د سيمکارتونوثبتونه د ټولنيزو ستونزو او ناندريو مخنيوى کوي!

 
د ٢٠٠١ زېږديزکال د سپټمبر د مياشتې د ١١ مې نېټې پېښې د نړۍ په سياسي تاريخ کې د نوي بدلون او اوښتون د مترادف عمل په توګه بلل کېږي ،ځکه پر نوموړې نېټه د امريکې په متحده ايالتونو باندې د القاعدې ترهګريز سازمان له خوا ځپند بريدونه اوګوزاونه ترسره شول ،چې له کبله يې د واشنګټن او نيويارک ښارونو پرتمينې ودانۍ او آسمان څکي برجونه والوزول شول . د القاعدې شبکې بريدونو امريکې او لويديځ ته داپلمه په لاس ورکړه ،څو زموږ په ګران هېواد افغانستان بريد وکړي . امريکې او ټلوالې يې د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورادپرېکړې په رڼاکې پر افغانستان وروبلوسېدل ، او دڅو اوونيو په موده کې يې د طالبانو رژيم نسکورکړاو پرځاى يې نوې لنډ مهاله ادارې د چاروسياسي واک ترلاسه کړ.په افغانستان کې د نوې ادارې له راتګ وروسته دهېواد په سياسي ، اجتماعي ، او اقتصادي ژوندانۀ کې يو نوى باب پرانېستل شو ،چې په دغه پړاوته د افغاني ټولنې د رنسانس پېروېل کېږي ؛ځکه له يادې نېټې له اوښتون وروسته دافغاني ټولنې هرې برخې دودې او پرمختګ يون او خو ځښت پيل  کړ ،چې په لږ ه موده کې يې بې سارې  برياوې اولاس ته  راوړنې په برخه شوې  . د هېواد اقتصادي ودې په لړ کې يو هم د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو ډګر ته نغوته کولى شو، چې په دالس کالنه موده کې د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کونې څانګې خورا چټک پرمختګ وکړ ،چې دسيمه په کچه يې بېلګه اوسارى په نويات ډول سره لېدلى شو . که چېر ې دهېواد فزيکې او جغرافيوي محدودې او شپول ته نظر وکړو ، نو خاوره مو کوچنۍ او د مخابراتي خدمتونو کچه پراخه او ويړه ده .اوسمهال دافغانستان د مخابراتو له وزارت څخه د افغان ټېلې کام ، روشن ، افغان بېسيم ، اريبا ( ام، ټي ، ان ) او اتصالاتو مخابراتي شرکتونو د کار او فعاليت رسمي جوازونه اخېستي ، او په عملي توګه په کار بوخت دي . دغو شرکتونو د افغانستان څلور دېرش ولايتونه تر مخابراتي چتر لاندې راوستلي ، چې دغې چارې په هېواد کې د مخابراتي نظام د چټکې ودې او پرمختګ د پروسې سره مرسته کړي ،او دغه  بهير د افغانستان د اقتصادي ترقۍ سره په لنډه موده کې خورا ډېر مرسته او همکار ي کړې ،چې  پخوا تردې يې مخينه نه لرو . دادى اوسمهال د يادو مخابراتي شرکتونو د کار او فعاليت ترڅنګ د نوري فايبر خدمتونه هم هېوادوالو ته  ديوۀ بل مخابراتي بديل په توګه وړاندې کېږي ،چې دا چاره په خپله اډانه کې  د يادؤنې او پاملرنې وړعمل دى .په هېوادکې د مخابراتي شبکو ډېرښت اوزياتون په کورنۍ کچه هېوادوالو، ملي سوداګرو ،مسافرانو او دټولنې دولسي پرګنـو ته زښتې ډېرې اسانتياوې ورپه برخه کړې،خو له دې سره جوخت  نوموړوشبکوافغانانو ته يو لړ جدي ستونزي او مشکلات هم  راوټوکول.،ځکه د يادو شبکو د مثبتو هغو ترڅنګ منفي پديدې هم ولس ته وړاندې کړي،چې په دغه برخه کې دناثبت شويو سيمکارتونو يوه خورا جدي او دغور وړ ربړه او ستونزه راپورته کړې ده . د همدغو مخابراتي شبکو د ناراجسټر شويو سيمکارتونو څخه د هېواد په بېلابېلوولايتونو، ولسواليواوسيموکې د ترهګريزه بريدونو د پلانونودطرحه کولو او پلې کولو په موخه استفاده کېږي ،چې په ځينو مهمو ښاري سيمو کې دډله ييزه ځانمرګي بريدونو په برخه کې ورنه په  لويه کچه ګټه اخېستل کېږي ،چې ښکاره بېلګې يې د روان لېږديز کال په جريان کې دننګرهار ولايت د جلال آباد په ښار کې د کابل بانک په څانګه او د کابل ښاردمېلمه پال (انټرکانټينېنټال ) په هوټل باندې د ترهګرو له خوا ډله ييزه ځانمرګي بريدونو څخه يادونه کولاى شو ،چې په ترڅ کې يې زموږ ګڼ شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله ورواوښته ،اوعمده اواساسي لامل يې  د مخابراتي شرکتونوله خوا د ناثبت شويو سيمکارتونو ستونزه وه ،چې په لنډو ورته اشاره وشوه .له بل پلوه دناثبت شويو سيمکارتونو ټولنيزې ستونزې هم راولاړې کړې دي . ناثبت شويو سيمکارتونو په کورنۍ کچه د ټولنيزو،کلتوري اواخلاقي ستونزو او ناندريو يوه لويه څپه راپورته کړې ده . نامسؤول کسان او په تېره د ټولنې ځوان کهول د ناثبت شويو سيمکارتونو څخه په ګټه اخېستنې بې له اړتيا د ټولنې دنورو وګړو سره تماسونه نيسي او دهغوى لپاره مزاحمت او ستونزې راولاړوي . داهغه ځوانان دي ، چې په يو ډول نه يو ډول د ټولنې پراوږو بار هم دى . داټېليفوني ځورونه او ازارونه کله په  ساعتونو،ورځو، اوونيو او ان مياشتو دوام کوي، او بې له کومې پېژندګلوۍ اومنطقي کارڅخه مقابل لورى ځوروي او هغوى ته  ډول -ډول ټولنيزې ستونزې او مشکلات پيداکوي .دغه راز ددغو ناثبت شويو سيمکارتونو يوه بله جدي ستونزه کلتوري او اخلاقي ستونزه او ربړه ده .دناراجسټرشويو سيمکارتونو په لاس ځوانان او پېغلې له يوبل سره تماسونه نيسي ،چې دا کار ددوى ترمنځ بازاري او احساساتي مينې او محبت ته زمينه برابروي .بياداد دروغجنې اومبتذلې مينې تار دومره ټينګ ؤاوبدل شي،چې په پايله کې ځوان او پېغله د خپل کور څخه تېښتې ته اړباسي ،چې داچاره بيا په خپله اډانه کې ددووکورنيو(هلک اونجلۍ) ترمنځ د بدۍاو دښمنۍ لامل ګرځي او خبره ان ترمحکمو،قضايي ارګانونواومرګ ژوبلې رسيږي ،چې دغه چاره زموږ د ټولنې له افغاني ، اسلامي او کلتوري ازرښتونو او آرونو سره په چورلټ ډول سره تضاد او ټکر لري . خوست هم دافغانستان په فزيکي اډانه کې يو خورامهم او دستراتېژيک موقعيت څخه برخمن ولايت دى . په دغه ولايت کې هم د افغان ټېلي کام ، روشن ، افغان بېسيم ،اريبا (ام ، ټي ان )اواتصالاتو مخابراتي شبکې فعالې اود مخابراتي خدمتونوپه وړاندې کولو بوختې دي . د همدغو شبکو سره اړوند مسؤول کسان او دهغوى استازۍ (نمايندګۍ )دا سيمکارتونه په توربازارکې په نا ثبت شوې بڼه پلوري . ورته ټولنيزه،کلتوري اواخلاقي ستونزه په خوست کې هم روانه اوجاري ده ، ځکه دلته دامنيتي برخې سربېره په ټولنيزه او کلتوري برخو کې هم ستونزې راولاړې کړې دي ،چې د سيمکارتونودناراجسټرۍپه دغه ولايت کې ټولنېزې او کلتوري ناندرۍ راپورته کړې دي .داناثبت شوي سيمکارتونه د ټولنې هره پرګنه ،هر طبقه او هره څانګه ترخپل اغېز لاندې راوستلې او په دې برخه کې يې خلکو او په تېره کورنيو ته لويې ستونزې او ناندرۍ راټوکولې دي او ورته کانې ،چې د ټول هېواد په کچه ترسره کېږي ، په خوست کې هم  تر سره شوې او لاد ترسره کېدا په حال کې دي ،چې په خوستي ټولنه کې يې امنيتي ،ټولنيزه ،کلتوري او اخلاقي ستونزې او مشکلات منځ ته راوړي ،او له همدې کبله په دغه ولايت کې دجرمونو د ګراف کچه لوړه تللې  ،چې عمده او بنسټيز لامل يې همداناثبت شوي سيمکارتونه او دهغوى مسؤوليته او مبتذله کارونه او استعمال دى .چې په هېڅډول سره زموږ دملي،اسلامي او افغاني ټولنې دواکمنو ازرښتونو او دودونو سره اړخ نه لګوي ،نو پرهمدې توسن بايد د افغانستان د مخابراتو وزارت ددغې ستونزې ددايمي حل په موخه رغنداو کوټلې تګلاره او ستراتېژي طرحه او د عمل په ډګر کې پلې کاندي .افغانان په نړيواله کچه يومنل شوى غني او بډايه کلتورلري ،چې بېلګه او سارى يې په نړۍ کې نه لېدل کېږي ،نو پرهمدې بنسټ بايد افغان دولت او دولت مشران  داصيل ملي، افغاني او اسلامي کلتوراو فرهنګ د ساتنې په موخه پرېکند او ټاکونکي اقدامات او اجراآت وکړي ،ترڅوزموږ د افغاني ټولنې دسوچه ،نږه او اصيلو افغاني او اسلامي ازرښتونو تومنه او متره وساتل شي او ګران افغانستان د نړۍ له مترقي اوپرمختللوهېوادونواوملتونو سره د سيالۍ جوګه وګرځي .                          په همدې هيله!
                                                                                                                                                              فضل وزير هيله من