
مرکې او جرګې دپښتنو هغه لرغونى او سپېڅلى دود دى ،چې له دېرو او اوجرو نه واخله بيا د هېواد ترکچې پورې پالل شوى او کارول شوى دى . دتاريخ په بېلا، بېلو زماني واټنو کې دپښتنو مشرانو ، سپين ږيرو او قومي مخورو به تل په کور، کلي ،خاوره او ټاټوبي کې د ورپېښو شوو ستونزو او لانجو دهواري لپاره مرکې اوجرګې کولې او دسيالو خواووترمنځ به يې روغه اوجوړه کوله . دلرغونو اريانونو ډېر دودونه ، دعيسى مسيح له ميلاد څخه سوونه کاله پخوا ، بېلا، بېلو دپښتنو ټبرونو خپل کړي دي ،چې په دې لړکې يې مرکې او جرګې دبېلګې په توګه يادولاى شو. ځينې په رواني ناروغيو اخته کسان انګېري ،چې ګنې جرګې دمغلو ، تورکانو او ساسانيانو له خوا دې هېواد ته راغلى دود او کلتور دى، حال دا،چې دلرغوني آريانااوآريايانود دولت والۍ او حکومت والۍ دسياسي تشکېلاتو په اډانه کې د سبها ( ولسي جرګه ) او دسميتي ( مشرانو جرګه ) جرګو تاريخ دومره پخوانى دى ،چې مغلواکي هډولا نه وه زېږيدلې .
پښتون ولس له ډېرو لرغونو زمانو څخه دخپل ټولنيز ژوندانه په هره برخه کې د ورپېښ شوي سياسي ، اجتماعي ، اقتصادي ،کلتوري ، مذهبي او داسې نورو... کړکېچونو دحل او هواري په موخه له کلو او بانډو څخه تر دربار او شاه پورې جرګې جوړې کړې دي . دپښتو درنې او خوږې ژبې په فلکلور او ولسي ادب کې له نن څخه په سوونه او زرګونه کاله پخوا دجرګو يادؤنه شوې ده ، چې داچاره په خپله د جرګې پرپښتني او افغاني اصالت او رسالت باندې دلالت کوي ، او ددې حقيقت ښکارندويي کوي،چې جرګه اصيل پښتني دود او کلتور دى . وګورئ ،چې په لاندې ولسي لنډۍ کې دجرګې انځور ګري په څومره لوړ او عالي ډول سره شوې ، وايي :
جانان مې لاړو مرورشو
اوس به جرګې ورته لېږم ، که پخلاشينه
په ګران هېواد انقلابي افغانستان کې دجرګو دتاريخي شاليد دجاج په لړکې غواړم ،چې دهېواد په بېلا، بېلو زماني واټنو کې دجرګو دشاليدپه اړه وغږېږم :
+ کله چې ميرويس نېکه دخونړي ګرګين پر وړاندې پاڅون وکړ، نو بيا په ( ١٧٠٩ ) زېږديز کال لويه جرګه جوړه شوه اوميرويس نېکه يې خپل مشر وټاکۀ .
+ دنادر افشار تر مړينې وروسته احمدشاه ابدالي په ١٧٤٧ زېږديز کال دلويې جرګې له خوا دهېواد ټولواک اومشر وټاکل شو.
+په ١٨٦٥ زېږديز کال دامير شېرعلي خان په زمانه کې دهېواد (٢٠٠٠ ) تنو استازو په ګډون لويه جرګه جوړه شوه.
+ په ١٩٢٤ زېږديز کال داعليحضرت امان الله خان په زمانه کې لويه جرګه جوړشوه ،چې داستازو شمېر يې ( ١٠٥٤ ) تنوته رسېدو او د(پنجدې )دبيانيولوغوښتنه يې وکړه،نوموړې لويې جرګې د ډيورنډ کرښه غير قانوني وګڼله او دپښتنو برخليلک يې په ډاګه کړ .
+ ١٩٢٨ زېږديز کال يوه بله لويه جرګه د اعليحضرت امان الله خان په زمانه کې جوړه شوه ،چې (١١٠٠) تنواستازو په کې ګډون وکړ او (١٤) نظامنامې يې تصويب کړې .
+ دسقاوزوى له ماتې وروسته ، داعليحضرت محمدنادر خان په زمانه کې لويه جرګه جوړه شوه او تر لسو ورځو اوږده شوه. ددې لويې جرګې په ترڅ کې ددولت دمامورينو دلقبونو ټاکنه ، دبيرغ رنګ ، دځينو لايحو تصويب او يو شمېر نورې پرېکړې وشوې .
+ په ١٣٣٤ لېږديز کال دوزير محمدګل خان په پرانېستونکى وينا ، دسردار محمدداودخان دصدارت په موده او دمحمدظاهرشاه په زمانه کې لويه جرګه ديوې مهمې مسئلې په اړه ،چې هغه دپښتونستان موضوع وه ،جوړه شوه .
+ په (١٣٤٣ ) لېږديز کال داعليحضرت محمدظاهر شاه په زمانه کې په داسې حال کې ،چې دنوي اساسي قانون له مخې محمد داودخان استعفاء کړې وه او ډاکټر محمد يوسف دصدارت واګي په لاس کې درلود ، لويه جرګه جوړه شوه او دنوي اساسي قانون مسوده يې تصويب کړه .
+ کله ، چې محمد داودخان ديوې کودتا په ترڅ کې جمهوري دولت اعلان کړ ، د دۀ په زمانه کې هم يوه لويه جرګه جوړه شوه . دا لويه جرګه په ١٣٥٥ لېږديز لمريز کال ديوې علاميې په ترڅ کې اعلان شوه ،چې دمرغومي په ١٩ مه نېټه به پيليږي او په ٣٠ مه نېټه به پاى ته رسيږي . ددې لويې جرګې له خوا اساسي قانون تصويب شو او هم محمد داود خان دولسمشر په توګه وټاکل شو .
+ په ١٣٦٤ لېږديزلمريز کال ،چې د ١٩٨٥ زېږديز کال سره برابره وه،دغويي په درېيمه نېټه په داسې حال کې ،چې دروسانو پوځونه په افغانستان کې شتون درلود ، يوه لويه جرګه دببرک کارمل له خوا جوړه شوه . نوموړي دملي واکمنۍ دټينګښت په اړه اوږدې خبرې وکړې او هم يې دروسانو او دهغوى دپوځونو دشتون په اړه څرګنده کړه : ( ترهغوچې بهرنۍ لاسوهنې او تېرى بندنشي ، دشوروي اتحاد پوځونه به له موږ سره وي ... ) او هم يې وويل : (معيار وطن پرستى در سويتيزم است . ) (دهېواد پالنې معيار په سويتېزم کې دى . )
+ په (١٣٦٥ ) لېږديز لمريزکال ،چې د (١٩٨٦ ) زېږديزکال سره يې سمون درلود ،دډاکټر نجيب الله له خوا، چې دکارمل نه وروسته يې دچارواګي په لاس کې وې ، يوه لويه جرګه راوغوښتل شوه .
+ په ١٣٦٦ لېږديز لمريز کال، چې د (١٩٨٧ ) زېږديز کال سره برابره وه ، دډاکټر نجيب الله له خوا يو ځل بيا لويه جرګه راوبلل شوه ،چې په هغې کې يو اساسي قانون تصويب شو.
يادؤنه : کله ،چې برهان الدين رباني واک ته ورسېد، او ددې لپاره،چې دلويې جرګې ملي دوديې زيانمن کړى وي ، نو دلويې جرګې پرځاى يې د ( اهل حل وعقد ) په نوم ديوې شورا دجوړا وي هڅه وکړه ، داتش په نوم داهل حل وعقد شورا په هرات کې جوړه شوه ، او د اکثريت افغان ولس له خوا په چورلټ ډول سره رد شوه . ددغې جرګې پايلې شرموونکې او خندوونکې وې ، ځکه په دغه شوراکې يوازې څو تنو جګړه مارانو او وينه څښونکو قوماندانو ګډون درلود ،چې د رباني له ګوندسره يې اړوند تيا درلوده .
+ د ١٣٨١ لېږديزلمريز کال دغبرګولي په ٢١ مه نېټه،چې د ٢٠٠٢ زېږديز کال دجون له ١١ مې نېټې سره يې سمون درلود ، دپخواني پاچا ارواښاد محمدظاهرشاه له خوا لويه جرګه پرانېستل شوه ،چې (٩ ) ورځې اوږده شوه او حامد کرزى يې دمنځمهالې ادارې مشروټاکۀ . حامد کرزي دپخواني پاچا محمدظاهرشاه دوياړونو په لړکې هغه ته دملت بابا وياړ او لقب هم لويې جرګې ته واوراوۀ .
+ په ١٣٨٢ لېږديزلمريز کال ،چې د ( ٢٠٠٣ ) زېږديز کال سره برابر ؤ، کابل ته د اساسي قانون دتصويب په موخه يوه بله لويه جرګه راغوښتل شوه ،چې نوموړې لويې جرګې د ليندۍ له ٢٢څخه دمرغومي تر ١٤مې نېټې پورې دوام وکړ .يادې جرګې دافغانستان نوى اساسي قانون په (١٢ ) څپرکواو(١٦٢) مادوکې درايو په اتفاق سره تصويب کړ،چې اوسمهال په رسمي ډول سره توشيح او نافذدى .
پتېيل شوې ده ،چې دافغانستان او امريکې ترمنځ داوږد مهاله ستراتېژېکو اړيکو دتړون دلاسليک په اړه په راتلونکې لنډه موده کې لويه جرګه راوغوښتل شي ،چې داچاره په خپله په افغان وطن کې دمرکو او جرګو دبډايه او شتمن دود او کلتور په سپېڅلتيا،رښتينوالۍ ، اصالت او رسالت باندې دلالت کوي .
جانان له ما نه مرور دى
دآسمان ستوري به جرګه ورته لېږمه
فضل وزيرهيله من