![انګارونه](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
انګارونه
وســــــــومه اورونـه دي ستا مينه کې
يـــاره انـــګارونــه دي ســتا مينه کې
زړه يــــــې راتـــــه تور لـــــه محبته کړو
څـــــه بـــــلا غـــمونه دي ستا مينه کې
کــــــله درقيـــب کـــلـــه غــمـــاز ســـره
تل زمـــــا جنګونه دي ستا مينه کې
سپـــــينه غــونډه زنه دمڼې په شـــان
سرې شونډې ګلونه دي ستا ميـنه کې
بـيا هم زه ( مشکور) نا شکري نه کوم
خيـر که تکليفونه دي ستـا مينه کې
شاعر بادشاه دين مشکور