دکوچنی نیکمرغه اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغام

 دلوی خدای په نامه
دکوچنی نیکمرغه اختر په مناسبت:
خدای دی وکړی چی  دا کوچنی اخترمو دراتلونکی سباوون له پاره زیری وګرځی :
په اروپا کی د حزب اسلامی  افغانستان د سولی او سیاسی امورو جرګګۍ د نیکمرغه کوچني   اختر د  رارسیدو په مناسبت  ،دحزب اسلامی افغانستان  قیادت  ، داجرائیه شورا غړو ، د شهداو وارثینو ، دیتمیانو داوښکو وچونکو ، د زخمیانوپالونکو ، او په هیواد کی دریښتونی  سولی او امن  د قیام  له  پاره ټولوهلی ځلی کونکو روڼ اندو خدای پالو مسلمانواو بالاخره  دخپل ننګیالی ولس  ټولو میړنیو اتلانو(نارینه او ښځو ) ته د زړه  له کومی مبارکی وای .
که څه هم دا کوچنی اختر یوځل بیا د امریکا ترمشرۍ لاندی  د ناټو د زبر ځواک  د سختو بمباریو ،  وژلو ، نیولو او په هیواد کی د ترور  او وحشت  دخپرولو په وخت  کی زمونږ په ولس  راغلی، او د ولس ګڼ  شمیر کورنۍ  همدا اوس  هم دخپلو خپلوانو د له منځه تللو په غم  او  ویرکی اخته دی اویا  هم دبلواکۍ په تورو شپو کی په  مختلفورنځونو کی شپی او ورځی تیروي، او د اختر دهغو خوشحالیو څخه  نه شي برخمنی کیدی  چی باید    تری برخمنی شوی  وای ، خو بیا  هم په ازمیښتونوکی روزل شوی ددی میړنی ولس  اتل  بچيان  د الله  تعالی پاک دربار ته لاس په دعا  دی  چی  دا توره تیاره  ډیره ژر پای ته ورسوی او د ازادۍ اواستقلال  روڼ سباوون  را ښکاره کړي .
 دهمدی مبارکو ورځو په دی حساس پړاو کی ، دحزب اسلامی افغانستان د سولی اوسیاسی امورو جرګګۍ دخپل باتور ولس دمیړنیو څخه په کلکه غواړی  چی خپل هیواد ته  دسولی او امن  په راوستو کی   د (مرصوص صف)  په څیر  په یوه لیکه کی و دریږی ، یو بل  ته لاس ورکړی او د نیواک  اوبلواکۍ  دا توره تیاره  په خپلو مټو  څیری اوپه روڼ سباوون  یی  بدله کړی .
زمونږ دولس میړنیو ننګیالیو یوځل بیا نړیوالو ته ډاګیزه کړه چی  نه افغانستان هغه هیواد دی  چی د تل له پاره  ولکه کړای شی او نه یی ولس هغه ولس  دی  چی  د تل له پاره  په غلامئ کی شپی او ورځی تیری کړی . او دا خبره  زمونږ د ویاړلی تاریخ په  زرینو پاڼو کی کښل شوی  ده .همدا  علت دی چی    همغه پرونی چپاولګرانو  چی  افغانستان  یی  یوه غوړه مړۍ ګڼله ، نن دا درک کړی  چی  افغانستان دهغوی د ولکی  ځای نه دی.    دانګلیس دجنګ ضد ډله وایی چی: «تیرو پیښو دا وښووله چی  د افغانستان څخه بایدبیرونی فوځونه ژر تر ژره  را وویستل شی اودا هیواد یو ځل بیا دانګلیس او امریکا دامپراطوریو څخه ازادي ترلاسه کړی»
انشاءالله   هغه وخت  ډیر را نژدی دی چی دا تاریخ یوځل بیا همغسی په طلایی کرښو ولیکل شي . خوددی موخی د تحقق له پاره دټولو افغاني پرګنیو تر منځ  یووالی او دی لوری ته دحرکت  کولو  په وخت  کی دټولو اختلافاتو پریښودو ته اړتیا ده . اودا هغه درس دی چی مونږ ته دنیکمرغه کوچني اختر او ددی تر مخه د روژی په مبارکی میاشتی او ددی میاشتی په عباداتو کی  تر لاسه کیږی .
په اروپا کی دحزب اسلامی افغانستان د سولی اوسیاسی امورو جرګګۍ دخپل  ویاړلی ولس ټولی پرګنئ دهمداسی یووالی په لور را بولي او تر څنګ  یی  دخپل   ولس  دټولو شتمنو څخه په کلکه  غواړي  چی په دی مبارکو شپو کی دخپل ولس بی وزلی ، یتیمان ، زخمیان  ، معیوبین  او کونډی  له یاده و نه کاږي . هر څوک دخپل توان په  اندازه دخپلو  نژدی خپلوانو سره  بسپنی ته ور  ودانګی او په دی توګه  خپله ایمانی ، دینی ، اود ورورولئ وطنی دنده تر سره کړی .
الله تعالی مو دا اختر  دراتلونکی روڼ سباوون  له پاره ستر زیری  ثابت کړه (امین).
په درنښت
قریب الرحمن سعید
په اروپا کی د سولی اوسیاسی امورو د جرګګۍ مشر
د روژی او اګست ۲۸مه، ۲۰۱۱کال