د خوست د امنيتي حالت په هکله يو رېپوټ

 دنظامي ارګانونو د منظمو پلانونو په پایله کې د خوست امنیتي وضعیت په بشپړه توګه ډاډمن شوی دی .
دا څرګندونې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي د OCCP) یا د نظامي ارګانونو د همغږۍ په مرکز کې د نظامي جلسې پر مهال په ډاګه کړې .
ښاغلي نعیمي وویل د امنیتي ارګانونو د ښې رهبرۍ اوچټکو فعالیتونو په پایله کې د وسلوالو مخالفینو  د زیات شمېر ورانکارو  کړنو مخه نیول شوي ده او دا وخت د خوست په هره سیمه کې خلک په دولتي حاکمیت باوري شوي او ولسي همکاریو ته یې مخه کړي ده .
ده وویل که چېرې نظامي ارګانونه په ورته بڼه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي ، نو لېرې نه ده، چې په دې ولایت کې به سرتاسري سوله او امن ټينګښت ومومي او هېچا ته به د دې زمینه برابره نه شي، چې د دولت او ولس پرضد کوم عمل ترسره کړي.
خوست والي د خپلو خبرو پر مهال د ملي پوځ د هغو سرتېرو چې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ یې په لوی جامع جومات کې د ځانمرګي برید په موخه چمتو شوی له چاودېدونکو توکو ډک وسکټ کشف او ناکاره کړ، ځانګړي مننه وکړه .ده وویل د نوموړیو سرتېرو د تقدیر او تشویق په موخه یې له اړونده وزارت څخه مکتوبي غوښتنه کړ ي، چې یاد کسان تقدیر کړي .
همداراز یې په دې خوښي وښوده ،چې امنیتي ارګانونو د خپلو کشفي فعالیتونو په پایله کې هغه کس نیولی ، چې دغه وسکټ یې د برید په موخه جومات ته د ننه کړی وو او غوښتل یې چې د اختر په ورځ یې د لمانځه کولو پرمهال وچودوي .
همداشان ښاغلي نعیمي زیاته کړه ، په تېره پي ډي سي یا ولایتي پرمختیایي غونډه کې یې دخوست ولایت د اقتصادي پرمختګ په خاطر زیات شمېر مهمې او بنسټيزې پروژې تصویب کړي او ترڅنګ یې دا هم په تصویب رسولي، چې د خوست ولایت د امنیتي ارګانونو په اکما، تجهیز او د تشکیلاتو په لوړولو کې لازمه پاملرنه وشي او ترڅنګ یې د خوست ولایت د امنیتي ارګانونو افسرانو او سرتېرو ته منطقوي امتیازات په پام کې ونیول شي .چې دغه کار یې له خوست ولایت څخه بشپړ کړی او په راتلونکي پلان کې د نیولو په خاطر یې مرکز کابل کې اړونده لوړو مقاماتو په واک کې ورکړی دی .
له ده وروسته  د همغږۍ مرکز د اوپراسیون  آمر ډګروال عبدالرزاق ، دملي امنیت ریس جنرال عبدالواسع احمدزي ، د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمدیعقوب ،په خوست کې د ملي پوځ قوماندان بریدجنرال محمدناصر هدایت ، د پوله ساتونکو پولیسو استازي جګړن سعید او نورو نظامي چارواکو خپل اونیز امنیتي  راپورونه وړاندې کړل .
په راپورونو کې ویل شوي وو، چې د اختر د لومړۍ ورځې پرمهال لوی جومات ته د ځانمرګي وسکټ د ننویستلو مسوول کس نیول شوی .چې دا وخت د نظامي ارګانونو سره دی او په خپلو کړنو یې اعتراف کړی .
همداشان پوله ساتونکو پولیسو د ګربزو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو کس وسلوال مخالف په داسې مهال نیولی ،چې دوه کلاشینکوف ، توفنګچه ، دوه لاسي بمونه او سراچه موټر ورسره ول .
دغه راز په تڼیو ولسوالۍ کې یو تن ماین ايښودونکی نیول شوی، چې تر نیول کېدو وروسته په هغه سیمه کې د ماین ایښودلو پېښې نه دي تر سترګو شوي .
راپورونو زیاتوله ، د یعقوبیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسلوالو مخالفینو څخه پاسلګت ، پيکه ، د ماين پټکۍ،په رېموټ کنټرول ماینونو کې کارېدونکي لاینونه او  نور مهمات نیول شوي دي . همداشان دخوست په بېلابېلو سیمو کې تر لسو زیات د وسایطو ضد ماینونه د امنیتي ارګانونو له لوري  کشف او ناکاره شوي دي .
د راپور ونو له وړاندې کولو وروسته  په خوست ولایت کې د لازیات امن د ټينګښت په خاطر یو لړ مهم تصمیمونه او پلانونه ونیول شول .ترڅو له مخې یې په دې ولایت کې د امنیتي پېښو مخه ونیول شي او خلک وکولای شي، په ازاده توګه خپل ورځنی ژوند مخ ته یوسي .
د امنیتي جلسې په وروستۍ برخه کې په دې پرېکړه وشوه، چې د بیارغونې له ټولو پروژو څخه بشپړه ساتنه وشي او هېچا ته د دې اجازه ورنه کړل شي، چې د بیارغونې دکارونو په وړاندې خنډونه رامنځته کړي .همداشان ځينې خلک چې د مبایل ټېلېفونونو له لارې  خلک تهدیدوي ، بایدله هرې ممکنه لارې یې مخه ونیول شي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپارل شي .
دغه راز  مطبوعات چې د خلکو او ولسونو ترمنځ د پل حیثیت لري او زموږ په هېواد کې دهمدې لارې عامه پوهاوی زیات اړین دی ، خو ژورنالستان باید په محبس کې له بندیانو سره له مرکې کولو ډډه وکړي، چې د بندیانوسره مرکې کول د محبس له اصولو او قوانینو سره په ټکر کې عمل دی .
په دوام یې دا هم په تصویب ورسېدل ، چې په خوست ولایت کې د ځمکو د غصب له امله زیات تاوانونه اوښتي دي ، نو په همدې اړه پرېکړه وشوه،چې د غاصبینو په وړاندې مبارزه د هر ارګان دنده ده او ترڅنګ یې باید هېچا ته د دې اجازه ورنه کړل شي، چې له خپلې دندې ناوړه ګټه پورته کړي  او په اداري فساد کې ښکېل شي .
همداشان پرېکړه وشوه،تبلیغیان چې خلکو ته د اسلام مبارک دین اصول او احکام رسوي ، باید د دوی سره هر ډول همکارۍ صورت ونیسي ، د راتلونکي د لویې اجتماع لپاره چې په دې ولایت کې دایېریږي، ټول امنیتي ارګانونه باید  دتېر کال په شان ښه ترتیبات ونیسي او د تبلیغي اجتماع مسوولین هم باید له ولایتي ادارې سره خپل پلان شریک کړي .ترڅو له هر ډول ستونزو پرته دغه لویه مذهبي اجتماع سرته ورسیږي .
د یادولو وړ ده ، چې امنیتي ګډه جلسه د خوست والي ترمشرۍ لاندې په اونۍ کې یو ځل دایېریږي، چې د ولایت په کچه لاسته راوړنې، ننګونې او راتلونکو طرحو او پلانونو باندې په هر اړخیر ډول بحث کیږي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
نېټه :۱۳۹۰/۶/۲۹