
پښتانه څومره ښه وايي ،چې جګړه ورانى او تباهي ده او ياوايي ،چې دجګړې خبرې خوږې او ساعت يې تريخ دى . جګړه تل دزورور- کمزوري ، دګرم - ناګرم ،دحق اوباطل په نومونو پيل شوې ده . زورورتل په کمزورو اوکموسو وګړو دخپلې واکمنۍ دساتنې لپاره جګړه تر بلې هرې وسيلې زياته اسانه او غوره لار بللې ده .جنګيالي جګړه کول خپل حق بولي . داټول دڅه لپاره ؟ ايا دالله (ج) رازهمدا دى ؟ اياپه طبيعي ډول جګړه تر نورو زياته دژوندکولو يوه ښه لاره ده ؟ څه ووايم، لکه ،چې داسې به نه وي . زما په اند،چې جګړه دانسان په خلق شوي فطرت کې د دوونا سمو پديدو،چې يويې حرص او بله يې ځانمنمي ده ، يو احساسېدونکى ثبوت دى . که څه هم په څرګنده داسې ښکاري ،چې جګړه به دانساني فطرت سره تړلې پديده وي ، ځکه چې موږ په تېرانساني ژوندکې داسې دورې نشو لېدلاى ،چې دځمکې پرمخ بشري ټولنې دې ديوبل سره په ارامۍ ، هوسايۍ اوسوکالۍ کې څنګ تر څنګ ناستې ولاړې کړې او خپل ژوند دې يې کړى وي . په حقيقت کې جګړه يو کسبي زده کړه او تجربه ده ،چې يو انسان يې دژوند په اوږدوکې زده کوي ، خو داتجربه او زده کړه هغه وخت د وراني او تباهۍ په واقعيتونو بدليږي ، کوم وخت ،چې يو انسان په نورو باندې دخپلې ځان غوښتنې قانون ورتپل خپل مشروع او رواحق و بولي . دا به ومنو ،چې ژوند يو روان الغاوتلغاواواله ګوله ده ، او دهر ډول طبيعي ناخوالو او نادودو پروړاندې دخپلې بقا او پايښت لپاره يوه پياوړې هڅه او مبارزه ده او داالغاو تلغاو په خپله دجګړې يو ډول دى ،چې البته دژوندي موجود له خوادبهرنيو لاملونو پر وړاندې دغبرګون په ډول رامنځ ته کېږي .ايرانى ليکوال احسان تبريزي وايي :(جهان عرصۀ تنازع بقا است !) پښتوژباړه : (نړۍ د ژوند دپايښت جګړې ډګر دى .) جګړه داسې هم تعريفولاى شو،چې جګړه دوږي اوماړۀ ترمنځ يوه روانه طبيعي ستونزه ده،چې کله -کله داستونزه په يوې پراخې تباهۍ او غميزې پاى ته رسيږي . که چېرې موږ ځينو ساينسي نظريو ته پام وکړو، دابه راته معلومه شي ،چې دژوند په ډېر ولومړيو پړاوونوکې لويو ژونکو (حجرو ) دخپل طبيعي پايښت لپاره داستوګنې په خپل چاپېريال کې دخوراکي توکو دکمښت له امله کوچنۍ اوکمزورې ژونکې دخپلوخوراکي توکو په ډول تر بريد لاندې نيولې او هغوى يې خوړلې دي . که دا نظرونه رښتيا وي ،نوموږ به دانساني فطرت سره دجګړې پر اړيکوهرومرو شکمن شو. زما په اند که څه هم زۀ جګړه په ژوند کې ديوۀ عيني حقيقت په توګه پېژنم ،خوزۀ جګړه ديوۀ ناروغ انساني فکر محصول بولم . دطب په نظر جګړه ماران نورمال انساني فکر نه لري ،هغوى لېونيان او ډاراچوونکى فکر او طبيعت لري . که څه هم ځينې به دځان او چاپېريال ساتنې لپاره دجګړو په برنامو او پروګرامونو مجبوريږي ، او ځينې بيا د بل په کور کې دواکمنۍ او واکدارۍ او د
بل دحقه حقوقو غصب کول ، دخپلې جګړې دپيل لپاره ښه دليل بولي ، ځکه چې دوى خپل ځان تر هغو نورو غوره ،اشرف او دلوړ انساني ژوند دنعمتونو او حقونو څښتنان او ساتندويان بولي . ډېر لېرې به نه ځو ، همدا نېږدې پېنځوس کاله مخکې په پخواني شوروي اتحاد کې دهغه مهال دزورواک او دېکتاتور جوزېف ستالين ترتېرې چاړې لاندې ( ٤٣ ) مېليونو روسانوخپل ژوند له لاسه ورکړ. ستالين يو شخص ؤ،چې ددغه (٤٣ ) مېليونو انسانانو دژوند دوام او پاى ددۀ په نظر پورې اړه درلوده . او که ددۀ نظر ددوى په اړه وژونکى نه واى او د (٤٣ ) مېليونو انسانانو هم ددۀ سره په فکري او نظري ډول توافق درلوداى ، نو هغوى به نه مړۀ کېدل . همدا څه دپاسه شپېټه کاله دمخه په مېليونونوانسانان د اودلوف هېټلر دجګړه غوښتونکي فکر قرباني شول . څه باندې پېنځوس کاله ترمخه يومېليون ويټناميانو او پېنځه پنځوس زره امريکايانو دامريکې دهغه مهال دولسمشر دتيريګر فکر او خيال په لوموکې خپل خوږ ژوند له لاس ورکړ، او بالاخره زموږ دګران هېواد افغانستان په دا تېرو درې لسيزوجګړو کې دروسي لېوني واکمن ليونېت برېژنېف د ظالمانه پراختيا غوښتنې دسياست په پايله کې او دهغه پروړاندې دامريکايي واکمن رونالد رېګن دوسلو سيالۍ په نتېجه کې دوه مېليونه افغانانوخپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او د ( ٦٠٠ ) زرو په شاوخواکې افغانان معلول او معيوب شول . که دموضوع اصلي بنسټ ته پام وکړو ، نو پوه به شو ،چې داهرڅه ولسونه پرځاى او په حق کوي ، ځکه چې ستالين،. هېټلر، پرېژنېف ، رونالډ رېګن ، جورج بوش مشر اوجورج بوش کشر او داسې نور ډېر کم شمېر خلک دي ،چې دتاريخ په اوږدوکې يې ټوله انساني نړۍ په يوۀ لوى انساني وير او ماتم کښېنولې ده .داچې ولې انساني ټولنې د دا ډول بې رحمه قاتلانو ترلاس لاندې ژوند کوي او يا ولسونه ولې ددې لېونيانو تر شا دريږي ، زما په اند داندېښنې وړ پوښتنه ده ،ځکه که ولسونه دهغو مشرانو راپروځول خپل حق وبولي ،چې نورمال انساني فکرونه لري ، نو دابه شونې شي ، دجګړې دوراني او تباهۍ پېښې او ستونزې کمې شي . که څه هم د تاريخ په اوږدو کې وژونکو او قاتلو واکمنو دخپلو ولسونو د تېراېستنې او غولونې لپاره ډول ډول پلمې اوچلونه کارولي ، څو په دې بريالي شوي ،چې يوه ډله په خپلوګټومين خلک دټولنوڅخه دخپل ملاتړ لپاره راجلاکړي . هرچا دخپلې جاري کړې جګړې لپاره يوه پلمه جوړه کړې ده ، لکه دځينو جګړو لپاره يې مذهبي قبالې په خپلوتخرګونوکې نيولې ، خوځينو بيا دپوستکي او ويښتانو د رنګ څخه دکرکې په نوم خپلې چاړې دانسانانو پرغاړو تېرې کړې . يوشمېرنورو بيا دقوم او توکم په نوم داسې جنايتونه کړې ،چې په اصطلا ح مترقي نړۍ يې شرمولې او په دې لړ کې ښکاره بېلګه د افريقايي هېواد روندا د دوه توکمونو هوتواوتوتسي يادونه کوﻻى شو، چې په ١٩٩٦زېږديز کال را منځ ته شوه ،په دغه خونړۍ اوبشري ضد جنايت کې د هوتو توکم دتوتسي توکم ډله ييزه وژنه پيل کړه ، چې په ترڅ کې يې (٦٠٠) زره توتسيان او منځلاري هوتيان ووژل شول . او ډېرو بيا دختيځ په نوم دجګړې لپاره داورلمبې بلې کړې دي . په هر صورت سره که جګړه دانساني فطرت خاصه هم وي او يا دشرايطو پربنسټ دجګړې ناورين رامنځه کېږي ، دابه ومنو ،چې جګړه دانساني ټبر او ټول بشري ژوندون لپاره يوه لويه ضايعه او تباهي ده . د بشري ژوندپه اوږدو کې جګړه دانساني ټولنو بې شمېره پلارني ميراثونه او تاريخي نښې نښانې له منځه وړي دي .تاسې فکر وکړئ ،که جګړه نه واى ،انساني او بشري ټولنې به دخپلو نيکونو دکار نامو څخه څومره شتمنې اوبډايه واى . جنګ جګړو د بشري ټولنې اقتصادته دتاريخ په بېلابېلو پړاوونوکې خورا لوى لوى زيانونه وراړولي ، او دمېليونونو انسانانو ژونديې ورنه اخېستلاى دى .څه باندې درې لسيزې کېږي ،چې په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده اوداجګړه ،چې په اصل کې دافغاني ټولنې غميزه بلل کېږي،په هېڅډول سره افغاني صيغه نه لري ،چې له بده شامته اوس يې سيمه ييزه او نړيواله بڼه ځانه ته غوره کړې ده، چې دافغانانو سربېره يې نړيوالې ټولنې ته هم ځاني اومالي زيانونه ور واړول .په دې لړکې يې ښکاره بېلګه دامريکې پرمتحده ايالتونو د ٢٠٠١ زېږديز کال دسپټمبر ١١ مې نېټې پېښې دي . اوس په هېواد کې دتلپاتې سولې او امنيت په موخه افغان دولت پراخې هڅې پيل کړې او په دې ترڅ کې دسولې عالي شورا خپلې هڅې په کورنۍ او بهرنۍ کچه تېزې او چټکې کړې دي ، نو بايد افغان دولت ، ددولت مخالفين زموږ ګاونډي هېوادونه او په تېره بيا نړيواله ټولنه دسولې روانې پروسې څخه په غوڅ اوجدي توګه ننګه او ملاتړ وکړي ، ترڅو زموږ خوږ هېواد تاريخي افغانستان له روان ناورين څخه راووځي او افغان اتل او باتور ملت دهوسا، ارام او سوکاله ژوند لپاره دودې ، پرمختګ او ترقۍ په موخه خوځند او چټک غورځنګ پيل کاندي .
په همدې هيله !
فضل وزير هيله من