ماموت  بيا را ژوندى کېږ ي !

 
دساينس پوهانو د پلټنو، څېړنو او تحقيقاتو  په رڼا کې اټکل کېږي ، چې پينۍ (کاينات )(١٣٫٧ ) ديارلس اعشار يه اووۀ ميليارده کال پخوا پنځېدلې ده .دا، چې په دې لړکې زموږ پردغه خاورينه نړۍ کله او څه وخت ژوند پيل شوى ، تردامهاله  په دې برخه کې کره  شهادتونه ،مدرکونه او ثقه معلومات  په لاس کې نشته ،خوله هغې ورځې راهيسې  ، چې زموږ  پر ځمکه  انساني ، حيواني او نباتي ژوند پيل شوى ، نوزموږ  په خاورينه  نړۍ کې تل خورا لوى _ لوى طبيعي او غير طبيعي  بدلونونه راغلي ، چې په ترڅ کې يې دځمکې کُرې استوګن حيواناتو اونباتاتو ته خورا ورانوونکي زيانونه وراوښتي دي . هرځل ، چې زموږ په نړۍ کې طبيعي بدلونونه راغلي ، نورو رسره موسمي حالاتو هم بدلون موندلى ، چې بياهم دغو موسمي تغييراتو  زموږ ځمکنى طبيعت له ناورينونو سره  مخ کړى ، چې په پايله کې موږد حيواناتو او نباتاتو  ډېر مهم ډولونه اوتوکمونه له لاسه  ورکړي دي .ددغوطبيعي اوغيرطبيعي بدلونونه او ناورينونو له امله زموږ دځمکې کُرې څخه دلرغونو ژوو يوه ډله ډېر مهم وحشي حيوانات لکه  ډيناسوران (Dinosaurs ) داوسنيو تمساح ګانو  نيکونه ډېر غټ  تمساح ګان (Crocodiles ) اوتر اوسني پيل ډېر لوى  وړين پيل (Mammoths) له منحه تللي دي . دمثال  په توګه  اټکل کېږي، چې له نن څځه (٦٠ ) مېليونه کاله  پخوا پرځمکه  يو خورا لوى تشيالي کاڼى راوغورځېد ، چې په پايله کې يې نه يوازې ډيناسوران له منځه ولاړل ، بلکې دځمکې کرُې اقليم  هم ډېرتوده شو . په دغو لرغونو  حيواناتو کې يوهم د ماموت  (Mammoth ) لرغونى وړين پيل دي ، چې داوسنۍ  روسيې په شمال ختيځه خورا سړه سيمه سايبريه کې يې له نن څخه (١٠ ) زره کاله  پخوا ژوند کاوۀ . د لرغونپو هانو د پلټنواو څېړنو په رڼاکې څرګنده شوې ، چې ددغه ماموت نومي پيل ټول بدن په وړيو پوښل شوى ؤ . ماموت کولاى شول ، چې دطبيعت او چاپېريال  له خورا سختواوناوړه  شرايطواوحالاتو سره مبارزه وکړي او خپل ژوندته دوام ورکړي ،خوپه پاى کې دغه پيل توکم ماموت نومى ژوى په ناڅاپي توګه  له طبيعت څخه د الونيا اوپوپناکېدا عمل او پړاو سره مخ کېږي اوله نن څخه لس زره کاله  مخکې دځمکې نه له منځه ځي .دا،چې داپيل  ولې له منځه  ځي ، اوکومولاملونو يې د نسل په ورکېدا کې  رول لوبولى، تراوسه د ساينس  پوهانو اوژوو پوهانولپاره  په دقيق ډول  سره لاتردا مهال نه ده څرګنده شوې .اوس يوۀ تن جاپاني ډاکټر دروسيې په مالي مرسته پتېيلې،څوماموت  بيا راژوندى کړي . يادشوي ډاکټر په دې لړکې  يوه لويه  پروژه تر لاس لاندې  نېولې ده . هغه  به په لومړي پړاوکې  داوسني پيل له مني اوبو(Sperm ) څخه  نطفه لېرې کړي ،او پرځاى به يې دماموت  پيل يوه يخه شوې ( D.N.A ) په کې کېږدي،چې په دې ترڅ کې به يوګډ القاح شوى جنين منځ ته راشي .داجنين به داوسني توکم پيل په زليانځ ( رحم ) کې د ( ٢٢ ) مياشتې مودې له تېرولو وروسته د يوماموت پيل ګوټي په بڼه يو ځل بيا راوزيږي . په همدې موخه  دروسيې يوشمېر ژوو پالانو دسايبريه په هغه سيمه کې،چې لرغونو ماموتانو هلته ژوند کاوۀ ، دراتلونکو ماموتانو  داستوګنې لپاره يو پراخ ځنګلي پارک جوړکړى ،  چې د راتلونکي ماموت پيلانو ټاټوبى به وي . خوله بلې خوا ددې  ډېر لګښتي پروژې مخالفين بيا وايي، ددې پرځاى ،چې جنېټک پوهان  لرغوني ژوي کاپي کړي،او په  دې لارکې خورا ډېره پانګونه مصرف کړي،بايد داټولې پيسې دهغوحيواناتو د ژغورنې په موخه ولګوي ،کوم،چې دهغوى نسل د ورکېدا له ګواښ سره مخ دى .دا، چې لرغونى ماموت به يوځل بيا راژوندى شي اوکه نه ؟ دا به وخت ثابته کړي ، خو زموږ په جګړه ځپلي هېواد کې هم يو شمېر نوياته  مارغان او حيوانات د پوپناکېداله ګواښ سره مخ دي ، خوله بده مرغه، چې دافغانستان  دولت په دې لړکې کومه ښکاره اوکوټلي تګلاره اوستراتيژي نه لري . نوبايد دافغان حکومت  په دې لړکې څرګنده تګلاره  او ستراتيژي  چمتوکړي او دپلې کېدالپاره يې کوټلي او کارنده ګامونه  واخلي، ځکه دادهېواد په دواړو ( مادي او معنوي ) شتمنيواوبډاينه کې راځي .                                                                                         فضل وزير هيله من