پکتيا والي: که د کار وړتيا نلرۍ نو استعفا وکړئ !



( سه شنبه د تلې ۱۲ مه )
که څوک د کار وړتیا نلری او په قاطعیت سره چاری نشی ترسره کولای نو استعفا دی وکړی چی پر ځای یی بل وړ کس په دنده و ګومارو
دا خبری سلاکار وزیر او د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد د پکتیا ۱۳ ولسولانو او امنیه قوماندانو ته په هغه غونډه کی وکړې، چې د ښې همغږۍ په موخه په مرکز ګردیز کی جوړه شوی وه او د ۵۰۵ سپین غر زون قوماندان جنرال ګل نبی احمد زی سربیره د پکتیا ۱۳ ولسوالیو ولسوالانو او امنیه قواماندانو پکښی برخه اخیستی وه
ښاغلی همدرد دوی ته ګوت څنډنه وکړه که په خپلو چارو کی جدی و نه اوسی نو له دندی به ګوښه کړای شی
همدا رنګه ده زیاته کړه چی اوریدل کیږی په ځینو مواردو کی ولسوالان په دنده موجود نه وی ، او همدا رنګه د امنیه قوماندان او ولسوال تر منځ هم له ځینو نا همغږیو خبریږم
ده کواښ وکړ که چیری تاسو د غه ستونزی تر ما را ونه رسوۍ نو راتلونکۍ به ستاسو سم نه وی


ددی تر څنګ یی له دوی وغوښتل که څه هم پکتیا کی مخدره توکی صفر دی خو بیا هم له ځینو سیمیو د چرسو د کرغیړن بوټی د کرلو خبر راځی که داسی وی نو جدی یی مخنیوۍ وکړۍ او که ستاسو په وس پوره نه وو نو مونږ په جریان کی کړۍ
د پروژو د کیفیت په اړه یی وویل که چیری هره پروژه په ټاکلی کیفیت برابره نه وی نو هیڅکله هم د هغی پروژی تسلیمی وانخلي او د قانون او همدارنګه د هوکړه لیک مطابق یی تر سره کړۍ
په پای کی ی وویل چی ښه حکومتداری هغه وخت راتلای شی چی خپل ولس او خلکو سره ښه سلوک وکړو ، ده یادونه وکړه چی د هر ډول اداری او اخلاقی فساد مخنیوۍ وکړۍ چی د هر واټن لامل کرځی
په دی غونډه کی د ولسوالانو سر بیره د ۲۰۳ تندر قول اردو مرستیال ، امنیه قوماندان ، د ملی امنیت ریس او د سرحدی پولیسو قوماندان برخه اخیستی وه .
رو ح الله سمون
د پکتیا ولایت دعامه اړیکو مسوول او ویاند
۰۷۹۹۰۰۲۲۳۳