
دطب پوهانو ديوې طبي پلټنې اوڅېړنې څخه څرګنده شوې ، چې دمورنۍ ژبې ترڅنګ ديوې بلې ژبې زده کړه دانسان حافظې دکمزورتيا او زوال څخه مخنيوى کوي .دانګلستان په يوۀ پوهنتون کې يوې ډلې ډاکټرانو هغه کسان ، چې دحافظې له کمزورتيا او زوال څخه يې شکايت درلود ، ترطبي پلټنې اوڅېړنې لاندې ونيول .په دغه علمي پروژه کې (٤٠٠ ) تنه دالزايمر په ناروغۍ اخته کسان تر علمي تجربې لاندې ونيول شول ، چې په ترڅ کې يې يوه جالبه او حيرانوو نکې پايله ترلاسه شوه . هغوکسانو، چې دمورنۍ ژبې ترڅنګ يې يوه بله پردۍ ژبه هم زده وه ، دهغوکسانو په پرتله ، چې يوازې په خپله مورنۍ ژبه پوهېدل ،په هغوکې دالزايمر ناروغۍ چانس ډېر کم ؤ .يانې هغه کسان ، چې يوازې يې خپله مورنۍ ژبه هم زده وه ، پېنځه کاله مخکې دالزايمر په ناروغۍ اخته شوي وو .دالزايمر( هېرتيا) ناروغي په بوډاتوب کې انسانانو ته ورپېښيږي ،چې له امله يې اخته کس خپله حافظ له لاسه ورکوي ،خپل ځان او خپلوان هم نه پېژني .
فضل وزير هيله من