مدني حرکتونه د نظام د پياوړتيا سره مرسته کوي

 په ولسواکو نظامونو کې د مدني نهادونو حرکتونه  په دولتي حرکتونو د فشار يوه وسيله بلل کيږي او هم له حکومت سره د ملي مسايلو حل وفصل کې فعاله برخه  اخلي ، چې پدې کار سره ولسواکي او د خلکو اراده په عمل کې تمثيليږي. د نوي نظام په ټينګښت سره پدې هېوادکې مدني بنسټونو خپل حرکت ورو وور پيل کړ او په دې تيره يو لسيزه کې يې ډير مزل ترسره کړ، دوى نه يوازې په هېواد کې د سولې او پخلاينې په  لاره کې خپل رسالت ترسره کړ  بلکې په ډيرو ملي مسايلو کې يې خلک ګډون ته وهڅول او پدې ډول يې د افغاني ټولنې د مدني کولو لپاره خپلې هڅې په کار واچولې ، دوى خلک په ټاکنو کې ګډون ته وهڅول ، رسنۍ او مطبوعات يې پياوړي کړل ،ولسي ټولنې يې  رامنځ ته کړې ، به ډيرو ملي او نړيوالو مسايلو کې يې برخه واخيسته لنډه دا ،چې نن ورځ مدني نهاد ونه د افغان دولت سره اوږه په اوږه  د افغانستان د بيارغونې ، ملي يووالي ، ټولنيزې پراختيا ، بشري حقونو د ساتنې ، او د سولې او پخلاينې په لاره کې کار کوي او پدې ډول د  نظام د پياوړتيا سره مرسته کوي . په خوست کې هم همدا نهادونه دي ،چې د تيرې يوې لسيزې راپدې خوا  په فعاليت بوخت دي ، پدې ولايت کې د قومونو شوراګانې ، د ځوانانو اتحادېې ، فرهنګي اوکلتوري ټولنې ،دميرمنو سازمانونه او نور د مدني ټولنې نهادونه هغه حرکتونه دي ،چې تل يې د خوست په اړه لازم او پر وخت  پريکړې کړي او خوست يې  ډير ځلې له بحران څخه ژغورلى . دې نهادونو په خوست کې د سولې او پخلاينې يوه ښه فضابرابره کړېده او په ټولو ملي برنامو کې يې خلک ګډون ته هڅولي او خلکو ته يې د وطن پالنې او ولس پالنې  روحيه ورکړېده . همدې مدني نهادنو دوه ورځې وړاندې په خوست کې يو بل ډير پر ځاى او پر وخت اقدام تر سره کړ ، هغه دا چې دې نهادونو د هغه غاصب له وړاندې خپله غصه څرګنده کړه ،چې غوښتل يې د خوست په زړه کې هغه ٤٢٠ جريبه ځمکه لاندې کړي ،چې غواړي په غير قانوني شکل يې د مزار څخه خوست ته راتبادله کړي ،دې نهادونو ا و ځوانانو په يوه غږ ددې غاصب هغه  تيږې ،چې د ځمکې د نيولولپاره يې څو ورځې وړاندې هلته اچولې وې ليرې او  هغه ځمکه يې ورڅخه پاکه کړه ، پدې حرکت سره مدني نهادونو دا وښوده ،چې دوى اوس هم فعال او دخوست د ملي ګټو څخه د دفاع لپاره هره شيبه په سنګر کې ناست دي ، کچيرې دا ځمکه دې غاصب ته  دولتي ادارې ورهم کړي ،د خوست قومونه ا و ولسونه په هيڅ صورت حاضر ندي ،چې دا ځمکه يو کس ته د يوې شاړې ځمکې په بدل کې ورکړي ، ځيني کسان دا خبره هم کوي ،چې غاصب پدې ځمکه په زرګونو لکه افغانۍ مصرف کړى دى او حق يې دى ، خو دوى پدې نه پوهيږي ،چې د عامه شتمنيو او عامه ځايونو په مقابل کې يو څوک ولې په دولتي ادارو کې رشوت ورکړي او ولې په غير قانوني شکل د خلکو شتمنۍ په دې شکل وپيري .  د بلې خوا دخوست خلک په خوست کې د ولايتي ادارې له مشر څخه دا غواړي ،چې په دې قضيه کې ټول  داخل هغه دولتي مامورين ،چې په خوست کې دنده اجراء کوي ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري . تر څو دوى ته درس او نوروته عبرت پاتې شي . ((د ملي احساس ورځپاڼې د ادارې له خوا))