خبرنه وم

 زه دهرميــــــــــــدان اتل وم خبرنه وم
زه يوشورومه مرچل وم خـــــــبرنه وم
زه دژونددفلـــسفې غوندې مبهم وم
زه ښکـــــــــــلاديوه اوربل وم خبرنه وم
دښاماردســـــــــــــتوني  لال ومه يوچاته
لکه ژوندلــــــــــــــکه اجل وم خبرنه وم
زه دشــــــــپوپه اوده زهن کې راګيروم
خودســــــــــتوروسره مل وم خبرنه وم
زه دلمرسپــــين انعکاس ومه يوچاته
خودچادتــــورې ځــــــــــل وم خبرنه وم
مجيب الرحمن احساس