په خوست کې په  هغو کورنیو ( لس نیم ملیونه) افغانۍ ووېشل شوې ،چې د کورنۍ غړي یې د ځانمرګو بریدونو او ماین چاودنو ښکار شوي وو.

 په خوست ولایت کې ۱۴۵ هغو کورنیو ته چې د وسلوالو مخالفینو له خوا یې دکورنۍ غړي په ترسره شویو ځانمرګو بریدونو ، ماین چاودنو او نورو تروریستي اعمالو قرباني شوي وو، د جمهوري ریاست د ۹۹ یم کوډ څخه منظوره شوي ۱۰،۵ملیونه افغانۍ نقدي بودجه ووېشل شوه .
په همدې موخه د ولایت مقام د غونډو او کنفرانسونو په تالار کې د والي عبدالجبارنعیمي په مشرۍ جوړه شوي ناسته کې د ولایت یو شمېر ریسانو ،د ولایتي شورا منشي اغلې زهره جلال ،د خوست د څارګرې ادارې او  امنیه قوماندانۍ  استازو ،دیني عالم مفتي حبیب الرحمن ، د شهیدانو او ټپيانو وارثینو برخه درلوده .


 
په پيل کې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي او  د راټولېدنې د برخوالو له خوا د فاتحې مراسم پرځای شول.خپل لاسونه یې د لوی خدای ج دربار ته لپه کړل او د شهیدانو ارواوو ته یې د مغفرت او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا دعاګانې وکړې .
نوموړي وویل ځورول او بدې پېښې په یوه ټولنه کې هغه وخت رامنځته کیږ ي، چې ځانځاني ، بې اعتمادي او ناپوهي وي .نو په کار ده ، چې هر افغان د داسې کړنو په مخنیوي کې تر خپله وسه زیار وباسي.ترڅو ولسونه په راتلونکي کې د ستونزو اوکړاوونو وژغورل شي .


ده د خپلوخبرو پرمهال وویل د دا ډول اعمالو مخنیوای یوازې د یوالي په صورت کې ممکن دی ، که چېرې ولس دخپل نظام سره پوره همکاري وکړي او په خپلو سیمو کې وسلوالو ته د ناوړه فعالیت اجازه ورنه کړي ، په دې سره کېدای شي، د بدو پېښو او ناحقه وینو تویولو مخه ونیول شي .
ښاغلي نعیمي زیاتوله،دا مهال په خوست کې د سړکونو، روغتونونو، ښوونځیو او د بیارغونې نورې  داسې پروژې چې ګټه یې عام ولس ته رسیږي او د خلکو د پرمختګ باعث ګرځي، په چټکۍ سره یې چارې روانې دي .خو ځينې وسلوالې ډلې او اشخاص د داسې عامه پروژو د پلي کولو په وړاندې خنډونه جوړوي .


ده وویل که د سړکونو ، ښوونځيو او روغتونونو جوړول ناروا کار وي ، نو ولې په نورو هېوادونو کې جوړیږي .نو له دې ښکاره مالومیږي، چې دغه ورانکاري ډلې نه غواړي ، افغانان  آرامه ژوند ولري او د ژوند کولو د لازمو اسانتیاوو برخمن شي .چې په دې صورت کې دخپل ګډ کور افغانستان څخه دفاع په هر افغان  فرض ده ، ترڅو  ورانکاري په دې ونه توانیږي ، چې زموږ د بې وزله  ولس  کورنۍ د ویر او غم په ټغر کېنوي .
والي عبدالجبارنعیمي دشهیدانو او ټپیانو له وارثینو غوښتنه وکړه، چې  خپلو کورنیو ، کلیو او سیمو ته دسولې پیغامونه ولېږدوۍ او دکوچني اختر په شپو ورځو کې له تاسو هر یو بایدد ټولو هغو کسانودروازو ته ورشئ ، چې په یوه او بل نوم غولېدلي او د خپلو وروڼو افغانانو سره په جنګ کې ښکېل دي .
ده وویل دخوست ولایتي اداره همېش د خپلو خلکو لپاره د ښه خدمت کولو په فکر کې ده ، په همدې هکله یې تصمیم نیولی ،چې له دې وروسته به  دمهال وېش له مخې یوه ورځ په ازاده توګه د خلکو د بې نوبته لیدنو لپاره ځانګړي کوي ،چې هر څوک وکولای شي ،خپلې ستونزې، غوښتنې او مشکلات له ده سره نېغ په نېغه مطرح کړي .
وروسته د شهیدانو او ټپیانو د راغلو  وارثینو په استازیتوب دوو تنو خبرې وکړې او دخوست ولایتي ادارې احساس یې وستایه ، چې تل یې له خپلو بې وزله خلکو سره  مرستې کړي .
دوی دغه راز د هېواد د ولسمشر ښاغلي حامدکرزي څخه هم مننه وکړه ،چې په سختو شېبو کې خپل ولس په یاد ساتي اودخپله اړخه ورسره پوره همکاري کوي .
دوی ژمنه وکړه ، چې په خپله سیمه کې به وسلوالو کسانوته  د ورانکارو اعمالو اجازه نه ورکوي ، چې له امله يې  زموږ بې ګناه خلک وژل کیږي ، په هیواد کې د ترقی او تمدن مخه نیول کیږی همداراز یې په خوستوالو غږ وکړ چې د سولې پروسې په بریا کې خپل اسلامي او ملی رسالت پرځای کړي .
د غونډې په وروستی برخه کې خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي په لاسونو د هرشهید کورنی ته یولک  (۱۰۰۰۰۰) او په پېښو کې ژوبل شویو کسانو  وارثینو ته پنځوس زره (۵۰۰۰۰) افغانی ورکړل شوې .
دیادولو وړ ده ،چې په روان کال کې دا څوم ځل دی ، چې د۹۹ کوډ څخه د شهیدانواو ټپیانو په کورنیو ملیونونه افغانۍ نقدي مرسته وېشل کیږي
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :یکشنبه
نېټه :۱۳۹۰/۶/۶