د جنازې خبرتيا

 د ټولو تګ د ده په لور دی
سراج الدین اریوبی ملی سوداګر، خیال الدین اریوبی او غوث الدین اریوبی وروڼه؛
سباوون پټان او ابوظر پټان زامن؛
میکائیل، رافائیل، جبرائیل، او اسرافیل اریوبیان وریرونه؛
عبدالکریم، عبدالحکیم، عبدالرحیم، ګل مرجان، حاجی محمد رسول، محمد کبیر، سیف الدین، عبدالحبیب، نجم الدین، عبدالحمید، عبدالعزیز، عبدالناصر، محمد فقیر، ملنګ جان، سرورجان، احمدشاه او نصیر اریوبیان د تره زامن؛
ایوب خان، حاجی عصمت الله خان، حبیب، حاجی زیارت خان، حاجی حبیب الرحمن، حاجی عزیز احمد، حاجی محمد خان، حاجی ولی، عبدالغفار، نقیب خان ځاځي د پلار د تره زامن؛
حاجی میره ګل ځاځی خسر؛ سمر ګل او سید ګل ځاځي اوښي؛
عبدالمتین، کوچی، جمشید، بابری، ساحل، شهنواز، عالمزیب، امجد خان، شپونکی او ایمل اریوبیان د تره لمسیان؛
سمیر، اریوبزی، جاوید، فرهاد، سید نظیر، غفور او خان اکبر خوریونه؛
د خوست او غزنی د پخواني والي، استاد معراج الدین پټان
د مړینې له کبله دوستانو ته خبر ورکوي، چې جنازه سبا د چهارشنبې په ورځ په یوولس نیمو بجو په دریمې کارتې په لسم سړک کې د ده د پلارینه کور څخه اخیستل کېږي او د جنازې لمونځ یې په یوه بجه د عیدګاه په جامع جومات کې ادا کېږي او وروسته تر هغه یې جنازه په شهدای صالحین کې د دوی په پلارینه ادېره کې خاورو ته سپارل کېږي.
د نارینه ؤ فاتحه بل سبا د پنج شنبې په ورځ د عیدګاه په جامع جومات کې د یوه نیمو بجو نه تر درنیمو بجو پورې د یوې ورځې لپاره اخیستل کېږي.