
د٢٠٠١ زېږديز کال دسپټمبر مياشتې د١١مې نېټې پېښې دنړۍ په سياسى تاريخ کې دنوي باب دپيل په نامه سره ياديږي . له يادې نېټې وروسته دنړيوالې ټولنې پاملرنه افغانستان ته ورواوښته، ځکه دنوموړې نېټې په پېښو کې دامريکې پرمتحده ايالتونو ترهګريز بريدونه ترسره شول، چې په ترڅ کې يې دامريکې دواشنګټن او نيويارک ايالتونو پرتمينې ودانۍ او آسمان څکي برجونه ونړول شول .هغه ؤ،چې دملګرو ملتونو دامنيت شورا ترپرېکړې لاندې دامريکې متحده ايالتونو، بريتانيې او دهغوى لويديځوالې ټلوالې په ټول پوځي زور او ځواک سره پر افغانستان بريد وکړ او دطالبانو واکمني يې نسکوره کړه . په هېواد کې نوي سياسي نظام د چارو واګي پر داسې مهال په لاس کې واخېستې ، چې د هېواد سياسي، اقتصادي ، اجتماعي ، علمي ، کلتوري ، هنري او ادبي اډانه په چورلټ ډول سره ورانه او ويجاړه وه . په افغانستان کې دنوي سياسي واکمنۍ وروسته افغان دولت له زښتو زياتو ننګونو او خنډونو سره لاس او ګرېوان ؤاودى . دلويديځ له خوا افغانستان ته دمالي مرستو يو پراخ بهير رامات شو، ددغو مالي اواقتصادي مرستو دلوټلو او تالا ترغه کولو په موخه دلويديځ له خوا يوه نوياته ډالۍ (اداري فساد) افغانانو ته وړاندې شوه، چې دافغاني ټولنې هره برخه يې دسمندري کرغېړن ژوي (اختاپوت ) په څېر په خپلوخونړيو منګولو کې ايسارکړه اونغاري يې . دنړيوالې ټولنې له خوا افغانستان ته دمالي او اقتصادي مرستوپه لړکې (١٠٠)ميليارده ډالر راغلل ، چې له دغې جملې څخه لس (١٠) ډلره په اصطلاح افغانانو ته ورکړل شوې او (٩٠) ډالره بهرنيانو غلاکړل . اداري فساد په افغاني ټولنه کې دومره هر اړخيزه اوژورې ريښې ځغلولې، چې افغان دولت يې په نړيواله کچه سپک او رسوا کړى دى .د فساد دپلټنې نړيوالې ادارې د وروستني راپورد سروې پربنسټ له سراليون او سوماليه وروسته افغانستان په نړيواله کچه ډېر فاسد دولت اوحکومت دى، چې دهېواد روان فساد له افغان دولت څخه په کورنۍ او بهرنۍ کچه دعمل نوښت تروړلى او روانو حالاتو ته په خورابې وسۍ اوبېوزلۍ سره ګوري ، که لږ غوندې په ولسي ژبه وغږېږو ، نو اداري فساد دافغان دولت او دولت مشرانو سپينې مړې کړې دي . دافغانستان په اداري اډانه کې اداري فساد دومره پراخ او ژور دى ،چې دهر ډول ټولنيز خيريه او عام المنفعه کار داجراء او پلي کېدا پر وړاندې جدي ګواښونه، ننګونې او خنډونه رامنځ ته کوي او په دې توګه د هرډول سياسي ،ټولنيز ، اقتصادي اوکلتوري حرکت مخنيوى کوي . دحامد کرزي داوسني حکومت د بنسټ ستنې په اداري فساد ولاړې دي ، چې ټوله اداره يې فاسده او چټله کړې ده. هېواد ته راغلې په مېلياردونو ډالره مرسته په ښي لاس راغله او په کيڼ لاس بېرته ولاړه، چې دغه کار دنړيوال ښکېلاک او زبېښاک توره او کرغېړنه څېره نه يوازې افغانانو ته بلکې د نړۍ مترقي ولسونو ته هم په ډاګه او څرګنده کړه . نړيوال ښکېلاک اوښکېلاکيان _ زبېښاک او زبېښاکيان په هېڅډول سره نه غواړي،چې افغان ټاټوبى په رښتيني او صادقانه توګه سره جوړ او ودان کاندي، ځکه ښکېلاکيان په افغانستان او سيمه کې دستراتيژيکو موخو اوږد مهاله پروژه او سناريو تر لاس لاندې لري ،چې د دغې سناريواوپروژې د پلي کېدا اوترﻻسه کېدا په لړ کې بايد افغانستان د ثاني فلسطين بڼه ځان ته غوره کاندي . يو داسې فلسطين،چې په هغه کې اداري فساد ، جنګ جګړې، دنېشه ييزه توکو کاروبار ، جګړماران ،دځمکو دغصب او نيواک مافيا، بې کفايته اداره او ګډوډي شتون ولري . افغانستان دخپل خورا حساس او جيو پوليټيک موقعيت له مخې په سيمه او نړۍ کې تل مدام دنړۍ دښکېلاکي ځواکونو دسياليو مرکز په توګه پاتې شوى دى،نو همدا لامل دى ، چې هر ښکېلاکي ځواک، چې کله پردغه خاوره ديرغل تکل کړى ،نو لومړۍ يې دکورني ګوډاګيانوپه مټ ددغه هېواد سياسي ،اقتصادي او نظامي اډانه ورانه کړې، اووروسته يې پرې وسله وال بريد او تېرى کړى ، افغان اوافغانستان يې د پولۍ ټک ته کښېنولى دى . اوس يو ځل بيا دابدالي بابا خوږ ټاټوبى افغانستان دخپل سياسي ژوندانه له خورا حساس او برخليک ټاکونکي پړاو څخه دتېرېدا په درشل کې دى ، نو دا دهر افغان او مسلمان ملي ،افغاني او اسلامي دنده ده، څو دښکېلاک او ښکېلاکيانو دتوطيو او دسيسو د ځپنې اوشنډاوي په موخه د شخصي او ګوندي ګټو پرځاى ملي او افغاني ګټو ته لومړيتوب ورکړي او په ګران هېواد انقلابي افغانستان کې درښتيني ملي وحدت په رامنځ ته کېدا کې رغنده رول ولوبوي . دتاريخ په دغو خورا حساسو او برخليک ټاکونکو شېبو کې دافغانستان خپلواکي، ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتيا د هر افغان څخه غواړي ، څو يو بل ته دملي يووالي اوپيوستون لاسونه ورکړي . په دې برخه کې لږ غوندې بې غوري او بې توپيري به دافغان ولس او افغانستان لپاره خورا بدې پايلې ولري، چې جبرانول به يې ناشونى کار وي . پرهمدې بنسټ يو پياوړى ، ځواکمن او پرمختللى افغانستان نه يوازې دافغانانو ، زموږ دګاونډيانو په ګټه دى، بلکې دټولې مترقي اومتمدنې نړۍ په ګټه هم دى ، نو په دې لړ کې بايد نړيواله ټولنه دافغانستان پر وړاندې کړې ژمنې او تړونونه دعمل په ډګر کې پلي او اجراء کاندي ، څو افغان ولس او افغانستان له روان ناورين څخه په بريمن ډول سره راووځي او دهېواد دسياسي ،اقتصادي اوسوله ييزې هوساىنې ، آرامۍ او سوکالۍ په لور چټک او ګړندي ګامونه واخلي ،اوافغان ولس د نېکمرغه ژوند ژواک خاوندان وګرځي . په همدې هيله ! فضل وزير هيله من