
نږدې دوه میاشتې وړاندې ترکیې دبهرنیو چارووزیر احمد داود اوغلو پلازمینې دمشق ته دپلاوي په توتګه واستوه ،چې ولسمشر بشار الاسد دېته رامات کړي ، چې دخپل ولس پر وړاندې له تاوتریخوالي لاس واخلي او له اپوزیسیون سره واک شریک کړي ، خو دبشار الاسد غبرګون او څرګندونو داود اوغلو هېښ کړ .
د ترکیې دبهرنیو چارو وزیر بشار الاسد ته هغه پیغام راوړې و ،چې دسعودي عربستان ، امریکا او خپله د ترکیې دریځ يې څرګندوه او دا ګواښ یې کړې و که چیرې بشار الاسد سمونې او اصلاحات رامنځته نه کړي نو ددې شونتیا شته ،چې دلیبیا په څیر کړنه ورسره وشي او هغه مهال به یې واک ورختم شوې وي دا مهال بشار الاسد دومره سوړ غبرګون وښود ،چې خپل ترکی میلمه یې هېښ کړ .
دسرچینې دوینا له مخې بشار له اوغلو وپوښتل د یو ډیپلومات په توګه نړیوال زبرځواکونه ،چې له سوریې سره چلند ټولو ته جوت دی ولې په سوریه کې دلیبیا په څیر لاسوهنې ته زړه نه ښه کوي ؟
داود اوغلو هیڅ ځواب ورنکړ ، بلکې له بشاره یې وپوښتل که چیرې تاسې داسې معلومات لرې ،چې زه يې د ترکانو داستازي په توګه نه لرم .
بشار ځواب ورکړ : زبر ځواکونه په ټوله مانا پوهیږي دا ،چې دهر لامل له مخې پر دمشق لومړی توغندی راپریوځي زه به شپږ ساعته وروسته ګرد منځی ختیځ په اور وسوځوم ، نظامونه به ړنګ شي دخلیجي هېوادونو د تیلو په ټولو څاګانو کې به د اور لمبې له ورایه ښکاري او دا مې هم له وسه پوره دي ،چې په سمندر کې ټولې لارې او ګودرې وتړم تاسې داسې فکر مه کوئ ، چې زه به باټې وهم ، ستاسې په هېواد او نورو کې دتصمیم نیونکې کړۍ په دې پوهیږي ،چې زه څه وایم او څه بیا کوم او که یوازې ویل کوم او بس .
بشار الاسد زیاته کړه : امریکا پردې ښه پوهیږي ،چې موږ څرنګه ورسره په عراق کې دصدام حسین دنظام په ړنګولو کې مرسته وکړه ځکه دا موږ هم غوښتل ،چې صدام باید نور نه وي او اوس هم امریکا پوهیږي ،چې په عراق کې ددوی دښکلتیا تر شا سوریه ده موږ خو اوس ورسره په عراق کې ټوکې کوو که چیرې موږ غوښتي وای ،چې په زرګونو سرتیري يې ووژل شي دا کار به مو له تردد پرته کړای وای . له ډیره پخوا زموږ سیاست داسې چمتو شوی دی ،چې موږ خپل ټولې پرې ( قطعې ) یو ځل میدان ته نه راغورځوو اوس دمشق په ډیره سړه سینه لوبه کوي .
سرچینه زیاتوي کله ، چې خبرې دې پړاو ته ورسیدلې او داود اوغلو داسې وانګیرله ،چې زه خو ددې سړي پر یوه خبره هم نه پوهیږم هغه د تګ اجازه وغوښته او له بشار الاسد یې وغوښتل که انقرې ته کوم پیغام لري ؟ بشار ورته وویل : دا چی کوم پیغام راوړې و دا د انقرې نه ، بلکې دا دنورو پلازمینو و او زه له تاسې غواړم ،چې زما دا پیغام ټکي په ټکي هغوي ته ورسوئ . دا مهال داود اوغلو چوپ شو ،چې بشار الاسد څه وايي : نوموړي ورغبرګه کړه که د دمشق پر ضد هر ډول لیونتوب ته لاس واچول شو زه به له شپږو ساعتو زیات وخت ته اړتیا ونه لرم او خپل ټول توغندي او سکاډ به دجولان غونډې ته ولیږدوم او تل ابیب به له خاورو سره برابر کړم او په ورته وخت کې به له حزب الله وغواړم ، چې اسراییل تر اور لاندې ونیسي او دا چاره به دهمدې شپږو ساعتونو په لومړیودریو هغو کې ترسره شي ،چې هیڅ استخباراتي سازمان به یې اټکل هم ونه کړي . بشار الاسد په پای کې دا هم وویل : په پاتې دریو ساعتونو کې به ایران په خلیج کې امریکايي سمندري بیړۍ په نښه کړي دخلیج شیعه ګان به راپورته شي او په هر ځای کې غربي ګټې په نښه کړي او داروپایانو او امریکایانو پر وژلو به لاس پورې کړي او په عربي نړۍ کې وار له مخې ځای په ځای شوي شیعه ګان به ټول ځانمرګي شي او په منځني ختیځ کې به دالوتکو تر تښتولو پورې خبره ورسیږي .