غاښ ماتوونکى ځواب !

 
دتورې اوقلم  خاوند لوى  خوشحال  خان  بابا دخپل  ژوندپه هر ډګرلکه : سياسي ،پوځي  ،کلتوري،علمي،هنري ،ادبي اوداسې نوروبرخوکې برﻻسى  شاعر ، ليکوال او اديب   ؤ اودمغولي واکمنودښکېلا ک او زبېښاک پروړاندې يې په نوموړوڅانګوکې مبارزه کوله .اتل او تورزن خوشحال خان خټک دافغان ، افغانيت ،پښتون اوپښتونوالۍ ترپاک نوم اوشعارﻻندې دمغولي واکمنواودهغوى له ګوډاګيانوسره ډغرې وهلې ،ځکه خوپه ډېر وياړ،برم او پرتم  سره وايي  :
دافغان په ننګ مې وتړله توره  ××××× ننګيالى دې زمانې خوشحال  خټک يم 
دهندپرنيمه وچه  د مغولي واکمنۍ او امپراتورۍ  پرمهال  ددرباررسمي  ژبه  فارسي  وه ،اوخوشحال بابا دفارسي شاعرۍ  په  ډګر کې هم  د يوۀ پوخ شاعراواستاد په توګه پاتې شوى، چې په دې ميدان کې يې  هم خورا پياوړې  شاعري کړې  ده .يوه ورځ  مغولي  واکمن اورنګزېب  د دربار غوړمالواو تالۍ څټو شاعرانو ته وويل ، چې خوشحال خان  پرافغان اوافغانيت ډېر وياړي  .تاسوهغه  ته په شعرکې داسې څه ورؤواياست  او په  هغه  څه يې خوابدى کړئ ،کوم  ،چې بابا ډېرپرې  نازيږي  . همداسې يوه ورځ  ،يوتن  درباري  شاعر دمغولي  واکمن اورنګزېب په  لمسون خوشحال بابا ته په شعر کې وويل :
زسګ  (اف  اف )  ز زاغان  ( غان  )  گرفتند ××× يقناًنام  اوافغان گرفتند
ددې شعر په اورېدا سره ټولو درباريانو او ناستومغولي  واکمنواو چارواکو پر خوشحال بابا وخندل  ،خو باتور او زړور خوشحال بابا، بې له دې ، چې خپل مورال  وبايلي ، په قهر اوغصه شي اوياله ميدان څخه  وتښتي ، ډېر ژر په  زغرده ځواب ورکړ او ويې ويل :  
زمرتد (ميم )  ز چغول  ( غول )  گرفتند ××× يقناً نام  او مغل  گرفتند
له دې  ځواب  سره ټول  هک پک  او حيران شول  ، او دخوشحال  خان  خټک په شاعرۍ  ، ژبغړاندۍ اوحاضرځوابۍ يې اعتراف  وکړ ، او دهغه ستر ټولنيز او ادبي  شخصيت  ته يې سلام اودرناوى  وړاندې  کړ .                                
   فضل  وزير  هيله من !