
خوست چې ښایسته او زړه راښکونکي طبیعي منظره لري، د ښه اقلیم او حاصل خیزې ځمکې برخمن دی.همدارنګه خوست هغه ولایت دی ،چې د هېواد په پلازمېنه مرکز سربېره ګڼو نورو ولایتونو ته د همدې لارې خوراکي او غیرخوراکي توکي واردیږي .له همدې کبله یې د ځمکې نرخ له آسمان سره خبرې کوي ، چې تقریباً دا مهال د ښار اړونده یو جریب ځمکه لسګونه ملیونه افغانۍ قېمت لري .همدا وجه ده ، چې د دې ولایت ځمکو ته د وګړو پاملرنه راوښتي ده .نو د هر چا وس چې ورسیږي، کوښښ یې دا وي، چې په دې ولایت کې دځان او کورنۍ لپاره سرپنا او یو نیم پټی ( کروندې ځمکه ) پيدا او لاسته راوړي، ترڅو له یوې خوا په کې د ژوند تېرولو لپاره ځانته کور جوړ کړي او له بل پلوه د دې ولایت د ستراتیژیک موقعیت څخه په اسفادې د سوداګریزو چارو د ښې راکړې ورکړې په موخه دوکان او یا کوم بل کاروبار ولري .
دغه راز په خوست کې د ځمکې قلت او لوړ نرخ دې ته هم زمینه برابره کړي، چې ډېری خلک د پولې او پټي په سر په خپلو کې لانجې وکړي او بالاخره تر وسلوالې شخړې ورسیږي .ترڅنګ یې بیا یو تعداد داسې خلک هم شته ، چې د بېلابېلو لارو هڅه کوي، دخوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هغه دولتي ځمکې په لوی لاس غصب کړي ، چې د کابینې په کچه راغلي لوړپوړي هیت او ځایي ادارې د دې ولایت د پرمختګ او رغونې په خاطر په ستراتيژيک پرمختیایي پلان کې رسمي نیولي دي ،ترڅو د همدې ولایت د شریفو او بې وزله ولسونو د اقتصادي ، ښوونیزو، روغتیايي او ټولنیزو ستونزو د له منځه وړلو لپاره مهمې او بنسټيزې پروژې تطبیق شي .خو بدبختانه د ځينو اشخاصو له امله چې په دولتي ادارو کې یې له شک پرته ځينې مامورین هم د پردې تر شا همکاري کوي . د دوی له امله په یو شمېر نورو ستونزو سربېره په پلان کې نیول شوي ټولګټې پروژې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي .
په خوست کې د ځمکو مافیایي کړۍ په پوره قوت سره شتون لري او له ټولو ممکنه لارو هڅه کوي،چې ولایتي اداره په روانه مبارزه کې ماته کړي او خپلو غصبي اهدافو ته ورسیږي .همدا کړۍ دي، چې غواړي په ځمکو سربېره د دولت نور اړخونه هم تر خپل اغېز لاندې راولي .
د دې کړیو له امله د خوست په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا( ۶۶۰۰۰)جریبه ځمکه غصب شوي او په دې سره یې د افغانستان مهمه دروازه (خوست )د څو کالونو راهیسې د ګڼو تهدیداتو سره مخ کړی دی.ځکه همدا غصب دی، چې قومونه ، کلي او کورنۍ یې په شخړو او بې اتفاقیو کې اچولي ، د ځوانانو د زده کړې او روزنې مخه یې ډب کړي،د سوداګریزو او نورو ټولینزو کارونو په وړاندې یې بلاکونه جوړ کړي ، د قانون د حاکمیت په وړاندې یې بې شمېره چیلېنجونه رامنځته کړي او حتا په دې حساس پړاو کې یې په ملي یوالي سربېره سولې او ثبات ته دروند زیان اړولی دی .همېش په دې هلو ځلو کې دي، ،چې مخلص مامورین او مسوولین له بېلابېلو لارو تهدید کړي .همداشان د ادارو ترمنځ د ټکر راوستلو هڅې یې په لومړیتوبونو کې قرار لري .ترڅو د هغې مقولې له مخې دوی ته لار خلاصه شي، چې وایي : ((بې اتفاقي واچوه ، حکومت پرې وکړه )).
خو خوشبختانه د خوست ځايي ادارې د قومونود مشرانو، دیني علمااکرامو، مدني ټولنو او ولایتي شورا په مستقیمې همکارۍ سره څه کم دولس زره جریبه ځمکه بېرته د دوی له منګولو خلاصه کړي، په دولتي او غیردولتي ادارو کې یې د غاصبینو سره همکار کسان د قانون منګولو ته سپارلي دي او لاهم دغه سپېڅلي مبارزه له ولسونو سره په ګډ تفاهم پرمخ روانه ده .
اوس راځم دې ته چې د ۱۳۸۳ لمریزکال راهیسې کوم کس دخوست ښار په زړه کې دیوې مهمې ټوټې ځمکې د لاسته راوړلو لپاره پراخې هلې ځلې پيل کړي دي .دغه ځمکه دکرنې او مالدارۍ ریاست ملکیت دی او رسماً د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره په ستراتیژیک پراختیایي پلان کې شامله ده .
نوموړي کس ادعا کوله ، چې د بلخ په ولایت کې یې شاوخوا څلور سوه جریبه ځمکه د مربوطه ادارې له لوري استملاک شوي او دعوض لپاره یې له جمهور ریس څخه فرمان اخېستی ، چې په خوست کې دې همدومره شمېر ځمکه ورکړل شي .
زما د مالوماتو له مخې :
لومړئ : نوموړی کس هېڅ داسې اسناد نه لري ، چې په بلخ ولایت کې د ده ځمکه ثابته او مالومه کړي، چې ځمکه څنګه ، چېرې ، کومې ادارې ته او د کوم ضرورت په اساس استملاک شوي ده .
دویم : د بلخ ولایت په هغه سیمه کې چې دی یې ادعا کوي ځمکه لري،هلته د ځمکې یو جریب د
( ۱۰۰۰۰)لسو زرو افغانیو نیولي تر (۱۵۰۰۰) پنځلس زرو افغانیو پورې قېمت لري .ولې د خوست دغه ځمکه چې نوموړي انتخاب کړي او هڅه یې پيل کړي، چې لاسته یې راوړي، یو جریب قېمت یې د (۵) پنځو ملیونو افغانیو نیولې تر ( ۷) ملیونو افغانیو پورې قېمت لري .
دریم :د ځمکې د استملاک او تبادلې قانون ۵۷ما ده حکم کوي : که چېرې دولت د ضرورت په اساس د کوم چا ځمکه استملاک کړله ، نو لاندې ټکي باید په پام کې ونیول شي :
- د استملاک شوي ځمکې موقعیت ، قېمت او اهمیت وڅېړل شي او وروسته د هغې ځمکې سره مقایسه شي، چې د استملاک شوي ځمکې څښتن ته دځمکې په بدل کې ورکول کیږي .
- همداشان په دوام یې 57 ماده په وضاحت سره حکم کوي، چې د ځمکې تبادله باید په همغه ولایت کې د ننه صورت ونیسي .
خو له نېکه مرغه د ۱۳۸۳کال راهیسې تر ننه پورې د ولایتي ادارې، ولایتي شورا ،دیني علمااکرامو، مدني ټولنو، ژورنالستانو او مېشتو ولسونو یې په سخته مخالفت کاوه او نوموړي ته یې د دې اجازه نه ورکوله ،چې په خوست کې ځمکه لاسته راوړي .
په دې وروستیو کې چې کله هم نوموړي کس خپلې هلې ځلې نوره هم پراخې کړې ،ورسره ولایتي ادارې ، ولایتي شورا ، قومونو، علماوو ، مدني ټولنو او ځوانانو هم د مستندو ثبوتونو او اسنادو له مخې تر مرکز کابله پورې عملي قدمونه واخېستل .چې خوشبختانه د چارو د دارلانشاء له لارې د ولسمشر له خوا د ځمکې د تبادله کوونکي شخص په مورد ثابت او روښانه فرمان راغی.
په فرمان کې زیاته شوي، د هغه شخص دوسیه غیرقانوني او د اجراء وړ نه ده ، کومه چې ادعا کوي، د ولسشمر په فرمان یې مخته بېولي ده .ځکه د ده سره په لاس کې فرمان ثبت او رجسترد نه لري او هغه فرمان چې ثبت شوی نه وي،په هېڅ ډول قابل دې اجراء نه دی .
فرمان زیاتوي، که هره اداره او یا دکومې ادارې مسوول کس په یاده دوسیه اجراات وکړي ، د قانون په لحاظ مجرم او له سختې سزا سره به مخامخ کیږي .
د همدې فرمان د اعلان وروسته د خوست ولایت دیني علمااکرامو، قومي مشرانو، مدني ټولنو، ژورنالستانو او ګڼ شمېر ځوانانو د یوې لویې ناستې او ولسي حرکت په ترڅ کې د ولسمشر له فرمان څخه تود هرکلی وکړ او د ځمکې د تبادله کوونکي شخص دمحاکمې غوښتنه یې وکړه .
د ناستې برخوالو یو ځل بیا له ټولو داسې کسانو سره سخت مخالفت په ډاګه کړ، چې د شخصي ګټو له خاطره دخوست د خاورې او ولس سره په لوی لاس خیانت کوي .دوی په یوه غږ له مرکزي دولت څخه دا غوښتنه هم کوله، چې نور دې غاصبینو ته په خپلو دفترونو کې د لیدنو او ناستې موقع نه ورکوي او هغه څوک چې د دا ډول زورواکو سره له هرې لارې مرسته او همکاري کوي، باید پرته له ځنډه یې مجازات کړي. دوی وروسته له ناستې څخه د لاریون په شکل هغې ځمکې ته ولاړل ، کومه چې د تبادلې په نوم غصب وه .هلته یې په دې ورځو کې ساختماني مواد اچولي وو،چې ځينې ودانۍ پرې جوړې کړي .خو دوی په خپل ولسي حرکت او پاک هوډ سره ټولې اچول شوي تیګې او نور ساختماني مواد موټرونو ته واچول او له ښاره یې د باندې وغورځول .
رښتیا هم د خلکو له لوري د ملي ګټو د ساتلو او پاللو په خاطر دا ډول ولسي حرکت زیات د ستایلو وړ دی او غوښتنه مې داده،چې هر ځل ځوانان اومشران په ورته توګه د ولسي یون په ترڅ کې دملي ګټو خلاف کارونو ته اجازه ورنه کړي او همېش د ځایي ادارې سره اوږه په اوږه همکاره واوسي .
د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې د ۴۲۰جریبه ځمکې تبادله کوونکي او نورو غاصبینو ته د یوه افغان او مسلمان ورور په توګه سپارښتنه کوم ! هر وخت چې یو کار کوئ ، نو دیني او ملي ګټې په پام کې نیسئ ځکه اوس داسې وخت نه دی ، چې یو څوک دې د شپې له مخې دخیال خوب جوړ کړي او هغه دې سرته ورسیږي . بلکې دلته قانون او حکومتداري شته او ترڅنګ یې دخوست ټول ولسونه په ټولو برخو کې ملاتړي دي .نو بیا هم هر غاصب ته زما سپارښتنه ده ،چې : لږ سوچ کوه ، بیا وړاندې ځه .
مبارزمحمدځدراڼ /خوست /افغانستان /ورځ ( دویم )
نېټه : -۱۳۹۰/۶/۲۷