دعملیاتو پلانونه  لري .....
دهمغه  لمړۍ ورځی  را پدیخوا  ایرانیانو او پاکستانیانوته  ګواښونه کوی  ترڅو د امریکایی  فوځونو  دمخالفینو دملاتړ  څخه لاس واخلی .  ایرانیانو  خو دادی  یواځی  څو  اونۍ مخته  د طالبانو عالی  رتبه هیئت  د بیدارۍ  هغه کنفرانس  ته  چی  مرحوم استاد ربانی  یی هم  میلمه ور  بللی و ، چی ښاغلی ارسلارحمانی  یی په  کتلو  حیرانتیاهم  ښکاره کړی وه . وایی چی د طالبانو دیو ستر چارواکی ، نیک محمد ، په کتلو سره  حیران پاته شو ، دهغه سره یی  دښه راغلاست  له پاره لاس ورکړ  خو نور څه  یی ورسره و نه ویل .
ایران د طالبانو د مولوی منصور د ډلی کلک ملاتړ کوی  ،ځکه پخپله مولوی منصور د ایرانیانو سره نژدی اړیکی درلودل  اواوس دهغه  زامن اوخپلوان دهمغو اړیکو څخه په ګټی اخستلو سره دادی د ایران  څخه دایران دشرایطو په مطابق  ګټه  پورته کوی . او ایران  هم دخپلو دوستانو  د خوندي ساتلو په خاطر  هغوی ته هر  ډول  بسپنه ورکوی . دا خبری  په مطبوعاتو کی  هم  ډاګیزه دی او نړیوالوته هم .
پاکستان  په زغرده وایی  چی  دحقانی  دشبکی سره اړیکی  لری اودا اړیکی  یوازی دوی نه بلکه امریکایان  یی هم  لري ،  همدا اوس  اوس  که له یوه اړخه دامریکا حکومت دحقانی شبکه  یوه تروریستي شبکه  بولي خو دبله  اړخه د  مولوی جلال الدین  حقانی  د زوی  سره  پټی اړیکی  لری  اوغواړي دا اړیکی  همداسی  جاري و ساتی .
د دوو مخالفو ډلو  تر منځ  د اړیکو نیول  نیک شوګون  دی  اوهر هغه څوک  چی  په ریښتیا هم غواړی  سوله او امن  منځته راشي  باید دا  ډول  اړیکی سره کلک کړی . امریکا نن  دی  ته اړتیا  لري  او تر هغو چی دغسی  معامله ونه کړی  ، ددی  بن بست  څخه یی  بیرون کیدل  شونی  نه  بریښي .