مات یم مات یم یاره ستا پر وړاندې مقاومت نه یم
غر که هم شم بیا هم ستا د سترګو د طاقت نه یم
خیر دی که پیمخو ته مې خوله اوبه اوبه شوله
ګرم لمر ته واوره ولې کیږي ملامات نه یم
مال خو وسیله ده نور نو ته انسان او زه انسان
ته له ما اوچت نه یې او زه له تا اوچت نه یم
زړه مې چې هر ښکلی خوښوم خوښه مې خپله ده
زه خو څه یوازې د یو ښکلي امانت نه یم
وخته داسې زر خو جلان مه بیلوه یاره څخه
لا خو په خوږو او ترخو پوی د محبت نه یم
۱۱ سلواغه ۱۳۸۹
سیدجیلاني جلان کابل ژوندون راډیو تلویزیون
وروستي