کرزی په بيت الله کې استخاره کوی

لیکوال: محمد صمیم
 
نیټه: ۵ / ۶ / ۱۳۹۰
 
د جمهور ریاست د ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی تیر ماښام د عربستان د پاچا اعلیحضرت ملک عبدالله په رسمی بلنه د یو لوړپوري دولتی پلاوي په مشرۍ نوموړي هیواد ته سفر وکړ.
 
په خبر پاڼه کې راغلي چې د دوی د سفر اساسی موخه د افغانستان او عربستان د دوه اړخیزو اړیکو ټینګښت او په سیمه کې د سولې او ثبات راوستل دی. خو که ځیر شو نو ولسمشر او ورسره پلاوی د روژې مبارکې میاشت په ۲۷ مه نیټه د استخارې لپاره بیت الله ته تللی دي.
 
کله چې کرزی د تیر کال د پارلمانی ټاکنو پایلې و بایلل او معنوی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر بیا هم کرزی ته ضربه ورکړل. نو کرزی فکر وکړ چې سیاست نه بلکه اسلامی عقیده به وشی کولئ له دې سره مرسته وکړی.
 
معنوی په لمړي درجه کې د انتخاباتو د پایلو د څیړلو خاصه محکمه ، په دویمه درجه کې د کابل د استیناف محکمه او په دریمه درجه کې یی د ټولو ولایتونو د استیناف محکمې چې د محکمه ویژه پایلې یی تاکید کړي ول توهین کړل او په همدې توګه یی د قضایی څانګې رییس پوهاند عبدالسلام ته هم ارزښت ورنکړ. بیا کرزی هم په ډېر بی شرمۍ د معنوی وروستنۍ تصمیم چې په هغه کې یی نهه (۹) تنه له ولسی جرګې څخه لرې او پر ځای یی نه تنه نور زورواکي وټاکل شي تایید کړ. کرزی خو دلته نه خپل ځان نه، نه د سترې محکمې نه او نه هم د محکمه ويژه نه دفاع وکړای شو او وې ویل چې ما ملی ګټو ته په پام کې نیولو سره دغه قدم پورته کړای. آیا یواځې کرزی صیب ته حق لری چې ملی ګټو نه دفاع وکړی که د قضا او مقننه څانګې هم دا مسوولیت لری. له بلې خوا د ولسی جرګې دویم مرستیال هم تیره ونۍ وویل چې د یو ولایت د خلکو نوی استازۍ به هم ولسی جرګې ته معرفی نشی او کو وشی دوی به یی نه منی.
 
نو کله چې کرزی دغه لوبه وبایلل، فکر یی وکړ تر څو د بن جرګې، د امریکا سره د افغانستان – امریکا ستراتیژیک سند لاسلیک کول، د سولې بهیر، د ۲۰۱۳ د ولسمشرۍ ټاکنو ... په اړه استخاره وکړي. نو کرزی ځکه پرون د افغان حکومت ډیرۍ ملایان چې ټول یی په پورتنی چاروکې مسوولین دی استخارې لپاره بیت الله ته بوتلل. په دغه رسمی سفر !!! کې د بن کنفرانس مسوول او د امریکا سره د ستراتیژیکو سند لاسلیک کول مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، د سولې د بهیر استازی مولوی قیام الدین کشاف او حاجی دین محمد، د اساسی قانون پر تطبیق باندې د څار کمیسیون رییس پوهاند ګل رحمان قاضی چې د معنوی له خوا د ده څار پر اساسی قانو هم ډېر بی عزته شوي وو، او یو څو نور ملایان لکه اسماعیل خان، ډاکټر محمد یوسف نیازی او نعمت الله شهرانی چې په استخاره کې ډېر ماهر او پوه دی له ولسمشر سره یوځای دی.
 
کرزۍ تل سیاست کوي او تل خپلو سیاستونو کې ناکامېږي. کرزۍ په خپلو سیاستونو کې یواځې په هزاروو او تاجکو مین شو. دوی دومره پر مختګ وکړل چې هزاره ګان نن ځان ته د جاپانیانو بچې او تاجکان د تاجکستان بچي وایی. یواځې تیر کال له ۶۰ سلنې ډېر هزاره ګان او تاجکان د کانکور له لارې د لوړو زده کړو موسسوته کامیاب کړای شول. او د پښتون بچي چې کرزی د دوی له برکته دویم ځل ولسمشر شو، ځان وژونکي او بی سواده تربیه کیږي. کرزی دا ځل نه غواړی سیاست وکړی او اوس یی خدای ته رجوع کړئ او د خدای کور بیت الله ته تللی دی تر څو خدای ته دعا وکړی چې د افغانستان په درېدلي او بدبخته ملت باندې ورحمیږي.
 
کرزی نه سیاست بلکه استخاره کوی ځکه چې دی هم نه پوهیږي چې د بن جرګې، د امریکا سره د افغانستان – امریکا ستراتیژیک سند لاسلیک کولو، د سولې بهیر، د ۲۰۱۳ د ولسمشرۍ ټاکنو ... پایلې به څه وی. نن ورځې پورې د افغان حکومت اجندا د دویم بن جرګې لپاره نا مالومه ده. افغان ملت نه پوهیږي چې بیا به د بن جرګې پایلې به د لومړني بن جرګې په څیر وی. آیا طالبانو ته به د ګډون بلنه ورکړل شي؟ آیا د افغان ملت ستونزې به پکې حل شي او که بیا هم به  دلته تصمیم ونیول شی چې څوک دافغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شی؟ همداسې ولسمشر غواړی چې امریکا سره یو استراتیژیک سند لاسلیک کړی خو خپله هیڅ نه پوهیږي چې دا سند به تر کومه حده پورې د افغانستان ملی ګټې خوندی وساتي. آیا دا ګټې به هم د ټاکنو د ګټو په څېر وی چې یو کال را په دیخوا د افغانستان درې ګونې څانګې (اجرایه، قضایه او مقننه) یو له بل سره نه جوړیږي؟ آیا امریکا ته به په افغانستان کې دایمی اډې ورکړل شی؟ آیا دا سند به د تروریزم په مبارزې کې ګټوروي؟ له بلې خوا افغانان لا تر اوسه نه پوهیږي چې آیا افغان حکومت سولې ته چمتو دی او که طالبان؟ افغان حکومت تل وایی چې دوی له طالبانو سره د سولې د راوستلو لپاره خبرې کوی، خو اوسه پورې ملومه نده چې دا خبرې به کله پیل کیږي. د سولې عالی شورا په تیرو یو نیم کلنو کې هیڅ لاسته راوړنې نه لری خو یواځې دا لاسته راوړنه لري چې د نړۍ ښکلي هیوادونو ته د عیاشۍ لپاره سفر وکړی. بله دا چې که ولسمشر سل ځلې هم دا رد کړی چې دی نه غواړي د ۲۰۱۳ کال ټاکنو په هکله فکر وکړی خوبیا هم دی خپله توجه لری. ځکه چې دې ته د ولسمشرۍ چوکۍ خوند ورکړی. کم از کم میرویس جان خو به تعلیم یافته وی او خارجي ډاکټران خو به یی علاج کوی. کیدای شی د دویم بن کنفرانس یو موضوع  د کرزی د دریم ځل ټاکنه وی؟ 
 
د امریکا سیاست زنده باد!!! امریکا هر کله که وغواړی د افغانستان درې واړه څانګې (اجرایه، قضایه او مقننه) غیر قانونی بلل شی او نړیواله ټولنه به یی هم ډېر په آسانۍ سره تایید کړي. د امریکې لوبې دېرې خطرناکې دی. امریکا خپله نوې لوبه د ۲۰۰۹ میلادی کال د ولسمشری په ټاکنو پيل او کرزۍ یی د ۵۰+۱ نه کم رایو باندې ولسمشر وټاکه (ولمسشر غیر قانونی). او ولسمشر ته به دا دلیل وړاندې کوي چې عزیز الله لودین د ټاکنو د کمیسیون پخوانۍ رییس د کرزی نفر وو او د ټاکنو پایلې یی د ده په ګټه اعلان کړل. بل دلیل به یی دا وی چې ولسمشر چې تل د دیموکراسۍ نه خبرې کو دا ځل یی خپله د ۵۰+۱ نه پوره کولو سربیره ولسمشر ټاکل شوی چې دیموکراته پروسه نده. همداسې په لومړي ځل د پارلمانی ټاکنو درغلۍ د دې لامل شو تر څو افغانان خپله پارلمان (مقننه څانګه) غیر قانونی وبولی. او وس خو امریکې لپاره ډېره اسانه ده تر څو مقننه څانګه هم غیر قانونی وبولی او هر کله چې یی وغواړی له منځه یوسی. له بلې خوا د سترې محکمې رییس د پارلمان له خوا استیضاح شو او پارلمان هغه په رسمی توګه د سترې محکمط رییس نه منی. که چېرې پارلمان وزیرانو ته رای ورکړی نو وزیران چې د اجرایې څانګې پورې اړوند کیږي هم غیر قانونی دی. امریکا کولای شی په خپل سیاست باندې د افغان حکومت او او دولت دواړه نابود کړی. خدای پاک دې وکړی چې د کرزی صیب استخاره دې قبول شی او افغان ملت د له دغه حالت نه ووځی. دا په داسې حال کې دی چې تیر کال هم ولسمشر کرزۍ د عمرې حج او استخارې لپاره سعودی عربستان ته تللی و. کرز کامیاب ولسمشر دی خو که چیرته پښتنو ته لږه توجه وکړی او د دوی بدبختیو ته یو څه خدمت وکړي.
 
Email: samim.journalist@gmail.com