
«قریب الرحمن سعید»
(د هیواد او سیمی دسیاسی امورو شنونکی او کارپوه )
۱۵ سپتمبر ۲۰۱۱کال
په افغانستان باندی دامریکا دیرغل په همغو لومړیو وختونو کی دهغه وخت د امریکا د دفاع د وزیر رامسفیلډ څخه یوه پوښتونکی پوښتنه وکړه چی په راتلونکی وختو کی به دطالبانو او د جهاد د لیکو د نورو وګړو سره ستاسی سلوک څه ډول وي؟ ، هغه په ډیره موسکۍ توګه د پوښتونکی پوښتنی ته ځواب ووایه ، ورته یی وویل چی : «مونږ به هغوی دهر غار اوهری سوړی څخه راکاږو او له منځه به یی وړو. زمونږ بی دوه پنځوس الوتکی په هره ډله او هرځای کی هغوی په نښه کوی او له منځه یی وړی ......»
خو وخت او حالات هغسی چی هغوی د خپلو ځانو سره انځورول ، پاته نه شول ، ورځ په ورځ بدلونونه رامنځته شول ، په افغانستان کی دازادۍ جنګ زور واخست او اوږود شو ، او رو رو یی ټول هیواد په خپل ځان کی را ونغاړه . دبلی خوا دبن دتړون له مخی دامریکایانو په لاس جوړشوی رژیم هم یو ورځ تر بلی په شړیدو شو . اداری فساد ، لوږه ، دخلوک تښتول ، وژل ، تړل ، قومی اوژبني عصبیتونه او .... خپل اوج ته ورسیدل . ترڅنګ یی افغانان خو لا پریږده چی امریکایان او نور اروپایان هم په اداري فساد کی راښکیل شول . هغه ارګانونه چی یی په خپله جوړ کړی وو د فساد ښکار وګرزیدل . په مافیا او قاچاق کی رالتاړ شول او ان تر دی چی د کابل څخه د امنیتی سرچینو په وینا د هیروینو ډیره کی قاچاق وړونکی پخپله همدا خپلسری پردی راغلی عناصر دی چی نه یی الوتکه پلټل کیدی شی او نه ددوی څخه څوک پوښتنه کوی ، وګرزیدل . دهغوی دهمدی خپلسریو پایلی دا شوی چی دافغانستان ولس یی په مقابل کی دمقاومت لیکو ته ور ودانګی ، د مقاومت او جهاد لیکی ځواکمنی کړی او ددوی قیمومیت او قیادت ته د پای ټکی کیږدی
نن دادی دوی پخپله په داسی حال کی د افغانستان څخه د وتلو په بیړه کی دی چی په لمړیو کی یی د وتلو آند هم په سر کی نه راته . ددوی هیلی په ناهیلو بدلی شوی ، په افغانستان کی ددوی په خلاف پاڅون اوس ملی بڼه نیولی ده . د یوی غربی مجلی د لیکوال له مخی ګڼ شمیر دولتی مامورین چی په کی دملی اردو او ملی پولیسو وګړی هم شامل دی د ورځی لخوا په خپلو رسمی ماموریتونو کی بوخت وی خو دشپی له اړخه د جهاد اومقاومت دلیکو سره خپلو (......) هلوځلو ته دوام ورکوی .
د افغانستان جنګ ددوی د هیلو نه ډیر و غوځید، په اقتصادی توګه یی ددوی د کپیټلیزم ملا را تاوه کړی ، د اقتصادی رکود سره مخ دی ، په امریکا کی همدا اوس طبیعی توپانونو داسی حالات منځته راوړی چی په میلیونو انسان یی د برق په څیر دورځنی عاجلو اسانتیاو څخه هم بی برخی کړی . یواځی سږنی توپان چی څو ورځی دمخه یی د امریکا ساحلی سیمی ان د نیویارک تر ښاره پوری دخپل قهر لاندی راوستی وی د میلیونو انسانانو په بی کوره کولو ، دهغوی د شتمنیو د له منځه وړلو او .....باندی منتج شوی. دا په داسی حال کی چی دامریکا دپخوانی ولسمشر بش د وخت د(کترینا ) نومی توپان ځپلی سیمی اوس د ګوست سیټیز یا ( دارواحو دښارونو) په نامه یادیږی .د لروبر دبریښنا پاڼه ( داسوشیټیډ پریس د امریکا د ملی احصایًیې د تازه راپور په حواله لیکی چی د امریکایی بې وزلو او غریبو انسانانو شمیر تر ۴۶٫۲ ملیونو واوښت ، یعنی د هرو ۶ امریکایانو څخه یو یې غریب یا فقیر دی .
راپور زیاتوی چی دا مصیبت په داسی حال کی شدید سوﺉ چی تقریبأ پنځوس ملیونه امریکایان د وړیا روغتیایی خدمتونو څخه محروم دي او ۹٫۱٪ امریکایان بې روزګاره او په کارونو پسی یې پښې تڼاکی دي . راپور زیاتوی چی د فقر دا خورا لوړه کچه د امریکا په تاریخ کی سارﺉ نه لری . )
دهمدی سرچینی د راپور له مخی ، د اقتصاد پوهانو په وینا د بېکارۍ تر څنګ د امریکا له خوا جګړې هم ډېر مهم رول لري . د واشنګټن پوسټ د یوه راپور له مخي جګړه د ورځي ۷۲۰ میلیونه ډالره لګښت لري چي په دقیقه کي ۵۰۰۰۰۰ ډالره کیږي . دغه راز په افغانستان کي د ۲۰۰۱ز کال راهیسي د جګړې مصارف تقریباً ۴۵۰ میلیارډه ته رسېدلي دي .)
ددی ترڅنګ امریکایان نور دافغانستان د جنګ څخه هم ناهیلی شوی دی . د هغه رپوټ له مخې چې سي آی اې د ساحوي څېړنو له مخې د افغانستان د جګړې په اړه چمتو کړی، ويل شوي چې د افغانستان جګړه له خنډ او ځنډ سره مخ شوې او په دې برخه کې د پرمختګ کوم څرک او هيله نه ليدل کيږي. رپوټ وايي، چې ان په هغو سيمو کې چې له تېرو اتلسو مياشتو د ناټو ځواکونه د وسله والو پر ځپلو لګيا دي، هم حالات نا هيلي کوونکي دي او ناټو بريالۍ نه ده. د سي آی اې نوی مشر جنرال ډېوېډ پتريوس بيا له دغه ډول ارزونې سره موافق نه دی او دی له هيلې ډک نظر لري. شنونکي وايي چې دا به د سي آی اې د ارزوونکو او نوي مشر ترمنځ اختلاف رامنځته کړي، ځکه جنرال ډېوېډ پتريوس خپل محبوبيت تر ډېره د افغانستان له جګړې ګټلی، خو که اوس د ده خپله اداره وايي چې د امريکې جګړه په افغانستان کې ناکامه ده، نو بيا دا خو د ده ناکامي ښيي، چې همدا اوس د افغانستان د جګړې له ډګره راستون شوی.
په همدی خاطر اوس د امریکا ولسمشر اوباما غواړی دخلکو څخه دمحصول په اخستلو کی ډیررښت راوړی تر څو هر کال څلور ملیارده اضافی پیسی تر لاسه کړی . ددی یو علت دا هم دی چی چناینانو امریکا او همدا تیره ورځ اروپایی هیوادونو ته سور خط کش کړ چی خپل اقتصاد درست کړی او د چین قرضونه باید په خپل وخت ورکړی . په تیره میاشت کی دامریکا یو لوړ پوړي هیئت هم چین ته د تسلۍ د ورکولو په خاطر سفر وکړ او په خپل وخت یی دخپلو قرضونو د ورکړی ژمنه ورسره را غبرګه کړه . امریکا په دی وخت کی نژدی اتلس ټریلیونه ډالره قرضداره ده . چی په دی کی نژدی څلورمه برخه د چین قرضوړی ده .
دهمدی قرضونو په خاطر و چی امریکایانو دادی اعلان وکړ چی هغوی به دافغان ملی اردو ته د خپلو بسپنو کچه تر نیمایی هم زیاته راکمه کړی . دا په داسی حال کی اعلانیږی چی همدا اوس د امریکا د ورکړل شوی بودجی ډیره برخه د امریکایی روزونکو لاسو ته ورځی ، د راپورونو له مخی چی په افغانستان کی هر کال دامریکایی روزونکو مصارف ان تر شپږ میلیارده ډالرو اوړی .
د امریکا په څیر د نورو اروپایی هیوادونو حالات هم ددی نه بدتر لوری ته روان دی . یواځی انګلستان دخپلی اقتصادي بودجی دپر ځای ساتلو په خاطر د لوړو زده کړو مصارف دری پوړه پورته کړل . او په دی توګه یی د نادارو زده کونکو په مخ د تعلیمی ادارو دروازی و تړلی . تر څنګ یی په خپلو خیراتی ورکړو کی هم ډیر زیات کمښت راوست . د تقاوت عمر یی د ۶۳ کالو څخه ان تر ۶۷ کالو پوری پورته کړ . خو ددی سره سره بیا هم دبی کارۍ کچه په کی تر هر وخت زیاته ده ، همدا عوامل سبب وګرزیدل چی په ټول انګلستان کی د چور ، چپاول ، داورلګولو، سوځولو او غلا پیښی ډیرښت ومومی . نن د انګلستان په یو شمیر ښارونو کی دبی کاریو اندازه تر دی را رسیدلی ده چی خلک یی لکه د اسیایی هیوادو په څیر په لارو کوڅو کی سوال او ګدایی کوی ......
په اروپایی هیوادو کی مالی روکود دایرلینډ نه نیولی تر ایس لینډ او بیا ان تر یونان پوری تر دی ځایه رارسیدلی چی نزدی دی دغه هیوادونه بلکل په اصطلاح کنګال اعلان کړل شي . داروپا پولي واحد (یورو ) تر دومره فشار لاندی راغلی چی یو شمیر هیوادونه دهغی د له منځه وړلو په فکر کی لویدلی دی .....
دغه او دغه ډول بی شمیره حالات ددی سبب شول چی ناممکن ممکن کړی . امریکایان او ناټو چی افغانستان ته ددی له پاره تللی و چی دغه هیواد به یی تل په ولکه کی پاته کیږی اوس په دی فکر کی ډوب دی چی څه ډول خپل وراستول شوی عسکر او وسایل بیرته را بیرون کړی . دادی همدا اوس د اروپایی اتحادیی یوشمیر غړي هیوادونه د تاجکستان او ازبکستان سره په خبرو لګیا دی چی د افغانستان څخه دخپلو وسایلو دبیرته راوستلو له پاره لاره همواره کړی .
په دی اساس هغوی چی د افغانستان په جنګ خپل ځانونه پخپله ښکیل کړی ، ددی غمیزی د پای ته درسیدو او د خپلو اتباعو د سهی سلامت د راویستلو له پاره د مخالفینو سره دخبرو له پاره لیواله دي . که څه هم هغوی دخپلی ماتی د پټولو له پاره دداسی څه د څرګندو ویلو څخه ډډه کوي خو دهغوی دغه اوسنۍ هلی ځلی او طالبانو ته د قطر په کوچنی هیواد کی د دفتر د پرانستلو اجازه دهغوی دماتی د اعلان څرګند دلیل دی .
دهمدی هلو ځلو په لړ کی ،د سپتمبر د یولسمی څخه نژدی لږ څه مخته امریکایانو اعلان وکړ چی د طالبانو له پاره به په قطر کی دیوه سیاسی دفتر د جوړښت له پاره نه یوازی اجازه ورکړي بلکه عملی بسپنه به هم ورسره وکړی . د طالبانو پوری یو شمیر نښتو کړیو لکه مولوی متوکل دا خبره ډیره کلکه تائید کړه او د یو شمیر نورو غرب پلوه شنونکو سره یی دامریکایانو له اړخه دداسی یوه دفتر جوړښت مثبت ګام و ګاڼه ، ترڅنګ یی غربی رسنیو هم په دی اړه په خپلو څرګندونو کی دامریکا او ناټو دغړو هیوادونو هغو ستونزو ته چی د طالبانو دسیاسی قیادت سره یی دکتلو او د خبرو اترو د میز تر شا دهغوی درابللو له پاره لری ، هم اشاره کړی اودا کاریی یو مثبت قدم ګڼلی دی . شنونکی په دی آند دی چی ددی دفتر د جوړښت نه وروسته به د امریکایانو او طالبانو تر منځ د اړیکو د نیولو له پاره اسانتیاوی پیدا شي .
خو په خپله طالبانو ددی دفتر د جوړښت په اړه ناخبری ښوولی اودا یی دامریکایانو له اړخه یوه تبلیغاتی هڅه ګڼلی ده ، د طالبانو وياند د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: (دا يواځې ديو شمېر مطبوعاتو راپورونه دي، مونږ له دې څخه هيڅ خبر نه يو، په دې اړه مونږ سره هيچا تماس نه دى نيولى او له دې زيات به په دې هکله عکس العمل هم سم نه وي. )
خودطالبانو عکس العمل څرګند و او ددی په مقابل کی یی د سپتمبر په دیارلسمه د کابل په ښار کی داسی قدم واخست چی نه یواځی دافغان ځواکونو ، دشمال دټلوالی د قومندانانو بلکه د امریکا اوناټود ځواکونو او دیپلوماتانو هیلی یی هم دخاورو سره خاوری کړی . پنځه کسانو نزدی شل ساعته د افغانستان په ګډون د ټولو بین المللی ځواکونو مقابله وکړه . دامریکا سفارت ، د پولیسو قوماندانی ، د ایساف مرکز او .....ټول یی د یرغل لاندی راوستی وو ، داچی دا یرغل څنګه وشو مونږ یی په اړه اوس څه نه وایو ، خو په هرصورت دغه قدم به دامریکا او ناټو په غړو هیوادونو باند ی دا فشار راوړي چی هرڅومره ژر چی شونی وی دافغانستان څخه د خپلو عسکرو د ویستلو او په دی هیواد کی دسولی د اعادی له پاره ګړندی ګامونه واخلی. ترڅنګ یی په دی مافیایی اداری او په اداري فساد ککړو انسانانو باندی خپله تکیه کمه کړی او د افغانستان واکمنی ددی ولس اصیلیو زامنو ته و سپاري.
په کابل کی د طالبانو اوسنی برید ټولی بین المللی سیاسی کړئ په شک کی اچولی ، دهغوی یوشمیر کسانو خپل سفارتونه پریښودل او بیرته خپلو متبوعو هیوادو ته ولاړل . دروهی دراپوله مخی «دافغانستان دبهرنیوچارو وزارت کې یوې باوري سرچینې ویلي دي ،چې دسې شنبې دورځې دځانمرګي او ډلیز برید پرمهال دسعودي عربستان عرب ډپپلوماتان او مامورین ،چې ټولټال 35 تنه کيږي له افغانستانه تښتیدلې دي .
سرچینه وايي : زموږ دحیرانتیا خبره خو داده ،چې دسعودي عربستان دسفارت عرب مامورینو خپل ټول اسناد ، تړونونه ، ارشیف سوځولې دی او له خپل هېواد ( عربستان ) ځانګړې الوتکه راغوښتې ده او ټول تښتیدلې دي . دسفارت عرب ډیپلوماتانو خپلو مامورینو او ملازمینو ته ویلې دي ،چې موږ بیا خبر نه وي درکړې تاسې به تر هغې نه راځې .
سرچینه دا هم زیاتوي ،چې حکومت ورته دهر ډول امنیتي تدابیرو خبره کوله ، خو سعودي ډیپلوماتانو نه منله.
دیادونې ده ،چې دسعودي عربستان سفارت او دسفیر کور دکابل په تر ټولو خوندي ځای کې دي اوس حکومت دسعودي عربستان دسفیر کورته غځیدلې لار دترافیکو پر مخ تړلې ده »
نو که د سعودیانو چی د افغانانو سره هر ډول مذهبی او دینی د ورور ولۍ اړیکی لری حال داسی وی نو دغربیانو او غربی دیپلوماتانو حالات خو به ددی نه هم ډیر زیات د اندیښنی وړ وي . او دا پخپله په بین المللی ټولنه باندی یو ستر فشار دی چی طالبانو پری دخپل دغه ګذار له لاری راوړی دی .
په کابل کی د طالبانو دیرغل په اړه هر شنونکی خپل آند وړاندی کړی . د روهی د بریښنا پاڼی شنونکی بیا دا پخپله دامریکایانو له اړخه ګڼی او لیکی چی : (خبري رسنیو ته د رسيدلو راپورونو له مخې د کابل په عبدالحق څلور لاره کې د وروستيو ډراماتيکو عملياتو تر شا د امريکا لاس دى او په دې توګه غواړي د هغه نوي جوړيدونکي مارکيټ مخه ونيسي چې امريکا يې په کابل کې خپل سفارت ته په راتلونکې کې مهم ګواښ ګڼي ،ځينو رسنيو ته يو شمير امنيتي سر چينو د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې داسې ښکاري ددې بريد تر شا خپله د امريکا سفارت نيغ په نيغه لاس ولري او په دې توګه د نوي جوړيدونکي مارکيټ د نړيدو لپاره لاره هواره کړي .) خودا دلیل ډیر کمزروی بریښی ، ځکه د مقاومت او جهاد د ځواکونو له اړخه د کابل اوسنی عملیات دامریکانو دبرم د راپرځولو په معنی وو او دهمدی برید له امله دامریکانانو د قدرت او غرور پوزه په خاورو سپیره شوه . که چیری امریکایان وغواړی ددغه ډول مارکیټونو مخه و نیسی نو بیا یی دداسی عملیاتو د ملاتړ په ځای کولی شو نیغ په نیغه دمارکیټ خاوند ته څو ډالر په لاس کی ورکړی او ځمکه یی را ونیسی ، امریکا همدا اوس په کابل کی د کرزی د رژیم څخه پنځه سوه جریبه زمکه د سفارت دانګړ له پاره را نیولی ده چی ویل کیږی په سیمه کی ترټولو ځواکمن سفارت دی ، ان تر دی چی غواړي په همدی سفارت کی دخپلو اتباعو د تګ راتګ له پاره د الوتکو دکیناستلو لیکه هم جوړه کړی . دا پلان هغوی د خپل اشغال دهمغه لمړۍ ورځی څخه تر لاسه لاندی لري ، خو که چیری هغوی ته ټول کابل د جنګ سنګر و ګرځی نوبیا به لکه دخپلو فوځونو دبیرته ویستلو په څیر په خپل دغه ډول آند باندی هم یو ځل بیا فکر کوی .
خو امریکا او ایساف یی بیا په پاکستان ور اړوی ، هغوی وایی چی دا دحقانی دشبکی کار دی ، ځکه داپیښه د ودرګو د سیدا اباد د پیښی سره چی د سپتمبر په اتم ماښام دامریکایانو پر خلاف تر سره شوه شباهت لری . او ددی کار له پاره دکسانو د تیارولو روزنځای دپاکستان وزیرستان دی . او دا چی غچ به یی اخلی . پخپله د مولوی جلال الدین حقانی ډلی هم دا منلی چی دابرید ددوی له اړخه تر سره شوی دی. دامریکا دبهرنیو چارو وزیری هیلیری کلنتن بیا ګواښ کړی چی ددغه برید مسؤلین به د جزا ورکولو پرته پاته نه شی . خو دا معلومه نه ده چی میرمن کلنتن به په افغانستان کی دخپلو مرکزونو پر خلاف دکوم برید ، عاملینوته سزا ورکوی ؟ ځکه په افغانستان کی دهغوی ځواکونه د ډیرو زیا تو جرایمو مرتکب ګرځیدلی او لار ګرځیږی ، او دهغوی په مقابل کی د افغان ولس دا ډول عکسلعملونه یو عادی کار دی . طبیعی ده چی میرمن کلنتن به دخپلو ځواکونو له لاری پښتون میشته سیمی یوځل بیا تر قهر وغضب لاندی نیسي ، خو هر څومره چی دهغوی قهر زیاتیږی په همغه اندازه ورسره د افغان ولس په مقاومت کی ډیرښت راځی . میرمن کلنتن ته غوره داده چی د غچ اوبدل داخستو په ځای دخپلو خپلسرو فوځونو د رام کیدو په اړه غور وکړي.
دا چی شننی به هر څه وی خو د طالبانو او دمقاومت دلیکو له اړخه په دی حساسه وهله کی ، چی له یوی لوری امریکایان هلته په خپل هیواد کی دخپلو زخمونو په مرهم پټیو مصروف وو، دا سی یو چټک او حیرانونکی ګام اخستل امریکایانو اود ناټو غړو هیوادونو ته په قطر کی د طالبانو د دفتر د پرانستو د اجازی ورکولو له پاره د طالبانو له اړخه یو ډیر کلک ځواب ارزیابی کیدی شي .
که څه هم دا ډاګیزه ده چی طالبان به هیڅکله هم دامریکا دغه وړاندیز ونه منی او نه به دی ته حاضر شي چی دامریکایانو او د ناټو غړو هیوادونو ته ددام دایښولو زمینه برابره کړی ، خو طالبان کولی شی په سیاسی هلو ځلو کی د نورو لارو څخه برخمن شي . جنګ د مجبوریت له مخی کیږی خو د جنګ پایلی په سیاسی خبرو اترو باندی تر لاسه کیږی . که چیری د امریکا تر مشرۍ لاندی نیواکګر ځواکونه د افغانستان د ازادۍ ډاډ ورکوي او غواړي د مقاومت او جهاد د لیکو سره دخبرو اترو له لاری خپل فوځونه د یوه ټاکلی مهالویش دموافقی وروسته بیرون کړی ، نو طبیعی ده چی په دی لړ کی به د هغوی سره دمیز تر شا کیناستو ته اړتیا وی او ددی اړتیا د پوره کیدو له پاره باید په هر اړخیزه توګه فکر وکړل شي . او طالبان دیوه سیاسی ځواک په څیر د دی له پاره یو بدیل ته اړتیا لري . (پای)