اې زړګيه!

  نن بيا ولې دومره په ټوپو يې؟ ولې دومره بې واره يې؟ دا ته دکومو تلليو ﻻرې څارې؟ دهغه تلليو چې په رانجو لړلي اوښکو يې ستا دزړه تر کوره ﻻرې جوړې کړي وې؟که د هغه تلليو چې په سلګيو يې ستا د زړۀ ور ټکولی و؟ صبر وکړه مه ګوره په شا ، تللي خلک بيرته نه راګرځي .دا د سوداګرو ښار دی،دلته يواځې پلورل شته پيرودل نه .دا قانون دی د دې کلي او دايې دستور دی .که ته هر څومره په تمه کينې نو بيا به هم پرته له څو څاڅکو اوښکو او څو ترخو يادونو به بل څه ﻻس ته را نه وړې!!!     14.02.2008