نړيوال کېدنه اود پښتنو اسکېرلى حال !



نړيوال کېدنه ( Golbalization) هغه نړيواله پروسه ده ،چې دساينس او ټکنالوژۍ د چټک پر مختګ په واسطه زموږ نړۍ په عملي توګه د يوۀ نړيوال ( Global Villlage) بڼه ځان ته غوره کړې ده .د نړۍ اوسني پېر ته د ساينس او ټکنالوژۍ د چټک پرمختګ له برکته د نورو برېښنايي وسيلو تر څنګ د انټر نېټ په مټ د معلوماتو دحصول چټکه لار ( Information Super high way ) ويل کېږي . انټرنېټ او نورو خبري وسيلو زموږ د خاورينې کُرې اوږدۀ واټنونه دومره لنډ کړي ، چې يو انسان د نړۍ په دې خوا کې کمپيوټرته ناست دى او د څو محدودو دقيقو په موده کې د نړۍ له ها خوا پېښو څخه خبريږي .
نړيوال کېدنه ( Globalization) يوه نړيواله پروسه ده،چې دنړۍ هېڅ هېواديې له سياسي، اجتماعي،اقتصادي،کلتوري،هنري،ادبي اوداسې نورو اغېزو څخه نشي پاتې کېداى . نړيوال کېدنه د بشري ژوندانه په هر ډګر کې خپل مثبت او منفي اغېز پرې باسي . خود نړيوال کېدو په دې چټکيوني دور کې تر ټولو زيات د درېيمې نړۍ هېوادونه اغېزمنونکي دي ،ځکه ،چې دوى د ژوند په هر ه برخه کې د نړۍ نورو پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو په انډول شاته پاتې دي،نو طبيعي خبره ده،چې دغه هېوادونه به په سياسي،اجتماعي،اقتصادي،کلتوري،هنري اوادبي برخوکې ترهغه نورو ډېر زيات اغېزمنيږي ،چې دا چاره به دهغوى پر سياسي،اقتصادي ، ټولنيز،کلتوري ،او نورو برخو کې د مثبتو هغو تر څنګ منفي اغېزې او تاثيرات هم وشيندي ،چې په دې لړکې به داد درېيمې نړۍ هېوادونه د يو لوى او نه جبرانېدونکي زيان سره مخ شي .
د آسيا زړۀ زموږ ګران هېواد افغانستان دروانې درې درې نيمې لسيزې ناورين له کبله د ژوند په هر ډګر کې ډېر سخت ځپل شوى ،چې د بيارغون لړۍ به يې کلونه وخت وغواړي . د يادونې وړ ده،چې زموږ هېواد د درېيمې نړۍ يو وروسته پاتې، بېوزله او وچغاړى هېواد دى ،چې روانې اوږدې غميزې لاپسې بېوزله او شاته غورځولى او د ژوند په هر اړخ کې يې د خنډونو او ننګونو سر مخامخ کړى دى . د روان اوږدۀ کړکېچ له امله د افغانستان اقتصاد سربېره اجتماعي ،کلتوري،هنري،ادبي اونورو څانګو خورا لوى اونه جبيره کېدونکي زيانونه لېدلي،چې په دې لړ کې د باميانو تاريخي مجسمې اود افغانستان لرغوني تاريخ موزيم لوټېدل، يادولاى شو ، چې دهغوى بيا احيا ء ناشونى او تروسه وتلى کار دى . ښکاره خبره ده ،چې افغانان او په تېره پښتانه له اقتصادي پلوه بېوزله او وروسته پاتې خلک دي اود ژوند په هر ډګر کې پرديو ته محتاج دي ،چې دې کار له دوى څخ دعمل نوښت چانس تروړلى او نه شي کولاى ،له پرديو سره په سياسي ،اقتصادي ، پوځي ،کلتوري ،هنري ،ادبي اونوروهغو کې سيالي وکړي ،دا په داسې حال کې ده ،چې افغانانو تل پوځي ميدان ګټلى او سياسي هغه يې بايللى دى . نو له همدې کبله د هغوى ژبه ، کلتور ، اقتصادي او اجتماعي ژوند لازم پرمختګ نه دى کړى . په هېواد کې دنوې سياسي نظام په راتلو سره د هېواد په اقتصادي ، اجتماعي ،کلتوري ، هنري برخو کې د بيارغونې ژورې او هر اړخيزې هڅې پيل شوې .دافغاني ټولنې هرې برخې ته لازمه پاملرنه وشوه ،چې په دې لړکې د مثبتو هغوترڅنګ منفي اړخونه هم لري . په کور دننه په لسګونو رسنيو لکه ټلويزيوني چينلونو،راډيويي سټېشنونو،مجلو،ورځپاڼو،مهالنيواوانټرنېټ خونوپه خدمتونو وړاندې کولو پيل وکړ،چې دغو خدمتونو افغاني ټولنې ته زيات څه ورکړل ،چې هم ښۀ دي او هم بد . خو له دې ټولو برياوواو لاس ته راوړنو سره بياهم موږ او زموږ اصيل افغاني اوپښتني کلتور د يو لړ ګواښونو سره مخ دى، چې عمده او اساسي ستونزه د پښتنو بېوزلي او اسکېرلى حال دى . ځکه ،چې له آدمه تر دې دمه پښتانه په شخړو او جګړو کې اوسيدلي دي . او س ،چې پښتانه د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته د اورپه لمبو کې سوځي ، نو بايد د يوۀ ملي مشرتوب له لارې روانې غميزې ته د پاى ټکى کېږدي.دافغانستان اود پښتونخوا حکومتونو ته په کاردي ،چې دنړيوال کېدنې په دې چټک پېرکې د پښتون ولس دغه اسکېرلي او ابتر حال ته په پام سره د هغوى د سياسي، اقتصادي ، اجتماعي ، کلتوري ودې او پرمختګ په موخه ځانګړي لنډ مهاله او اوږدۀ مهاله تګلارې او ستراتېژۍ طرحه اود عمل په ډګر کې پلې کاندي ، ځکه تر هغو،چې يو ولس په کلتوري توګه پرمختګ ونه کړي ، نوشي کولاى ،چې د ژوند په اجتماعي ،سياسي ، اقتصادي،هنري ،ادبي اوداسې نوروکې برخوکې لازم او اړين پرمختګ وکړي او لاس ته رواړنې ولري . او س،چې نړيوال ښکېلاک د خپلو ګټولپاره سيمې ته راغلى ، نو افغانان او په تېره پښتانه بايد د هغوى له راتګ څخه په خپله ګټه کار واخلي ، ځکه سياست د تاريخ جبر دى او بايد له هغوى څخه په خپله ګټه کار واخلي ،تر څو خپل ملت او خپل راتلونکي نسلونه د سوکاله ژوند خاوندان کړي او ګران افغانستان دنړۍ دسيالو هېوادونو په کتارکې د درېدو جوګه کاندي.
په همدې هيله !
فضل وزير هيله من