څه دتورپه تاوکې وسوڅه دسپـــــين په نامه لاړو
څه ترنوروصـــــــــــدقه شوڅه دديــــــــن په نامه لاړو
څه دځان لپــــــــــــــــــــــاره وسووڅه دبل لپاره محوه
خپل رقيب لره دعاشــــــــوداميـــــــــــن په نامــه لاړو
څه دوخت قضاوتونوموږوپه مړوايروحساب کړو
چادخپل ځان آينه کړودخودبيــــــــــن په نـــامه لاړو
موږدهرزمان هـــــــــــــــــــــنداره خودهرزمان لـپاره
قرباني شوو دبدرنګ اودحســـــــــــين په نامه لاړو
دادچالپاره وســــــــــــــــوداچاداورپوکـــــــــــــى شوو
جاهلان که عاقلان ؟دکوم آين په نامـــــــــــــــــــه لاړو
مجيب الرحمن احساس
وروستي