
دلته راګیر په عالمونو کې عالم ستړی شودلته تړلی په فکرونو کې ماتم ستړی شوراځۍ چی رنګ راوړو له ستورو نه ښارګوټي ته موښار نور په ډیرو ډیرانونو کې د چم ستړی شودا به ښه نه وي چی مې خوله ورکړه او زړه هم ورکړم؟جانان په زړه پسې ملکونو په غم ستړی شود چا وزرونه دلته وسول د چا پښې ماتې شوېشیطان بهر په دروازو کې د حرم ستړی شوراشه که شور د توپانونو ستا سندره واخلينور په سخا زما د وینو هر حاتم ستړی شونور د عبرت له غږه ساه په ترنم کې اخليممتاز په څړیکو ټولولو د خپل قوم ستړی شو ============
۲ – ۱۱ – ۱۳۸۷