تاج محل د اسلامي تمدن شاهکار!

  

تاج محل(عکاس :د روهي ويب پاڼې خبريال)
تاج محل د اسلامي تمدن يو بې سارى شاهکار دى.د تاج محل تاريخي ودانۍ دمغول بادشاه  شاه جهان له خوا د خپلې ګرانې مېرمنې ممتازمحل سره دبې کچې مينې په وياړ جوړه او ودانه شوې ده. سږ کال ددغه لوى اوپرتمين شاهکار(٣٥٧) مه کليزه پوره شوه .د تاج محل ودانۍ په ودانولو کې (٢٠) شل زره کارګران اومزدوران په ستړياوتې کار بوخت وو. ددغه تاريخي ودانۍ د جوړولو په خاطرد نړۍ له ګوټ _ګوټ څخه تکړه او نوميالي معماران ، تيږه توږونکي، مهندسان، حکاکان اومجسمه توږاندي وروبلل شول . د تاج محل ودانۍ په ښکلې ، ښايسته اوموزون ډول سره د سينګاراوپسول  په موخه له يمن څخه عقيق ، دعربستان څخه مرجان ، د فارس څخه ياقوت اود افغانستان څخه د بدخشان لعل وروغوښتل شول اوپه جوړېداکې يې وکارول شول. ترڅو، چې دغه بې سارى اوتلپاتې دمينې شاهکار له کابو(٢٢) کلونوپرله پسې کار وروسته د تکميل پوړۍ ته ورسېد. د تاج محل ودانۍ دنړۍ په عجايبوکې راځي اوهرکال د نړۍ له ګوټ _ ګوټ څخه په زرګونوګرځندويان اوسيلانيان ددې شانداراو پرتمين شاهکار لېدا ته ورځي. تاج محل دهندوستان د ګرځندوى صنعت په برخه کې دعايداتو يوه غوره، غوړه اوبډايه سرچينه ده.     پاى !
                                                                                                      فضل وزير هيله من