د خوست په محبس کې د تفریحي ځایونو ترڅنګ د ګازو پروژه تطبیقیږي .

 دا څرګندونې د سنبلې میاشتې په ۵مه نېټه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د قانون حاکمیت د څانګې مشر جنرال مارټېنز د خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي سره د یوې ځانګړي ناستې په ترڅ کې په ډاګه کړې .
مارټېنز د ولایتي ادارې په غوښتنه د تېر یوه کال راهیسې د خوست د محبس لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو او دغه راز د عدلي او قضایي ارګانونو د تقویې اواکمال په برخه کې د پام وړ مرستې کړي.
نوموړي وویل په خوست کې د ولایتي ادارې رهبري ډېرې هلې ځلې کوي، چې دخلکو لپاره ښه خدمتونه ترسره شي .همدا وجه ده ، چې دوی یې د خوست ولایت سره ډېرو مرستو کولو ته هڅولي دي .
جنرال مارټېنز زیاته کړه، غواړي ، چې دخوست په محبس کې د ګاز پروژه تطبیق کړ ي، چې له یوې خوا روښنایي تولید کړي او له بل پلوه د پخلنځي په برخه کې لازم سهولتونه رامنځته کړي .همداشان د بندیانو د تفریح لپاره په محبس کې د ننه تفریحي ځایونه برابروي .
ده وویل دخوست په محبس کې د ګاز پروژه ځکه تطبیقوي ، چې دغه ډول پروژو په هندوستان او نیپال هېوادونو کې ډېره ښه نتیجه ورکړي  او کولای شي، په محبس کې بندیانو ته زیات سهولتونه برابر کړي .
د قانون د حاکمیت د څانګې مشر جنرال مارټېنز په خوست کې د قانون د بشپړ حاکمیت لپاره د دې ولایت د عدلي او قضایي ارګانونو اکمالو،  ښه تجهیز ، د ظرفیتونو او د دوی د تشکیلاتو لوړول هغه څه وبلل، چې زیات مهم دي او دوی به د خوست د ولایتي ادارې سره په دې ټولو برخو کې همکاري کوي .
نوموړي دخپلو خبرو په لړ کې وویل ، دخوست ولایت د رهبرئ او ټولنې څخه زیات متاثره دی ،نو په دې اړوند غواړي ، چې دخپل مسوولیت په چوکاټ کې  په اوږدمهاله توګه له دې ولایت سره مرسته وکړي .
خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي د قانون د حاکمیت ، د ټولنیزعدالت دتامین او د جنایي جرمونو د راکمولو لپاره د عدلي او قضایي ارګانونو په ښه اکمال او لوړ ظرفیت ټينګار وکړ.
ښاغلي نعیمي وویل په کومه ټولنه کې چې عدلي او قضایي ارګانونه پیاوړي او برلاسي وي، هلته غلا ، قاتلین او نورو مجرمین نشي، کولای خپل شوم اعمال ترسره کړي .نو په کار ده، چې د دغو ارګانونو تقویې ته لازمه پاملرنه وشي .
نوموړي وویل شاوخوا یوه میاشت وروسته به دخوست له ښاره محبس ته برېښنا ولېږدیږي ، چې په دې برخه کې یوازې تخنیکي چارې پاتې دي او نور یې ټول کار بشپړ شوی دی .
ده همداشان د جنرال مارټېنز څخه مننه وکړه، چې د تېر یوه کال راهیسې یې د ولایتي ادارې غوښتنې ډېرې ښې منلي او له مخې یې په دې ولایت کې د عدلي او قضایي ارګانونو په چوکاټ کې د محبس د ضرورتونو د رفع کولو په منظوریې تر دوو (۲) ملیونو ډالرو پورې مرسته کړي او په دې یې خوښي ښکاره کړه ،چې لاهم  د محبس په برخه کې خپلو  همکاریو  ته دوام ورکوي .
ده وویل که چېرې محبس ته په تېرېدونکي سړک باندې چې تازه یې د قیرچارې هم روانې دي ، لمریز څراغونه نصب شي او دغه راز په محبس کې د ننه له همدغې لمریزې برېښنا د پنکو ګرځولو زمینه برابره کړي، نو کېدلای شي، زیاتې نورې اسانتیاوې هم راوړي .
خوست والي عبدالجبارنعیمي د بندیانو لپاره دحرفوي زده کړو کورسونه هم خورا اړین وبلل، ترڅو په محبوسین وکولای شي، کسبونه زده کړي او وروسته له بند تېرولو څخه له دې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه کړي .
همداشان نوموړي د نوي جوړشوي ۱۵۰بستریز روغتون لپاره هم  دګاز پروژه مهمه وبلله،چې په دې اړه یې له جنرال مارټېنز څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .
دغه روغتون چې د امریکامتحده ایالاتو په ۹ ملیونه امریکایي ډالره جوړ شوی ، په نږدې راتلونکي کې به په کې روغتیایي خدمات پيل شي.
جنرال مارټېنز دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي غوښتنې مهمې او اړینې وبللې او ژمنه یې وکړه، چې په پوره کېدو کې  به یې پوره  هلې ځلې کوي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :شنبه
نېټه :۱۳۹۰/۶/۵
مبارزمحمدځدراڼ