خوست دستراتيژيک موقعيت له مخې دنړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا لري

 خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي نن ورځ دخپل کارپه دفترکې ديونما دسياسي چارو دمسوولينو سره په دغه ولايت کې دنړيوالې همکارۍ ،غوره حکومتوالۍ ،سالمې ادارې ،دولسونو داړتياوو اوستونزوپه تړاو ليدنه وکړه.په دغه ليدنه کې په کابل کې ديونما دسياسي بخش مسوولې اغلې جونا،دزون دسياسي بخش مسوول ښاغلي هوګو اوپه خوست کې ديونمادبېلابيلو څانګو مسوولينوګډون درلود .په دغه دوه اړخيزه ليدنه اوکتنه کې ديونما مسوولينو دخوست ولايت مشرتابه سره دولايت استرايتژيک موقعيت ته په کتوسره په مهمومسايلوباندې بشپړې اوهراړخيزه خبرې وکړي ،ددغه خبرو دتمرکزپه عمده ټکوکې ،په خوست کې دبنسټيزو پروژودپلي کيدوپه ضرورت،دغوره حکومتوالۍ دبنسټونود ځواکمنتيا،دنړيوالې ټولنې دمرستې په اړتيا ،دولسونو داړينو اړتياوو اويوشمير نورو برخليک ټاکوونکو موضوعاتو يادونه وه ،چې دخوست ولايت دمشرتابه له لوري پرې رڼا واچول شوه ،نوموړي دخپلو خبروپه ترڅ کې په دغه ولايت کې دولايتي بيارغونې دډلې دمرسته څخه يادونه اومننه وکړه چې په ډيروبرخو کې يې په دغه ولايت کې ترسره کړې دي او اوس هم دوام لري ،ترڅنګ يې له دغه ولايت سره دنړيوالې ټولنې دمرستو په دوام اوزياتوالي باندې ټينګاروکړ،ځکه چې دخوست خلک دبېلابېلو طبعي پېښو او نوروناورينونوڅخه زيات زيانمن شوي دي چې په هره برخه کې دنړيوالې ټولنې همکارۍ ته اړتيا لري .ترڅو دبنسټيزې رغونې له لارې په ګډمسووليت سره غوره خدمت ترسره شي .
خبر:روان
۱۳۹۰/۶/۲۰
یکشنبه