
نيټه : ۲٩ / ۸ / ٢٠۱۱
د نيکمرغه کوچني اختر په وياړ د پکتیا کیوکېشن کان کراټې روزنېز مرکز له خوا د مبارکۍ پيغام
ګرانو هیواد والو وروڼو او خويندو!
اسلام عليکم و رحمته الله و برکاته
د پکتیا کیوکېشن کان کراټې روزنیز مرکز د روژې د مبارکې مياشتې چې د نړۍ د مسلمانانو لخوا د خدای (ج) په عبادت اوپیروي کې پای ته ورسيده، د نړۍ او هيواد و وياړلي، اتل او مسلمان ولس ته د کوچني اختر د رارسيدو په وياړ مبارکي او نيکي هيلي وړاندي کوي.
د پکتیا کیوکېشن کراټې اکاډمي د خپل سپيڅلي ديني او ملي ارزښتونو په پام کې لرلو سره په هېواد کې د ملي واکمني د ټنګښت، د مطمئني او رښتني سولي او د امنيت تأمينيدو هيله مند او غوښتونکي دي، او د خپل ولس تر منځ د ورورګلوی او دوستي لپاره دعا کوي چي د اختر د مبارکو ورځو په فضيلتونو کي د مسلمانانو ترمنځ د دښمنۍ او حسادت پر ځای روغې جوړې او د دوستۍ لاسونه يو بل ته ورکول دي څو چې ټول افغانان په ګډه خپل ويجاړ او وران هيواد يو ځل بيا اباد او ودان کړي.
د پکتیا کیوکېشن کراټې ښوونېز مرکز يو ځل بيا د نړۍ ټولو مسلمانانو او په څانګړی ډول افغان ځورېدلي ولس ته د کوچني اختر مبارکي وړاندې کوي، ټولو ته خوشاله او نيکمرغه اختر د لوی څښتن تعالي له درباره غواړي،
کوچني اختر مو مبارک
په خوراه درنښت،
د پکتیا کیوکېشن کان کراټې روزنیز مرکز مشر
استاد محمدالله صابري منګل