اخترپه ټوکوټوکوراغى

اختردمسلمانانوهغه مذهبي اودوديزه ميله ده چې هرکال دوه ځله راځي لمړي هغه يې کوچني اختردي چې دروژې مبارکې مياشتې له تېرېدوورسته راځى اوبل هم لوي اختر   دي چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې يې مسلمانان په ډيروښو اودرنومراسمونمانځي په لوي اخترکې دحضرت اسماعيل يادتازه کيږي  اوپه دې ورځ قرباني کيږي .
اخترونه کې په اسلامي نړي کې ټولومسلمانانويوه ګډه اوشريکه ميله ده خوپه هرهيوادکې شته ټولنې اووګړي يې په بېلابېلوبڼولمانځي اوددې ورځې هرکلي کوي .
افغانستان دنړۍ له اسلامي هيوادونوڅخه شميرل کيږي چې په سلوکې يې کابو٩٩  وګړي  داسلام په مقدس دين کې شامل دي ددې هيوادډيره سلنه پښتانه جوړوي چې ددې هيوادپه ګوټ ،ګوټ کې پراته دي دوي يوګډغني کلتورلري اودښاديواوميلوپه ورځو  خوښۍ کوي اوداورځې نمانځي داخترنمانځنه دپښتنوله هغه ميلوڅخه شمېرل کيږي چې په خورادرنښت اوښومراسمويې نمانځي دې ميلې ته له ورځوورځومخکې چمتووالي نيول کيږي اوراسېدوته يې خلک ناکراره وي . دې سترې مېلې ته له ټولوماشومان ډېرهوسيږي هغوي اخترته نوې جامې اونوراختريزتوکي اخلي اوپه ډېره مينه ورته شېبې شماري
لکه څنګه موچې مخکې وويل اخترپښتانه په بېلواودرنومراسمونمانځي خوپه دې هيوادکې څولسيزوجګړوورانيو اوبې عدالتيو نه يوازې دپښتنوپه دې ميله بلکې په ډېرونورخوښيوسيورى غوځولي دافغانستان دالوي توکم دوخت هر ظلم ځپلى  هرې بدمرغۍ ورته مخه کړې .هغوي چې ديرش څلويښت کاله وړاندې زلمي اونن دعمرورستۍ شېبې تېروي په خپلوتيرويادونوډېرځوريږي  دوي وايي هغه مهال به اخترپه ريښتينې ماناراتلواواواخترته به ټولوشېبې شمارلې خونن داخترهغه شوراوجوش نشته په هيوادکې روانوناامنيو وژنواوورانيوپه دې ستره خوښي دومره اغېزه کړې چې  که ننى اخترله څلويښتوکلنووړاندې اخترسره پرتله کړونونني اختربه ډېرراته پيکه ښکاره شي
ځينې کسان ددې بدلون يولامل ښاري ژوندبولي اووايې چې دنن زمانې خلک له پخواني ژونده راوتلي اوښاري ژونديې غوره کړي کيداي شي دايې هم يولامل وبولوخوپه ټوله کې په دې هيوادکې جنګ  ،و ر اني بې عدالتۍ اوبې وزليتوب ددې مراسمودبدلون سترلاملونه دي . دې تپل شووجګړوافغانان دومره وځپل اودومره يې وکړول چې نن يې هيڅ خوښي هم په شونډومسکانه شي راوستلا
خودادې بيااخترراغي اختراوس هم هماغه اختردي چې کلونه کلونه پخوابه راتلوراځئ چې داخترپه راتلوسره دزمانې جبر اودبې شعوره انسانانونارواخداي ته وسپارواوله ياده يې وباسو راځئ چې بيايوبل ته ورغاړې وځو  اودادبرخيلک يوه فيصله وبولو. راځئ چې اختربياپه ريښتينې ماناولمانځو.راځئ چې هغوي ته چې لاهم وينې تويېودسوال ځولۍ ونيسواوددې هيوادبچوته ديوې مسکاسوال له خدايه وکړو
زړه دې راژوندي کړه   پخوانۍ سندرې ووايه 
ماته  پخوانۍ پخوانۍ سندرې ووايه