
منصور احمدزی
04-04-2012
زموږ په هیواد کی نن ورځ علم پوهه تخصص کار ی تجربه دمصلحتونو او سازشونو قربانی ګرځی کار اهل دکارته نه سپارل کیږی بلکه هرڅه په زور اوزر سره پرمخ ځی او اداری فساد هم لوړی کچی ته رسیدلی دی چه نن سبا خو فساد نه ده داد غربی ازادی امریکایی دیمو کراسی او مو جوده نظام پیشن او دښکلا یو رازده او داداری فساد بل سوغات هم بی عدالتی دی ښاغلی کرزی هم د دولت لوړ پوړی چارواکی په اداری فساد کی ښکیل او ویلی چه
د دولت هغه کارکونکی چه دوه ګونی تا بعیت لری د فسا د پراخید و ته لمن وهی .
لوړ پوړی ( قدرتمند) د ولتی چار واکی له عد لی تعقیب څخه د معا فیت له امله داداری فساد د پراخوالی سبب ګرځید لی او زیاته کړی دی چه نن څوک چه زور لری معا ف دی .
د بل لوری دځینی بشری ټولنود سروی له مخی په تیرو (۵۰) کالو کی دکرزی حکومت تر ټولو زیات په اداری فساد ککړ او دبشری حقونو څخه سر غړونکی دولت بلل شویدی .
همدا رنګه په نړیواله کچه دکرزی حکومت په اداری فساد بشری حقونو روغتیا بی کفایتی نا امنی او نورو برخو کی د پای له لوری لمړی او یاهم دوهم مقام هر کال ګټی .
اوس چه ګوروغل هم وایی دخدای لپاره دکور څښتن هم وایی دخدای لپاره ګنهګار څوک دی ایا ګنهګار هغه تنکی ماشومان دی چه ټوله ورځ په ښارونو او واټونو کی يوګیلاس او به پلوری او یا دموټرو ښیښی پاکوی او که هغه (۵۰) زره ماشومان چه کابل ښار د خښتو بټیو کی دخپلی کورنی لپاره دیوی ګولی ډوډی په خاطر کار کوی مګرد دا خله وزیرصاحب شخصی پولیس پیسی ور څخه اخلی یوه لوری ته بلکه پرمخ دڅا پیړوپرهارونو سره یو ځای کورونو ته لیږی تر څود کورنیو چارو وزیرصاحب بسم الله خان د میلیاردرانوپه کتار کی وشمیرل شی ځکه چه دشمالی ټلوالی په مشرانو کی دمیلیاردری سیالی روانه دی .
دکورنیو چارو وزیرد صاحب بس دی ژبه پالنه بس دی سیمه پالنه بس دی ګوند پالنه بس دی افغان وژنه بس دی یتیما نول بس دی غلا بس دی جاسوسی بس دی جونګړو ورانونه بس دی هیواد سره دښمنی بس دی نور شرم دی یو ځان شرموی بل جهان شرموی تا خو ځان وشرماوه تاریخ دی هم وشرماوه دا ولی له حقیقت نه ګریزان یی له خپلو تیرو مشرانو هم پند نه اخلی په خپلی کورنی هم رحم نه کوی دا افغانان مه تباه کوه مرګ حق دی کفن شک دی غلیم به دی تر څو په سر لاس ایشی وی نور بس دی.
کرزی په اداره کی دکورنیو چارو وزیر سر بیره د پنجشیر سیمی ځینی نور کسان لکه یونس قانونی ډبل عبدالله امرالله جنرال ظاهر اغبر بابه جلند ر جنرال جرات امرالله او داسی نو رډیر چه په ډول ډول جرمونو قتل عامونو فساد او وطن فروشی کی دروسانو له وخته تر نن پوری تر ستونی ډوب دی ډبل عبدالله او یونس قانونی دعام وژنووطن پلورنو اخلاقی رسوایانو تر څنګ هغه تړون چه د د ایساف سره لاسلیک کړیدی ملی خیانت د افغانانو او افغانستان سره دښمنی په ډاګه کړیدی .
دکرزی په اداره کی بی لدی چه کوم معیارونه په نظر کی ونیول شی هر ډول امتیا زونه د پنجشیر او نورو سیموجنګی مجرمینو ته ورکړی اودا لړی دوام لری .
دکورنیو چارو وزیر ( ګنج الفسات ) ککړه څیره د مړه احمد شاه مسعود په شان خوبونه هم وینی چه هغه به ویل زه به هلته ارامه شم چه کابل کی دکوردروازه وټکول شی چه د څوک یی (په پښتو ژبه خبری ) اواز وانه ور یدل شی چه مسعود او نو ر لدی ارمان سره ګورته ولا ړل .
دکورنیو چارو په وزارت کی کوم تغیرات چه دژبنی او سیمه ایز تعصب له امله په وزارت او مر بوطاتوکی را منځ ته کړی دی دټو لو هیواد والود کرکی او نفرت سبب شویدی او د ولسی جرګی مربو طه څانګی مسول هم تایید کړی چه په نوموړی وزارت کی تعینا ت ګوندی بڼه لری البته ټول اسناد یی دکاغذ پر مخ موجود دی .
ددفاع وزارت په دوران کی چه لوی درستیزوه په میلونونو ډالر یی د تعمیراتو په برخه کی تر لاسه کړی د دی نه علاوه نوری داسی نا شونی په دفاع وزارت کی تر سره کړی چه دحیرانتیا وړدی یو تن په نوم داحمد ضیا یفتلی چه دروغتیا مشر په توګه ټاکلی وه نوموړی د (۴۲) میلونو ډالرو په ارزښت سره طبی سامان الات چه دناتو غړو هیوادوله لوری ور سره مرسته شوی وه پلورلی وه چه په لمړی ځل د روهی ویب سایټ ورڅخه پرده پورته کړی وه .
نن ورځ دا مسله بیا را پورته شوی چه د سپرغی ویب سایټ په پوره توګه خپره کړی هغه داچه د سردار داود خان روغتون د پلټنو څخه څرګندیږی چه نا تو داعتبار وړ لاسوندونه لری چه پرمختللی روغتیا یی وسایل د د فاع وزارت دروغتیا ریا ست ته سپارلی وه زیا تره برخه غلا شویدی چه دا غلا (۴۲) میلونه ډالره تخمین شویدی چه پدی غلا کی جنرال احمد ضیا یفتلی دروغتیا ریس او جنرال محمد زمان غیرت مل دروغتون پخوانی مشر په ګوته شویدی چه غیرت مل ویلی دی چه دا مسله دروغتون په سر طبیب پوری هیڅ اړه نلری ځکه چه ټول اکمالات دروغتیا دریاست له لوری کیدل او دروغتون معتمد ته سپارل کیدل جمع او خرڅ هم په معتمد پوری اړه در لوده اوس دا باید روښانه شی چه اصلی بیه دسا ما ن الاتو څومره وه او چیری پلورل شوی په ایران هند پاکستان او که د مرکزی اسیا پر هیوادونو پلو رل شویدی ځکه چه زموږ هیواد کی داسی شخصی روغتون نه تر سترګو کیږی چه په دومره لوړه بیه سا مان اوو سایل را ونیسی همدا رنګه ځینی نوری زړه در دونکی پیښی هم په نوموړی روغتون کی را منځ ته شویدی هغه د دی
پر ځای چه د زخمی سر تیرو علاج وشی بلکه زخمی سر تیری له لوږی په روغتون کی په حق رسیدلی دی .
دغلا شویو سا مان الا تو بیه چه (۴۲) میلونه ډالره په ګوته شویدی دهغه څخه (۲۸) میلونه ډالر دبسم الله محمدی کورنیو چارو وزیر بر خه رسیدلی دی پوښتنه دلته دی چه کرزی او امریکایان ولی دبسم الله محمدی مخه نشی نیولی او که دجوال خوله ورسره نیسی که داسی نه وی بی دامریکی له ملاتړی د محمدی په ګډون ټول پیږندل شوی جنایتکاران یوه ورځ کابل خو پریږده په افغانستان کی هم نشی تیرولی ځکه دوی له پخوا پیږندل شوی چه همیش د پردو پر مټ نازیږی او د تیښتی زمریان دی .
په زړه پوری خبره خو دلته دی چه تیر کال هم د (۴۲ ) میلون ډالروپه ارزښت دغلا سا مان الا تو په اړه ارګ کی غونډه جوړه شوی وه او پریکړه یی کړی وه چه ناتو ادعا لری مګر کوم ثبوت نلری .
پو ښتنی اوس دلته دادی چه ولی تیر ځل پلټنی ونشوی او نن ورځ ولی پدی هکله پلټنی کیږی ایا دحکومت دننه جدی ستونزی را ولاړی شوی او که نا تو غواړی په رښتیا سره دغلو مخنیوی وکړی دا ګرانه دی ځکه چه ټول غله اوقاتلین د طالبانو له سقوط څخه وروسته امریکا او نا تو بیا راوستل او قدرت یی پلا س ورکړهمدا غربی استعمار په افغانستان کی ارزان بیه مزدوران پیداکړی ځکه چه دوی له خپل ماضی څخه په ویره هر ډول دغلامی زنجیر په غاړه کی اچولی
شغال یو وړوکی ځنګلی غوښی خوړونکی ځناورچه سپین سترګی او مردار خوردی کله چه مرداری ته ورشی وګوری چه نور ځناور نشته مرداره ژر ژر وخوری او له سیمی وتښتی نن ورځ افغانستان هم زمری نلری میدان شغالانو ته پاته دی .
دکورنیو چارو وزیرپدی فکر کی دی چه ستراتیږیک تړون به دامریکی سره لاس لیک شی نوربه ددو ی ګټی اوژوند خوندی وی چه دا هم لویه اشتباه کوی امریکایان خپل مزدوران تر هغه وخته کاروی او دشتمنی خاوندان یی کوی چه ورته ضرورت لری مثال حسنی مبارک دمصر تیر ولسمشر چه د حکومت ټول وخت یی دامریکی او اسراییلو په چوپړ کی تیر کړ دتونس جمهور ریس دلیبیا شهید مشر انجام څه شو او دارایی ګا نو باندی نن غربی هیوادونو خولی پټی کړی زموږ پرهیواد تپل شویو اجنټانوهم سترګی ډالروړندی کړی غوږونه یی کا ڼه او پر زړونو یی مهرونه لګید لی دی په عیش او نوش کی ډوب دی داسی ورځ را روانه دی چه بیا دګولی ضد ګاډی دنګی دنګی بنګلی او ډالر یو هم په درد نه خوری بیا به د مچانو په شان به سر او تندی وهی هیڅ به پلا س نه ورځی .
د کورنیو چارو وزیرصا حب بسم الله محمدی نور بس دی يوازی کابل کی مو د(۷۰) زره څخه زیات شهیدان کړل
بیت المال مو چور کړافغان هغه قوم دی چه دښمنی نه هیروی داسی وخت هم را ځی چه دوچو له زوره لانده هم سوځی
اوس به و لیدل شی چه ناتواو امریکایانو په رښتیا سره د فساد له منځه وړلو په خاطرملا تړلی دی او که دنورومخو لپاره جوړ جاړی ته رسیدل غواړی او له یوه ګریوانه سرونه راباسی که دا سی نه وی و به ګور وچه په رښتیا سره هم بسم الله محمدی دکورنیو چارو وزیر د محکمی په انتظار شپی او ورځی سبا کوی ............؟
د سر لوړی با امنه د جنا یتکا رانو اومفسد ینو څخه پا ک افغا نستا ن په هیله
په درنښت
یو دردیدلی شاعر وایی
بسم الله خان ناست په بنګله کی ګرل فرینډ سره هټیږی
اوښکی تړمی پر مخ زما ځی ما شوم راته جړیږی
ماویل نن به می زړه چوی خو وختونه دی تیریږی