زه پښتو يم

پنځه زره کاله کيږي، چې زه په دې خاوره شته يم، څوک چې ما په خپله ژبه اړوي هغو ته دنيا کله اپګان، کله افغان، کله پټان، کله پښتون او کله نورې نامې اخيستي دي، خو اوس زياتره په پښتون سره ياديږي.
زه يوازې ژبه نه يم، بلکې د پښتنو لپاره يو منلى قانون هم يم، چې په پښتونولۍ مې يادوي، زه په خپل ذات کې پوره او کره يم، څوک چې زما په غېږ کې لوبېدلي او رالوى شوي او زما اصالت او رسالت يې پېژندلى، تل په هره تياره کې ځليدلي او ابدي ژوند يې په نصيب شوى.
تر څو، چې پښتون زه له ځانه نه يم شړلې، ما هېڅکله د ده خوا نه ده پرېښي او په هر کنډو او کږلېچ کې ورسره تللې يم، تردې هم، چې زما له نومه يې ناوړه ګټه کړې او زما په سر يې ناروا کارونه ترسره کړي دي، خو ما تل له صبر او زغم نه کار اخېستى او هېڅ وخت مې په نيمه لار کې نه دى پرېښى.
زه له پېړيو، پېړيو راهيسې په مړژواندي صورت ځان راڅکوم او تر ننه پورې راورسېدم او لا به هم روانه يم او ترڅو، چې پښتنو راته مخه ښه ويلي نه وي، په خپله ژوبله، ژوبله سټه به ورسره تر ابده روانه يم.
ما د پښتنو لپاره ټول عمر قرباني ورکړي او ډېرو پښتنو زلميانو هم له ما سرونه قربان کړي دي او لا هم ډېرې درنې درنې سټې لرم، چې پر ما له هېڅ ډول سرښندنې درېغ نه کوي، خو ډېر وخت راسره جفا هم شوې او له راز راز ناځوانيو سره مخ شوې يم، د ډېرو په ويلو خو يې ژبه اجازه نه راکوي او نه شم کولى، چې د زړه ټول بړاس وباسم، بلا ډېرې ګيلې لرم، له زړه مې د ګيلو ګودام جوړ شوى، خو په ټولو يې ستاسو سر نه خوږوم، غواړم د زړه له څړيکو يو څو درسره شريکې کړم: زما په نوم ډېر وګړي د ستورو په څېر وځلېدل او داسې ځايونه يې خپل کړل، چې تر ابده به يې نومونه ژوندي وي او تل به ستايل کيږي، دا هغه خلک دي، چې په رښتيني توګه يې زما لپاره سرښندنې کړي او ماته يې د زړه له کومې خدمت کړى، خو په ډېر تآسف، چې په اوس وخت کې داسې کسان او کړۍ راپيدا شوي، چې زه يې د ځان وسله ګرځولې يم او د خلکو ستوني راباندې څېري کوي، زه يې د ځان لپاره ډال جوړ کړى يم او د هرې ناروا متقابل ګوزار ته ما ور وړاندې کوي، زما په نوم يې بلډېنګونه جوړ کړل، خو زما د خدمت لپاره يې يو خلى هم په بل کېنښود، زما په سر لوړو لوړو پوستونو ته ورسېدل، خو کله چې د ده په دفتر کې زما عزت لوټل کيږي، نو بيا پرې ساه لنډۍ راشي او هېڅ ننګ راباندې نه کوي، په سر کې يې بڅرکى نه ښکاريده، خو زما له برکته يې علمي رتبې واخيستې، خو کله چې ماته د علمي خدمت ميدان راورسيږي، نو بيا يې شخصي بوختياوې دومره ډېرې شي چې ماته هډو وخت نه شي پيدا کولى.
دغو سوداګرو زه د سوداګرۍ وسيله ګرځولي يم او تل يې راباندې خپل جېبونه او کورونه اباد کړي دي، خو د دې ټولې ابادۍ او ښېرازۍ سره سره، چې زما له برکته ورسېدلې ده، زکات يې هم زما په چوپړ کې نه دى کارولى؛ په هر ځاى کې، چې په دې خلکو کړۍ راتنګه شوې، نو په بغارو بغارو بيا ما يادوي او له ځان او جهانه ناخبره ځيني پښتانه، چې يوازې د احساساتو ګوډي دي، پرې راټول شي او د هرې وبا له خولې يې راوباسي.
نو واورئ، اې پښتنو! زه پښتو يم، زما په سر په هر چا باور مه کو‌ئ، لږ ځيرک اوسئ، لږ هوښيار اوسئ، راشئ، راشئ که ريښتيا درسره زما غم وي، نو ما له دې مرګوني بلا وژغورئ، زه خو يې بدنامه، بدنامه کړم، اوس پر ما د فاشېزم او تمدن ضد ټاپې د همدغو خلکو له امله وهل کيږي، د فاشېزم د سر او پاى ټکي هم چا نه پېژندل، چې ما لوى هؤيت درلود، ما ستر ملت درلود، ما پراخه جغرافيه درلوده، زه ټولو ته يو منلى قانون وم، زه د لويو پرګنو ژبه وم، زه د نړۍ سياله وم، زه د لښکر سالاره وم، زه د هر جنګ سوبه وم، زه د هر سرتېري جذبه وم، زه غيرت وم، زه پت وم، زه له اصفهانه تر ډيلي واکمنه وم، ما د ملالۍ پر شونډو د مارش نارې کړي دي، زه د امير کروړ شعار وم، زه د بېټ نېکه مناجات وم، زه د پاچا خان د مينې پيغام وم، زه د مېرويس نېکه تدبير وم،خو اوس د دوى له لاسه دا هره بدنامي ماته رارسيږي.
 پر ما راغونډ شئ، زه ستاسو لپاره هر څه هر څه يم، زما لپاره يو نوى سالار پيدا کړئ، زما پرمختګ ستاسو پرمختګ او هوساينه ده، زما سرلوړي ستاسو سرلوړي او نېکنامي ده، زما ځلېدل ستاسو د هؤيت لا ځلېدل او پراخېدل دي.
د ښه او بد، د صادق او منافق او د کار او بې کاره خلکو پېژندل پرتاسو دي، زه نور د ټاپو او مهرونو تاب نه لرم، ما د دغه خلکو له خيرنو منګولو وژغورئ.
ما د نړۍ وګړو ته د ننګ زده کړه ور کړي او ما د نړۍ غلامو ملتونو ته د ازادۍ توغ پورته کړى او د خپلواکۍ د اخېستو درس مې ورښودلى.
نن دا څو ټيټ او بې نومه خلک څوک دي، چې ما خلکو ته ورښيي او زما په سر له خلکو سره حسابونه کوي، دې شين سترګو ته ما هغه وخت ځان ورښودلى، چې ګرده نړۍ يې په ولکه کې وه او پرما يې هډو سترګې نه ډکېدې، خو چا ما په ګونډو کړ، په خپل هېواد کې يې د کټ بازو نه سميده.
دې خلکو زه دومره کوچنۍ او دومره حقيره کړم، چې د خپل برم له هسکه يې راوغورځولم او د څو لنډغرو له ډلګيو سره يې پرتله کړم او د دوى لاسونه يې زما تر ګرېوانه راورسول، اوس نو زما په هؤيت، برم، پرتم او شان و شوکت کې څه پاتې شول؟