مجددی د تا ريخ په تله کی

  منصور احمدزی                     

26-03-2012
دخلکو سره دلیدلو او کتلو پر مهال  په سلام اچولو کی وړاندی والی کوه
سلام کونکی ته(۹۰) نیکی او جواب ورکونکی ته (۱۰) نیکی ور په برخه کیږی
کله  چه پاكستان كشي دمجا هد ينو په نوم سره حكومت جوړ شوصبغت الله مجددي ډیره لیواتیا ښودله چه دلمړ ني جمهور ريس په توګه وټاكل شی که صلاحیت او کاری توان هم  ونلری مګر دنامه لپاره چه په تاریخ کی دجمهور ریس په تو ګه  ولیکل شی ډیر ارزو مند ه  وه چه بلاخره همداسی وشو
مجددی كله چه كابل ته را ورسیده او حالات ئي له نږدی وليدل چه واګي دمرحوم احمد شاه مسعود اومر حوم ربا ني دكسا نو پلا س كښي  دي ر ئس جمهور سمبولي بڼه اختيار كړه  مجددي چه نه دمجا هدينو او  نه هم په ولس كښي  كومه پشتيبا ني  درلوده نور ئي سكوت اختيار كړ  څه چه پلاس وره نه غلل نورڅو ګوډ او مات مجاهدین یی چه در لودل دپلچرخی څو ډیپو ګانو مواد یی په چټکی سره پیښور ته دخرڅ لپاره ورسول دارګ او شوخوا نورو ځایو څخه یی څه قالینی وتښتولی لږ او ډیر دبانکونو څخه هم شوکی وکړی زیا تی ځکه نشوی کولای چه هر څه دمسعود په کنټرول کی وه  بیا یی د جنرالانو په توليد شروع وكړه كه تعليم به ئي درلوده اوكه نه در لوده دخپلي پارتي علاوه څوك ئي چه پيږند ل او كه ئي نه پيږندل دجنرالي رتبي وركړي دايوي خواته دبدي هيلي په خاطرددوستم رتبه ئي هم لوړه كړه چه كه دجمهوري رياست ددوري په اوږديدو كښي ورسره مرسته وكړي  دوستم ګلم جم دافغانستان دتا ريخ هغه بد نامه څيره دي چه له  ببرك  څخه و روسته  به تا ريخ پوهان د هغه نوم په دوهم  تور رديف كښي وليكي
مجددي كله چه له يوه سفر څخه كابل ته راستون شو هوايي ډگر ته نږدي ئي الوتكه وويشتل شوه چه الوتكه ئي زيانمنه مگر هوايي ډگر كښي راكشته شوه كله چه له الوتكي څخه را كشته شو نور بي لدي چه حقايق ځانته معلوم كړي حكمتيار  ته ئي په بد و اورد و خبرو شروع وكړه چه ديوه  جمهورریس څخه دداسي څرگند ونو  توقع نه كيږي ( مجددي دلته خپله مریضی او بی کفایتی افغانانو ته وښودله ) دا څرگندوني د مرحوم ربا ني اومرحوم مسعود دراضي ساتلو په خاطر وكړي مګر ( اصل  حقیقت الوتکه دمسعود له لوری ویشتل شوی وه ) كله ئي چه دکار موده ختمه شوه نور هيچا هم  مظلوم سره مرسته ونكړه اود بلي خوامر حوم رباني هم ورته په كمين كښي  وه او  ډير ارمانجن وه چه كله به دجمهو ري ريا ست  پرچو كي باندي كښيني چه پدي بر خه كښي به دكابل او سیدونکو ويل چه رباني صا حب ويل چه ارگ او يا مرگ هغه وه چه دهغه دواړه ارمانو نه هم پوره شو کله چه خوند ئي وليده نورهغه دي ته تيار نه وه چه قدرت څخه لاس واخلي ولو که هرڅومره دبی ګنا ه وګړو وینی وبهیدلی د ځینو سر چینو له مخی چه یوازی دکابل ښارکی د (۷۵ ) زره اوسید ونکو وینی د مرحوم  ربا نی او مرحوم مسعود د  روسانو په امراو خود خواهی قربانی شوی ددی سره سره بیا هم دی ته تیار نه وه چه له عام وژنی څخه لاس واخلی  ترڅو چه طالبان دكابل شااوخوا ته را ورسيدل دكا بل اوسیدو نکو ورته هر كلي ووايه نورمر حومانو رباني اومسعود يو ساعت هم مقاومت  ونكړای شو خور جین او پکول هم ور څخه پاته اودتيشتي لاره ئي خپله كړه پدي خاطر  چه دكابل اوسیدونکی ئي له  ظلم  تیری   چور وچپاول دسقاویانو په شان   په تنگ شوي او  ددریمی سقا وی  په نوم سره یی یادول
مجددي دجمهوري ريا ست له ختميد وڅخه وروسته مخه دچها ر اسياب په لوروكړه اوحكمتيا ر ته ور مها جر شوچه هره ورځ  یی ميكرو فونونه  يو په بل پسي اخستل دټولو مسا يلو څخه  پرد ه پورته كړه او په بدو رد ویلو مرحومانو ربانی او مسعود ته شرو ع کړی وه دافكر ئي نه كولوچه پرون ئي څه ويلي وه اونن څه وايي ګرچه په بی ربطه او له چو کا ټه بهرڅرگندونو كښي نو موړي سابقه لري  چه خبر نگارانو به هم كله كله پو ښتني ور څخه كولي چه دنن ورځي څرگندوني مو له تيرو څرگندونو سره  په ټکر کی دی
زما یو شخصی دوست چه دجرمنی د فوکوس مجلی دتحریر غړی وه یوه ورځ می پیښورکی ور څخه وپوښتل چه کوم جهادی مشرانو سره مو لیدلی دی هغه دځینی مشرانو نومو نه بغیر دمجددی څخه واخستل ما ور څخه وپوښتل چه مجددی  سره مو ولی ندی لید لی هغه خو پرو فیسوردی او دمجاهدینو دیوی ډلی مشری هم په غاړه لری هغه راته وخندل بیا یی راته وویل چه درست دی په افغانستان کی پرو فیسور دی نوموړی سره چه خیری کوی هغه خپلی  ټولی خبری په خپلی کورنی  څرخوی چه زموږ کورنی په تیرو وختو کی داسی  ..........کړی بل ما دنوموړی او پارټی په هکله پوره مطالب لوستلی دی خپل وخت بی ځایه نه ضایع کوم  
كله چه كرزي دامريكايانوپه  زور کابل کی  واگي تر لا سه كړي دطالبانو نظام ړنګ شو مجددي هم خوښ ښکاریده ځكه چه كرزي  پیښا ورکی د نوموږی د دفترما مور وه  اوس به نور مجددي ډالر په استخارو نه لټوي اوكرزي به صلا حيت اوامكانات پلا س وركړي چه همداسي وشول مگرددي سره سره بياهم مجددي  كله كله ناراضه او نازونه   کو ی حتي تردي چه دولسي جرگي په تالار كښي دولس دنمايند گا نو په وړاندي له دندي څخه استعفا وركړه مگرډ يري ورځي نه وي تيري چه بيرته ګړند ی د ند ي ته را وگر ځيده او خپله استعفا ئي بيرته واخستله چه دا د نومو ړی له ځا نګړ و خصو صیاتو څخه شمیرل کیږی  
مجددي ډ يره مو ده دمشرانو جرګي  مشري په غاړه درلوده او كله كله به د پاكستان استخباراتي اداري   اي  اس  اي  ته هم په غصه كيده دا معلومه نه وه چه دا په غصه كيد ل  دافغانستا ن دگټو  په خاطر وه كه دخپلي زړي دښمنئ اوكه د......... په خاطر مگر دايران په باره كښي ئي په خوله مهر لگولي  وه تر ننه كه ايرانيانو  80 زره افغان مهاجر په ساړه ژمي كښي له سر حده را واړول كه ئي زندانو کي اچول كه ئي په دار ځړول  كه ئي په سرحد كښي شهيدانول  اویا یی   دافغانانو 2000 د تيلو ټا نكرونه په سر حد كشي د ر ول چه ضرر ئي نه كرزي ته اونه هم مجددي ته رسيد ه  بلكه دافغانستا ن عام ولس  په   ساړه ژمي كښي  متضرر كيدل   پټه خوله پاته کیدل خو هم بی مطلبه نه وه تر نن پوری
په ايران كشي دافغانانو داعدام مسا يل څوڅو ځله په مشرا نو جرگه كښي با احسا سه سنا تو رانو را بر سيره كړه  مگر د نه همكاري يابل كوم علت ......... په وجه خاموشه پاته کید لی  
مجددي صاحب ته دمشرانو جرگي مشر توب ډ ير لوي مسوليت  د ملت له لوری ور په غاړه شوی  وه اودبل لوری د یوی مذهبی کورنی سره تړاو لری او دڅو میاشتو لپاره دریس جمهور نوم هم ور باندی پروت وه دا مسولیت په ډیره بی مسولیتی  ډیره بی پروایی او بی کفایتی سره پای ته ورساوه پدی  هكله  که ملت ته ځوابگوي نه وی  الله (ج) ته خو به خا مخا ځوابګویه و ی
مجددي صاحب دملي اردو منحل كيدل مر حوما نو ربانی او مسعود ويلي وه چه داكار مجددي وكړ او  پړه یی پرتاسي در اچولي وه او تاسی هم تر نن پوری پدی هکله سکوت اختیارکړی چه دا د جرم  ثبوت دی   داخو بيت الما ل و ه نه كومه شخصي شتمنی چه بيه  ئي  څو سوه ميليا رده ډا لره اټکل کیدای شی  او دا مو دملي شتمني سر ه لويه جفا  کړی
اوس به راشو اصلي مطلب ته دامريكاپخواني  دفاع وزیر رامسفلد په خپل دخا طرا تو كتاب كښي ليكلي دي چه دعراق ستر مذهبي مشر علي سيستا ني ته مو دوه ميلونه ډالر وركړل اوتري مو وغوښتل چه عراق مونږ ته تسليم كړه او فتوا صادره كړه چه جگړه دامريكا يانو په وراندي حرامه ده .      
مجددي صاحب تا سي هم  فتوا صادري كړيدي چه .  
.  بهرنيان مو ميلمانه په گوته كړي  
دبهرنيانو بايد ساتنه وكړو.
دبهرنيانو وژنه حرامه دي .
پرون مو د کلدارو په خا طر دجهاد فتوا صادره کړه اونن د ډالرو په خاطر برعکس فتوا صادره کړه .   
سوالو نه دلته پيدا كيږي چه درو سانو په مقابل كښي مو په څه دليل دجهاد فتوا صادره كړ ه .     
دنن ورځي او پرون  ورځي اشغال تر منځ څه تو پير موجوددي .
يو ايراني تالي څټئ چه ددفاع په وزارت كشي ناست د ي اوځان ددي وزارت  ویا ند معرفي كوي په ايراني ژبه خبري  كوي دبلي خوا اواز ئي هم داوريد و وړندي دټانګ په شان غوريږي غير مسؤلا نه څرگندوني كوي چه مظلوم دافغانستان له تاريخه خبر ندي وايي چه پښتانه  دطالبا نو په خاطر داعتماد وړندي لدي امله په ملي اردو  كښي ډیر نه شامليږي دا ډول وهونكي د ومره فكر نه كوي چه ديوه قوم په هكله داډول زهر لر ونكي تبليغات دبهرنيو تالي څټو دنده دي دبل لوری په نوموړی وزارت کی بل داسی کوم کس نشته چه اواز یی د پوهاوی وړاودملی یوالی په نظرکی  نیولوسره څرګند ونی  وکړی
پدي خاوره كښي چه هر څوك  اوسيژي افغان دي اوپدي نوم  با يدافتخار وكړي  دهيواد سره مينه ولري او تر ټولو مهمه چه اسلام ددي هيواد دټولو وګړو مشتركه روح دي  او دد هيواد وګړي يودبل سره دنوك او وورئ حيثيت لري چه نوك له  وورئ څخه جدايي نلري
دبهرنيو فو ځونو لخوا په هیواد کی  دكيميا وي وسلو استعما ل زمونږنسلونه نسلو نه به لد ي څخه كړيږ ي او نن هم په ډول ډول  رنځونو اخته شویدی تراوسه پوري په وړاندی هيڅ كوم اقدا م و نشو  
          
د كا بل په ښار كښي دلسوڅخه زياتي كليسا گاني جوړي شويدي چه دداخله وزارت او ملی امنیت  د تائيد مهر پري لگولي دي اود بهر نيو چارو وزارت هم د لسو كليسا گانو شتون په كابل كشي منلي چه دستوري مجله په  20 دجوزا  1389 كال كښي  راپورخپور كړيدي دولسی جرګی تیری دوری وکیلانو دا موضوع لږ شا نته وښوروله مگر بيا تر اوسه پوري موضوع گو نگه  پاته دي  خارجه وزير صاحب زلمی رسول  خو پدا سي اونورو مسئلو باندي خپل وخت نه ضايعه كوي هغه یو ډیموکرات شخصیت دی دیندار او بی دینه  ته په یوه سترګه ګوری   
اوس چه دي ناخوالو ته وگورو ددي ملت هيڅ غمخور نشته هرچا دخپلو شخصي ګټو لپاره كار كړي اودملت پر سر ئي تجارت كړي دي او س هم روان دی    دكونډ و   ماشومانو   معيو بينو  اوشهيدانو  ا و  بیوزله مها جرو پركورنيو هيڅ ندي رحميدلي اونه رحميږي   له خدای پاک سره دروغ    له قران سره دروغ   له عالم او تعلیم یافته سره دروغ   له دندی سره دروغ   له ځان سره دروغ    ضمیر سره دروغ   مګر ځان افغان ګڼو    شرم وحیا نلرو    ایا زموږ تاریخ   زموږ کلتور   زموږ نیکونو    زموږ اجداد   دروغ ویل     تاریخ ګواه دی .
جناب مجددي صا حب  تاسي ديوه روحاني مشرديوه جهادي مشراو تير شو ي ولسمشر په توگه ددي مظلوم ملت په وړاندي څه مسؤ ليت درلوده اواوس ئي لرئ  تاریخ به تاسی په کومه تله تلی او خداي  پاك ته به څه ځواب  وا ياست چه هلته   دروغ او  ډالر یو هم نه چلیږی .
خود ستا نی پیشه شیطان بود          هرکه خودرا کم زند مردان بود
په درنشت