هرو مرو  درنه  پوښتنه کيږي !

 په ډېر تاسف سره چې څه د پاسه درې لسیزې وشوې، په ګران افغانستان کې د جګړو بدمرغه او خونکار اور بل دی .هره ورځ ګڼ شمېر بې ګناه او بې دفاع افغانان په کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي .
د لمر په شان ښکاره ده ،چې  دغه خونکار اور د لومړۍ ورځې نیولي تر ننه پورې له بهره سرچینه اخلي .خو دا افغان دی، چې لا یې هم عقل کار نه کوي، د یوه او بل په وینو نه مړیږي .بلکې ورځ تر بلې نور هم  مرګوني جګړې ته زور ورکوي .
آخر دا څنګه جګړه ده، چې پای نه لري ! دا څنګه وروروژنه ده ،چې نه بس کیږي! دا څنګه تنده ده، چې د افغان په وینو نه ماتیږي ! دا څنګه له کاڼو جوړ زړونه دي، چې د دې هېواد په تور سرو، میندو، پلارونو او واړو ماشومانو نه دردیږي!دا څنګه عقل دی، چې لاهم د نورو په اشارو او لمسون خپل ورور  وژنو، د ده ماشومان او تورسرۍ د بل در ته کېنوو او دا څنګه افغانیت دی، چې ځانته د ښه ژوند تېرولو فکر کوو، ولې د بل افغان مسلمان ورور لپاره د مرګ او بې عزتۍ څاه کېندو.
زه وایم ، چې ای افغان ځوانه ، د قوم مشره ، دیني عالمه ، روښنفکره او د قلم خاونده !
که چېرې لا هم په داسې ځورونکي او سخت غمجن حالت کې بې پروا او غافله پاتې شئ ،د دې خونخوارې جګړې او افغان وژنې لړۍ د پای ته رسولو په لارو چارو سم فکر ونه کړئ ، عملي قدمونه پورته نه کړئ، ځانونه ستونزو ګاللو او تکلیف ایستلو ته ونه سپارئ ، نو یوه ورځ راروانه ده، چې  له تاسو هر یوه به هرو مرو پوښتنه کیږي.چې اخر ستاسو مسوولیت او دنده څه وه .ته د قوم مشر، دیني عالم ، روښنفکر، ځوان او د قلم څښتن وې، خو سره د دې ټولو  ولې ستاسو تر مخ وینې بهیدې،څنګه  تر لسیزو ، لسیزو جنګ روان وو، ولې یوه افغان د  بل افغان شرین ټټر سوری ، سوری کړ او د ده تنکي ماشومان یې د ژوند کولو له ټولو خوږو نعمتونو محروم کړل .
شک نشته ، چې زموږ  اسلامي او کلتوري ټولنه ده، چې له همدې کبله په کې  اسلامي ارزښتونه او یو لړ  ډېر درنه دودونه حاکم دي .
 که چېرې د لېرو پرتو سیمو اوسېدونکو ته دیني علماءاکرام او ملاامامان د مثال په ډول ووایي، چې دوه ، دوه ورځې ډوډۍ ونه خورۍ .زه باور لرم ، چې د دوی د عزت او درناوي په خاطر به ټول خلک له دوه وخته ډوډۍ نهار کېني، خو د علمااکرامو او ملاامامانو خبره به په ځمکه نه اچوي .
همداشان که چېرې  د قوم اصلي  محبوب مشران هم  خپلو خلکو ته په ورته ډول څه ووایي، اکثره قوم به یې خبره او سپارښتنه ماته نه کړي .
نو په کار ده، چې دیني عالم، ملا امام ، د قوم مشر ، د قلم خاوند ، روښنفکر او نور ټول اړونده قشرونه په دې خطرناک اور دسولې پاکې او خوږې اوبه وشیندي او د هرې ممکنه لارې څخه د ټولو هغو افغانانو ذهنونه تنویر کړي، چې په هېواد کې د ننه او بهر یې په خپلو کې یو بل ته سلاح پورته کړي ، د یوه او بل کورنۍ بې موجبه د ویر او غم په ټغر کېنوي .
علماءاکرام دې دخپل اسلامي مکلفیت له مخې د جوماتونو ، ممبرونو او دیني مدرسو څخه د سولې او ورورګلوئ پيغامونه پورته کړي، خلکو ته دې د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې دا روښانه کړ ي، چې د یوه مسلمان د وینې تویول څومره اعظیمه ګناه لري ، د یوه مسلمان د مال غلا کول، د انسان تښتونه ، د نشې کول  او په مجموع کې د خپلمنځي وینو تویېدل د لوی رب ج په نزد څومره ستر او نه بښوونکی جرم دی .
همداشان د قوم مشران باید په خپلو کلیو او بانډو کې دخپل نفوس او درنښت څخه په استفادې خلک د جنګ ، ورانۍ، کرکې او یو بل ته د زیان اړولو څخه وژغوري او  پرځای دې  سولې او امن ته وهڅوي، ملي یوالي او ورورګلوۍ ته دې دعوت کړي .هغه څوک چې د ناپوهۍ له وجې په دې نه پوهیږي، چې خپله خاوره څومره حقوق لري او قدر یې څه دی؟  هغوی باید په ډېره نرمه او ماهرانه ژبه پوی شي .چې ګران هېواد افغانستان زموږ د ټولو افغانانو ګډ کور او شرینه مور ده  او  د دې ګډ کور او شرینې مور په ټپونو د ملهم لګول د هر افغان اسلامي او وجداني دنده ده .
دغه راز  د قلم خاوندان، کارپوهان  او نور  ویښ زلمیان باید کاملاً درک کړي، چې د افغان وژنې لړۍ  په دې سره پای ته نه رسیږي، چې یوازې په ټولنه کې منفي اړخونو ته په کتبي او شفاهي لحاظ زور ورکړو او  هغه ستونزې او ناخوالې راوسپڼو، چې مشکل پرې نورهم زیاتیږي . بلکې د وینو تویېدل او د سولې ټينګښت هغه وخت صورت نیولی شي، چې ټول خپل مسوولیتونه وپېژنو، ملي احساس په ځانونو کې د زړه له کومې پيدا او پياوړی کړو .وروسته له ټولو ممکنو لارو چارو څخه په ګټې اخېستنې د سولې ملي پروسې سره بشپړه همکاري وکړو. که څوک ووایي، چې په هېواد کې د جنګ ختمولو لپاره د سولې عالي شورا رامنځته شوي .دا پر ځای او سمه خبره ده . خو دا سمه نه ده،چې د ناورین ختمولو مسوولیت دې په ټوله مانا په یاده شورا ور واچول شي. دوی په یوازې ډول هېڅ هم نه شي کولای ، موږ افغانان یې باید تر شاه ودرېږو، په ټولو لارو کې یې کلکه ملګرتیا وکړو.د قلم ، ژبې او نورو سولیزو لارو خلک  د دې پروسې سره همکارۍ کولو ته وهڅوو او په لازمه توګه د ذهنونو په روښانولو کې عامه پوهاوی وکړو، ترڅو په رښتیني ډول خونخوار اور پای ته ورسیږي او نور په دې غمجنه خاوره د سولې، ښادۍ او پرمختګ سپينې کوترې سپین وزرونه وغوړوي .
ډېر ژر د یوې داسې بختورې  ورځې په هیله چې هر کال د سولې رښتیني بریالۍ ورځ په رسمي ډول د هېواد په کونج ، کونج کې ولمانځو. آمین یا رب العلمین
 
مبارزمحمدځدراڼ /خوست /افغانستان
ورځ :شنبه
نېټه :۱۳۹۰/۶/۲۶