
منصور احمدزی
۲۶ /۰۹/۲۰۱۱
ایکاش : دا خلک اودقندهار ولس زمونږ اوازته پام وکړی او وایی وری که نه بیا به ډیره ګرانه پریوزی او دتاریخ بل دور به......
دګران هیواد دپتمن اوغیرتی تاریخ لرونکی تاریخ ساز ورورقندهاروعالمانو پوهانو مشرانو سیاست پوهانو مجاهدینو امامانو څوانانو لویو وړو خویندو وروڼو مشرانو کشرانوزموږ دا مطلب په غور سره وګوری او وایی وری :
دقند هار میرویس نیکه احمدخان ابدالی نازو انا ملالی رابعه او شرینواو نور ټول تاریخی غیرتی با ناموسه پښتانه وروڼه په قبرونو کی نسکوردی او سترګی نشی غړولی شرمیږی اوجاری دخپلو خویندو میندو وروڼواو لویو وړو نه خپلو خپلوانونه دغیرت شهامت شجاعت مردی نارینتوب افغانیت بهادری صداقت راستی او بلاخره هغه ځه غواړی کوم چې ستاسی پدی موجوده جرلنډوکی نشته او داد منی په شان دبل لپاره بد نامه شوی ده او دبل مزدوری خپل فخر بولی دا یوه بازاری غیر قندهاری څیره اونمونه ده نو مونږ دټول افغان یعنی له غلجی(احمدزو ستانکزوعبدالرحیمزو سلیمانخیلو... ) کرړی (څدراڼ منګل ځاځی خوستی تڼی خروټی ګربز....) صافو شینوارو مهمندو خوګیاڼو اندړو
وزیرو مسودو پشیانو تاجکو هزاره ازبکو ترکمنو...... دخپل مشر ورور قندهاری څخه دا غواړوچې دا لوښی دی پخپل درکی خوندی کړه او نور مو مه وژنی او دا هوښیار او لیونی پخپله دروساتی او که دا کار نشی کولای نو ر بیا موږته ددی چل را ځی.......
دا ولس دا خاوره دا ملک دا تاریخ دا دین دا کلتور دا ملی او معنوی شتمنی دا ننګ او ناموس دا ملی نوامیس او دا ټول پښتنی ارزش لرونکی برخی له موجوده ناګوارو بر بادونکو حالاتو بچ کړی دتیرو پښتنواو دنیکونوپه شان دا احسان پدی مظلوم ملت باندی وکړی دا ستاسو فرض او حق جوړیږی که نه ددی قوم لپاره لدی هری ورځی مرګ نه دیوی ورځی شهاد ت بهتره دی او بیا به یی پخپله بند وبست وکړو......
ایکاش : دشرم مارکټ موجود وای او دا متاع پکی وجود درلودلای مابه لږ پیسی قرض کړی وای او وطن پلورونکوته به می اخیستلای وای خو څه وکړم نه پیسی شته اونه هم دامارکیت اونه څوک دا متاع پلوری نوزه قندهار دځوانانو سپین ږیرو سیاست مدارانو عالمانو او طالبا نو څخه معافی غواړم دومره صبر وکړی چې یو لږ ډیری پیسی دقندهار دجامع جومات په ګدایی کی را پیدا کړم بیا به درته لږ شانته شرم واخلم په سترګو یی پوری کی او دهندی کجلوپه شان به سترګی در توری شی ټکری ( پوړنی )به په سرکړی او بیا به دا ګیله در نه نه کوو....
ایکاش : داکرزی دقندهار نه وای یا داد قندهار خلک دده قوم نه وای خبر خو نه یم چې ده اوکه نه ده خو داسی وایی چې قند هاری ده ما خو دقندهار دخلکودقندهار دپای لچانو دقندهار دبزرګانودقندهار دتورزنوغیرتیانواونورو نورو درنو خبری او اوازی اوریدلی وی او دا خو به تاریخ کی هم لیکلی وی چې دقندهار خلک وطن دوسته غیرتی بهادر تاریخی او اصلی افغانان دی او ډیر رښتیا ویونکی خلک دی بالکل دروغ نه وایی هر یو کار په توره میړانه غیرت رښتیا او شهامت سره کوی خو دافسوس جای خو داده چې دا یو هم پدی لوښی کی نشته او داددی زمان جر لنډو ده او قند هار یی وشرماوه زه پری شرمیږم چې دساسانی په وړاندی دمجرمینو او دڅوپنجشیریانولپاره.......
ایکا ش : احمدشاه بابا دقندهار نه وای هغه نن په قبر کی شرمیږی او وایی زما زوی به نه وی چې دبل یو داسی کس چا پلوسی تملق عذر ننواتی او زاری کوی چې .....او دهغه نه نن پناه غواړی او دهغه نه خپله برخه بیلول غواړی لعنت دوی پدی او لاده او دی پښتو او .......
ایکاش : دقندهار یو پای لچ بیسواد کلیوال خوقند هاری اودقندهار په کلتورعاداتو رسم او رواج غیرت او شهامت پوه خړ پړقندهاری دابدالی دکوراو کلی واکدار وای اوددی ولس خلکو اوداحمدخان پرمیراث خاوره دانوی بزنس نوای کړای او دا خاوره یی نه وای خرڅه کړی او ددی امانت ساتنه یی کړی وای دناکسانو اودافغانانو دقاتلانوتملق او چاپلوسی یی نه وای کړی او دپښتو او پښتنو په قدر پوهیدلای وای او دا چا نه ویلای چې دا کندهاری واک نلری اودخپل کور او کهول او هر یوشی واک یی دبل ده دا کندهاریان به زما په خبرو پوهیږی اوکه نه ...........
ایکاش : ددی وطن دین ولس ننګ ناموس غیرت کلتور دود دستور په قدر پوهید لی او داسلام پښتنو ملی افغانی کلتور تباهی بر بادی لپاره دی هلی ځلی نه وای کړی او دعیسویت بودایی لپاره د دا بی علمه او بی درکه خلک ولس نه وای پریښی دا قوم دا ولس دی ټول تباه کړه دبی دینی نه علاوه بداخلاقی بی شرمی بی عزتی او دپردو مزدوری جاسوسی او دشبکو او استخباراتی مراجعو دافزار اواله نه دی بل څه تری جوړ نه کړی شو..........
ایکاش : دا موجوده بی حیایی په نوم دیموکراسی دښځو منفی ازادی حقوق او ددی حقوقو تر سیوری لاندی دا لویه رسوایی داد تر جمانانو ریکارډ دا کلیساګانی او نور داد سوال یاری دی نوای کړی......
ایکاش : تا دټلوالی( دافغانانود قاتلانوجاسوسانواو پیږندل شویوجنګی جنایاتو سردارانو ) کریم خلیلی قسیم فهیم عبدالرشید دوستم یونس قانونی حاجی محمد محقق ډبل عبدالله علاوه دنورو جنایاتو ژبنی سمتی مذهبی دافغانستان تجزیه او دهری بهرنی شبکی جاسوسی سلول غړو ملګرتیااو سازشونه ددیپښتون قوم مخالف نه وای کړی او دهغوی دباداری وسایل او اسباب دی نه وای برابر کړی دا چپړاسی توب اودا پیغور دی دی تاریخی قوم ته نه وای کړای نوبیا خو په هرحال دا قوم دا ټول افغانان به په تا ولاړولو.........
ایکاش : تا ددی صلاحیت در لودلای چې دکابل دوروستیو بریدونواو نا امنیو له امله مسولین له دندو ګوښه کولای شوای اوډبل عبدالله چې ددوهمی ښځی یا معشوقی مریم نجفی د پاریس اوسیدونکی له ویری هند ته تښتیدلی وه د ربانی په مړینه کی یی کرکړی وهلی او درته ګوت څنډنه یی وکړه نو ر دا پنځه فیصده واک چې در سره دی هغه په هم را پریږدی .
ایکاش : ته پښتون وای یاد پښتو په مطلب پوهیدلی نور به نه وایم چې زما او زما دپلار دوستان او خپلوان دقندهار دی او دتاریخ جنډه یی دهند تر کشمیره تر دهلی او مشهد او نیشاپوره پوری لا رپیږی او نن یی هم خلک قدرلری خو ته ددی جوګه او قدر نلری او دوطن فروشانو یومشر یی خو دا دبن کنفرانس او دا مداری ګیری اودا تجزیی تجزیه دافغانستان به ددی ملک دتباهی قربانی او بر بادی اخری تاریخ وی او دا قربانی به یوازی د پښتون نه وی دا خاوره به دخپل او پردی په وینو ولامبی .......
ایکاش : تا دادرک درلودلای چې افغانان غلامی دبل واک دبل تعرض دبل اختیار دبل دین دبل اخلاق او خود غرضی یی نه منلی او نه یی منلی شی او نه به چیری هم ستاسو په شان داقوم دا خاوره او دا ولس خرڅ کړای شی او دا ستا شاوخوا مجهول الهویه څیری دتا سره ددی خاوری دفروش اقدام وکړی بیا به حالات نوروی .
اوس وخت ددی رارسیدلی دی چې د هیواد عالمان روشنفکران په دننه اوبهرکی سره یوموټی او دقندهار خلک دنورو قومونو خواست ته درناوی او دوروری لاس ور کړی ترڅودا خاوره له پردی ګمارلی او دریمی سقاوی څخه نجات ورکړی پری نږدی چې نوری اوښکی او وینی وبهیږی .
دسمسور یو موټی اوبا ا منه افغانستان په هیله ۰
پای