غزل

دا غليم رانه د سر پښتانه وژني
د کابل او پيښور پښتانه وژني
نه پوهيږم چې کافر که مسلمان دى
په روژه او په اختر پښتانه وژني
کله وايې چې پخلا يې کړه خفه دي
خو بيا کله مرور پښتانه وژني
هيڅ يې زړه ورباندي سوړ نه شو خاونده !
هر بيګاه او هر سحر پښتانه وژني
واه درمله ! اوس د تورو پاچاهي شوه
چې ځلانده لکه لمر پښتنانه وژنې