
څه باندې درې لسيزې کېږي ،چې په هېواد کې خونړۍ جګړه روانه ده .دغې کور ګډې خونړۍ غميزې دافغاني ټولنې ټول مادي او معنوي بنسټونه له بېخه راوايستل او دړې وړې يې ړنګ کړل . روان بې پايه ناورين ددوه مېليون افغانانو ژوند ورڅخه واخېست او دڅه کم يو مېليون په شاوخواکې يې معلول اومعيوب کړل اولاهم په خورا زور سره پرمخ روان دى ،چې له يوې ورځې څخه بلې ته يې ښکېل اړخونه او ابعاد پراخ اونړۍ شموله ګرځي . دافغانستان په اوسنۍ کشاله کې نه يوازې زموږ ګاونډي هېوادونه بلکې دسيمې او نړۍ سياسي لوبغاړي او زبرځواکونه شامل دي ،چې خپلو سياسي ، اقتصادي او پوځي ګټوته دلاسرسي په لړ کې زموږ په خاوره په خورا جدي او ستړيا وتې مبارزه بوخت دي . د٢٠٠١ زېږديزکال دسپټمبر ١١ مې نېټې له نړيوال اوښتون وروسته دابدالي بابا خوږ ټاټوبى انقلابي افغانستان يو ځل بيا دخپل سياسي او نظامي ژوندانه له خورا حساس اوکړکېچن حالت سره مخ دى ،چې ددغې خاورې په پېنځه زره کلن پېښليک ( تاريخ ) کې يې سارى نه لېدل کېږي . د نوموړې نېټې وروسته نړيوالې ټولنې خپل ټول پام دغه هېواد ته وکړ . لامل يې دا ؤ ،چې دافغان جګړې د اور سپرغۍ تر امريکې ورورسېدې ، او دهغه هېواد دواشنګټن او نيويارک ښارونو برميالۍ او پرتمينې ودانۍ او آسمان څکي برجونه دالقاعده شبکې دبړېڅو له خوا برلمبه والوزول شول . د ٢٠٠١ زېږديز کال دسپټمبر مياشتې له ١١ مې نېټې له نړيوالو پېښو وروسته دنړۍ په سياسي صحنه کې ژوربدلون او اوښتون رادې بره شو،چې دتمرکز زړى يې افغانستان وټاکل شو . امريکې ، بريتانيې او ټلوالې يې دملګرو ملتونو دامنيت شورا دپرېکړې په رڼا کې په ټول سياسي ، اقتصادي او پوځي زور او ځواک سره چې کټ مټ يې دنړيوالې درېيمې جګړې دپيليداله تياريو سره ورته والى درلود، پرافغان وطن وروبلوسېدل ، او دطالبانو واکمنې رژيم يې پړمخ دړې وړې رانسکورکړ او پر ځاى يې دولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې دنوې واکمنۍ دبنسټ ډبره کېښوده ، چې دبنسټ لومړۍ خښته يې کږه اېښودل شوې ، ځکه خويې پاسنى ديوال هم کږروان دى .
خشت اول گرنهد معمارکج
تاثريـاميــرود ديوارکـج
اوسمهال په افغانستان کې د (٤٨ ) په شاوخواکې هېوادونو سرتيري او پوځيان شتون لري . زما په اند دافغانستان اوسنۍ جګړه نا اعلام شوې درېيمه نړيواله جګړه ده ، ځکه په دغه جګړه کې زموږ دشپږ ګاونډيانو سره بېره دسيمې او نړۍ لوى او ځواکمن هېوادونه په مستقيم او نا مستقيم ډول سره ښکېل دي ،چې دخپلو ګټو لپاره يې خونړۍ جګړه پر دغه خاوره پيل کړې ده . دافغانستان روانه جګړه دنړۍ تر ټولو پراخه اوګڼ اړخيزه سياسي ،اقتصادي ، نظامي ،استخباراتي ، مذهبي ، کلتوري اوايډ يالوژيکي جګړه ده ،چې دداسې جګړى پاى ژر امکان نه لري . دبن لومړى کنفرانس د ٢٠٠١ زېږديزکال دسپټمبر ١١ مې نېټې له پېښو وروسته دافغانستان په اړه په خورا بيړه جوړشو،چې په نوموړي کنفرانس کې د سياسي واک وېش په نا انډوله توګه سره و شو. په ياد کنفرانس کې دافغان لانجې نامتجانسو څېرو ، ډلو او ګوندونو ګډون وکړ، چې يوۀ يې هم دافغان ملت استازيتوب نه کاوۀ،او بيا د ولسواکۍ دمنل شويوارونو او نورمونو پرخلاف پر افغان ولس ورتپل شول ،چې افغانان يې تر دا اوس مهاله له خور ا بدو ناخوالو او کړاوونوله امله کړيږي . دبن کنفرانس دپرېکړو په رڼا کې نوې ادارې په کار پيل وکړ ، چې تر دامهاله يې يوه هم نه سميږي . په دې کې شک نشته ،چې يوه لسيزه وړاندې موږ افغانانو هېڅ هم نه درلودل ،خو هيله مو لرله ، خوله لس کلن بهير وروسته اوس موږ افغانان په سياسي ، اقتصادي ، نظامي ، کلتوري ، او داسې نورو برخو کې ډېر څه لرو ، خو هيله نه لرو ،ځکه دګران افغانستان راتلونکې له ناڅرګند سياسي ، اقتصادي او پوځي حالت سره مخ ده . په هېواد کې دنوې ادارې ترراتګ وروسته خورا ژور او هر اړخيز بدلونونه او تحولات راغلل ، چې زموږ دهېوادپېنځه زره کلن تاريخ يې سارى او بېلګه نه لري ، خوله دغو ټولو مثبتو بدلونواو تحولاتو سره سره بيا هم اساسي کارونه تر سره نه شول . موږ درښتيني ملي دولت او حکومت خاوندان نه شو . دافغانستان دملي بنسټونو لکه ملي اردو ، ملي پوليسو او دملي امنيت ادارې بنـسټونه لکه څنګه چې ښايي جوړنه شول . دهېواد په اداره کې اداري فساد ،چې دټولو دولتي او حکومتي اداروپه منځ کې ستونزواومشکلاتو سرچينه ده ، افغان دولت ديوۀ بالقوه ګواښ په توګه په خپلو منګولو کې رانغاړلى او ايسار کړى ،چې ديوۀ بېوزله مارغه په څېر له دغې لومې څخه دژغوراوي او خلاصون په موخه لاس او پښې وهي . دا په داسې حال کې ده ،چې افغانستان ته له بهر څخه دسل ميليارده ډالرو په شاوخواکې مرستې راغلې ، چې دا دومره لويه کچه مرسته په ښي لاس راغله او په ګيڼ لاس بېرته له هېواده ووته او د دوبۍ ، سويس ، اروپا او امريکا په بانکونو کې خوندي کړى شوه ،چې شوکماران او لوټماران يې بهرنيان او کورني واکمن چارواکي او په اصطلاح دولت مشران دي .دادى، په هېوادکې له لس کلن خورا تاوتريخجن حالت وروسته افغان دولت دخپل سياسي ژوندانه يو نوي پړاو ته له ټولو ملي ، بين المللي او نړيوالوننګونواوکړاوونواوابعاد وسره يو ځاى ننوځي .
هو!
دافغانستان په اړه دبن دويم کنفرانس داسې مهال جوړيږي ، چې دواک لېږدونې لومړى پړاو پيل او د شپږو سيمو واک او اختيار افغان دولت ته په برياليتوب سره وسپارل شو ، او تر دوه زره څوارلسم کال پورې به بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او دقدرت ټول واک به دافغان دولت په لاس ورشي . دبن دويم کنفرانس په داسې وخت کې دايريږي ،چې ددولت او دمخالفينو ترمنځ دروغې جوړې خبرې څه په پټه او څه په ښکاره روانې دي . خوله دغو ټولو پرمختګونو او انکشافاتو سره سره بيا هم دبن دويم کنفرانس څخه لکه څنګه ،چې هيله کېږي ، افغانان مخکې له مخکې ناهيلي دي ، ځکه په دغه غونډه کې زموږ ګاونډيان، سيمه ييزاو نړيوال هغه هېوادونه ،چې په افغان لانجه کې ښکېل دي ، خپل پلويان اوګوډاګيان ځايوي او هغوى ته دګډون زمينه برابروي ،چې دغه تالۍ څټې څېرې او ډلې به دخپلو بادارانو او پلويانو طرحې او پلانونه نوموړي کنفرانس ته وړاندې کوي ،چې په هېڅډول سره افغاني صبغه نه لري . دبېلګې په توګه همدا اوس دکابل په قلعه اى فتح الله کې يو تن جرمني تبعه او مشاور ( توماس روتيک ) خپل دفتر پرانېستلى ،چې دپدرا مخيلي مدني ټولنو څخه ملاتړ کوي ، او همدا جرمنى تبعه دراتلونکي افغانستان لپاره په فدرالي نظام او دحکومت په ډول ( رياستي که صدارتي ) باندې کار کوي ،چې هره ورځ په زرګونو دپدرا مخيلي مدني ټولنو غړي دتوماس روتيک زيارت او لېدوته ورځي او له نوموړي څخه لارښوونې او هدايات اخلي . ددغو پدر امخيلي مدني ټولنو تر شا ايران ، روسيه ، جرمني ، فرانسه او دمنځنۍ اسيا يو شمېر جمهوريتونه ولاړ دي . له بل پلوه دپاکستان واکمنو دامريکې او بريتانيې سره دهغه هېواد دافغان تګلارې د( وروستنۍ لوبې ) تر سرليک لاندې خپله تګلاره دکتاب ګوټي په بڼه ليکلې او له چاپ څخه راايستلې ده . داتګلاره دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت يوۀ تن چارو اکي ليکلي ،چې په دغه کتابګوټي کې دپاکستان دپوځ (٥٢) دمتقاعدو جنرالانو او سياستوالو نظرونه اواندونه راغلي دي ،او ددغو (٥٢ ) کسانو څخه يې (٩ ) تنه تش په نوم خصي شوي پنجاب پلوه پښتانه دي ،چې دپنجاب دګټو ساتندويان دي . په زړۀ پورې خبره داده ،چې دپاکستان دافغان تګلارې په ترتيب او چمتو کولو کې يوۀ تن بلوچي ته هم برخه نه ده ورکړل شوې .دپاکستان په دغه تګلاره کې په زغرده ويل شوي ،چې بايد طالبان ، دحقاني شبکه اود ګلبدين حکمتيار ګونددافغان دولت سره پخلا او دبن په دويم کنفرانس کې دګډون برخه ورکړل شي . که چېرې دپاکستان ،عربستان ، ايران ، هند ، روسيې ، چين ، دمنځنۍ آسيا يو شمېر جمهوريتونو بريتانيې ، امريکې ،جرمني ، فرانسې اودلوېديځ اتحاد ته يې وګورو ، نو هر هېواد په راتلونکي بن کنفرانس کې خپل کسان ، جاسوسان او ډلې ټپلې تيارې او چمتو کړې او دهغوى ګډون ونډه يې ډاډمنه کړې ده . خو په دغه غونډه کې پخوا تر جوړېدا يوه سياسي تشه ترسترګو کېږي ،چې هغه دافغان ملت استازيتوب او ګډون دى . هغه ولس، چې دلوبې اصلي قرباني او لوبغاړى په خپله همدا اولس دى ، او استازي يې نور کورني او بهرني سياستوال اودلالان دي . که چېرې د بن په را ر وان دويم کنفرانس کې افغان ولس او دافغانستان رښتينو مدني ټولنو دهغمږۍ جرګې ته ،چې د ( ٥٠ ) مدني ټولنواو بنسټونو ټولګه ده ، دګډون ونډه ورنه کړل شي ، نو بويه ،چې داکنفرانس به دلومړي هغه په څېر په افغان او افغانستان کې يو بل سياسي او پوځي ناتارته لمن ووهي ،چې نه يوازې مثبته پايله به ورنه کړي ، بلکې په هېواد کې به د( ٩٠ ) زېږدي لسيزې په څېر دکورنۍ خونړۍ جګړې اوربل کاندي ،چې داځل به يې بڼه دمذهبي او ايډيالوژيکي پرځاى ژبني او قومي وي .دشيطان غوږونه دې کاڼه وي ، ډېر احتمال لري،چې داځل به دافغان ملت داجګړه په ١٩٩٦ زېږدي لسيزه کې د افريقايي هېواد روندا په څېر خونړۍ وي . په نوموړي هېواد کې دهوتوا و توتسي قومونو ترمنځ کورنۍاو خونړۍ توکميزه جګړه پيل شوه ،چې په کمه موده کې د (٦٠٠ ) زرو په شاوخواکې بې ګناه توتسيان او منځلارې هوتيان په کې ووژل شول . اوس يو ځل بيا افغانستان دخپل سياسي ژوندانه له خورا حساس او برخليک ټاکونکي پړاو څخه تېريږي . نو پر همدې توسن ټولو افغانانوته ،چې له هر قوم ، توکم ، ژبې ، مذهب ، نسل او سمت سره تړاو لري او ځان رښتينى افغان او مسلمان بولي ،لازمه ده ،چې راپورته شي او يو بل ته ديو موټي اوواحد افغانستان د بقا او پايښت په موخه دملي وحدت لاسونه ورکړي . واحد او متحد افغانستان نه يوازې دپښتنو بلکې ددې خاورې دټولو قومونو او توکمونو په ګټه دى . دافغان ملت ملي وحدت کولاى شي ، چې دکورني او بهرني دښمن او ښکېلاک ټولې توطيې او دسيسې شنډې کړي ، او ګران افغانستان له روان کړکېچن ناورين څخه په بريمن ډول سره راوباسي ، او داځورېدلى او کړېدلى ملت او هېواد دهوسايۍ، آرامۍ او نېکمرغۍ په لور وخوځوي .
په همدې هيله !
فضل وزير هيله من