په ګونټانامو کې لا هم ۱۷۱ تنه بنديان دی

 لیکوال: محمد صمیم

نیټه: ۲۳ / ۵ / ۱۳۹۰



وروسته له دې چې بارک اوباما د ۲۰۰۹ میلادی کال د جنوری په ۲۲ د ګونټانامو د محبس د تړولو اعلان وکړ بیا هم په دغه محبس کې ۱۷۱ تنه بندیان د خپل د ژوند شپې او ورځې  سبا کوی.

د ګونټانامو خلیج د امریکې د بحري ځواکونو تر ټولو پخوانۍ هډه ده چې د کیوبا په جنوب – ختیځ کې د  دې هیواد په اورینت ایالت کې موقعیت لری.   


د ګونتامو محبس د ۲۰۰۲ میلادی کال کې په دې موخه جوړه شوه چې طالب جنګیالي او القاعده دې پکې بندیان شي. خو دلته د راپورونو پر بنسټ د بی ګناهانو او معصومو خلکو محاکمه کېدل، د دوی اوږدمهال زندانی کېدل او د دوی تحقیقات چې پکې د امریکایی ځاکونو بی رحمانه ظلمونه شامل ول د ټولې نړۍ لپاره یوه نمونه وګرځیدله.
په ګونټانامو کې له ۲۰۰۲ میلادی کال نه تر اوسه پورې د نړۍ له ۴۸ هیوادونو نه ۷۷۹ تنه بندیان راوستل شوي چې په دوی کې یی ۲۲۰ تنه افغانان شامل دی. په دې اوږدو کې بیرته ۱۹۰ تنه افغان بندیان د افغانستان د بګرام او پلچرخی زندانونو ته انتقال شوی دی. دا په داسې حال کې دی چې امریکایی چارواکی وایی چې په ټاکلی وخت (۲۰۱۲ میلادی کال) کې به د بګرام مبحس افغانانو ته و نه سپاری. دا سې ویل شوی چې امریکایانو د افغانستان په عدلي سیسټم باندې په میلیونونو ډالر مصرف کړی خو افغانان لا هم د ښه عدلی سیسټم خاوندان ندی او یا دا چې امریکایان نه غواړی نور امنیتی مسولیتونه افغانانو ته وسپاری. له بلې خوا د طالبان یو شرط د سولې  له بهیر سر یوځایکیدل د دوی د زندانیانو خوشیکدل دی.
له ۷۷۹ تنه بندیانو نه یی۱۶ لوړ پوری چاروکي دی چې یو یی د افغانستان، درې یی د پاکستان، درې یی د یمن او یو یی د سعودی عربستان اوسیدونکی دی. مونږ یواځی د اتو تنو بندیانو شهرت د ستاسو معلوماتو لپاره په دې لیکنه کې راوړي دی.

  • محمد رحیم الافغانی دافغانستان اوسیدونکۍ دی چې د ۲۰۱۱ میلادی کال د آګست په ۷ نیټه د دريو کالو او پنځو میاشتو لپاره په دغه محبس کې بندی شو. (انځور نه لری)

عبدالعزیز علی
عبدالغزیز علی د پاکستان اوسیدونکۍ دی. دی یو تن له هغه شپارسو لوړ پورو چارواکو بندیانو څخه دی د ۲۰۱۱ میلادی کال د آګست په دریمه نیټه د ګونټانامو به محبس کې د څلورو کالو او یوولسو میاشتو لپاره بندی شو. دی د جنګي جنایتونو مجرم ګڼل کېږي.


مجید خان
مجید خان د پاکستان اوسیدونکۍ دی . مجید هم یو تن له هغه شپارسو لوړپورو چارواکو بندیانو څخه دی چې د ۲۰۱۱ میلادی کال د آګست په دریمه نیټه د ګونټانامو به محبس کې د څلورو کالو او یوولسو میاشتو لپاره بندی شو. د ی هم  د جنګي جنایتونو مجرم ګڼل کېږي.

خالد شیخ محمد هم د پاکستان اوسیدونکۍ دی.  دی هم یو تن له هغه شپارسو لوړپورو چارواکو څخه دی چې د ۲۰۱۱ میلادی کال د آګست په دویمه نیټه د ګونټانامو به محبس کې د څلورو کالو او یوولسو میاشتو لپاره بندی شو. د ی هم د جنګي جنایتونو مجرم ګڼل کېږي.
خالد شیخ محمد

مصطفی احمد الهواساوی د سعودی عربستان وسیدونکۍ دی. مصطفی هم یو تن له هغه شپارسو لوړپورو چارواکو زندانیانو څخه دی چې د ۲۰۱۱ میلادی کال د آګست په دریمه نیټه د ګونټانامو به محبس کې د څلورو کالو او یوولسو میاشتو لپاره بندی شو. مصطفی  د جنګي جنایتونو مجرم ګڼل کېږي.
مصطفی احمد الهواساوی


رمزی بن الشباح ۳۹ کلن د یمن هیواد اوسیدونکۍ هم یو تن له هغه شپارسو لوړپورو چارواکو څخه دی چې د ۲۰۱۱ میلادی کال د آګست په دریمه نیټه د ګونټانامو به محبس کې د څلورو کالو او یوولسو میاشتو لپاره بندی شو. د ی هم  د جنګي جنایتونو مجرم ګڼل کېږي.
رمزی بن الشباح


ولید بن آتاش
ولید بن آتاش د یمن اوسیدونکۍ هم  یو تن له هغه شپارسو لوړپورو چارواکو بندیانو څخه دی چې د ۲۰۱۱ میلادی کال د آګست په څلورمه نیټه د ګونټانامو به محبس کې د څلورو کالو او یوولسو میاشتو لپاره بندی شو. ولید هم  د جنګي جنایتونو مجرم ګڼل کېږي.

عبدالرحیم الناشری د یمن هیواد اوسیدنکۍ دی. الناشری د ۲۰۱۱ میلادی کال د آګست په څلورمه نیټه د ګونټانامو به محبس کې د څلورو کالو او یوولسو میاشتو لپاره بندی شو. د ی  د جنګي جنایتونو مجرم ګڼل کېږي.


عبدالرحیم الناشری



له ۲۰۰۲ میلادی کال نه تر اوسه پورې ګونټاناموته ۷۷۹ تنبه بندیان وړل شوی دی چې ۶۰۰ تنه یی بیرته د نړۍ ۵۰ هیوادونو انتقال شوی او اته تنه یی خپله ژوند د ګونټانامو په محبس کې لاه لاسه ورکړی. د بندیانو د د استوګنې هیوادونه او د هغوی د انتقال شوی هیوادونه بشپړ راپور په لادینۍ چوکاټ کې راغلی دی.

د راپورونو پر بنسټ د ګونتامو ۶۰۰ بندیان د نړۍ ۵۰ هیوادونه ته انتقال شوي دی. په دوی کې لس تنه بندیان نا معلومو هیوادونو ته انتقال شوی دی.
د ټولې نړۍ له ۴۸ هیوادونو نه ۷۷۹ تنه د ګونتامو په محبس کې بندیان شوي چې د دوی د استوګنې اصلی هیوادونه په لاندینۍ چوکاټ کې راغلي دی.
د بندیانو شمیر
هغه هیوادونه چې بندیان پکې انتقال شوي
شمیره
  د بندیانو شمیر
د بندیانو د استوګنې هیوادونه
شمیره
۱۹۹
افغانستان
۱
  ۲۲۰
افغانستان
۱
۱۲۰
سعودی عربستان
۲
  ۱۳۴
سعودی عربستان
۲
۶۳
پاکستان
۳
  ۱۱۶
یمن
۳
۲۲
یمن
۴
  ۷۲
پاکستان
۴
۱۴
برټانیا
۵
  ۲۶
الجزایر
۵
۱۲
الجزایر
۶
  ۲۲
چین
۶
۱۱
مراکش
۷
  ۱۴
مراکش
۷
۱۱
تاجکستان
۸
  ۱۲
سوډان
۸
۱۱
البانیا
۹
  ۱۲
کویټ
۹
۱۰
کویټ
۱۰
  ۱۲
تونس
۱۰
۹
فرانسه
۱۱
  ۱۲
تاجکستان
۱۱
۹
سوډان
۱۲
  ۱۱
سوریه
۱۲
۷
روسیه
۱۳
  ۱۰
لیبیا
۱۳
۷
عراق
۱۴
  ۹
برټانیا
۱۴
۶
پلاو
۱۵
  ۹
عراق
۱۵
۵
جورډن
۱۶
  ۹
روسیه
۱۶
۵
بحرین
۱۷
  ۹
جورډن
۱۷
۵
هسپانیا
۱۸
  ۷
فرانسه
۱۸
۴
بوسنیا
۱۹
  ۶
مصر
۱۹
۴
قازقستان
۲۰
  ۶
فلسطین
۲۰
۴
ترکیه
۲۱
  ۶
ازبکستان
۲۱
۴
برموډا
۲۲
  ۶
بحرین
۲۲
۳
سویټذرلند
۲۳
  ۵
ترکیه
۲۳
۳
سلواکیا
۲۴
  ۴
قازقستان
۲۴
۳
سومالیا
۲۵
  ۴
سومالیا
۲۵
۳
جرمنی
۲۶
  ۴
بوسنیا
۲۶
۳
جورجیا
۲۷
  ۳
موریتانیا
۲۷
۳
بلجیم
۲۸
  ۳
ایران
۲۸
۲
لیبیا
۲۹
  ۲
اسټرلیا
۲۹
۲
تونس
۳۰
  ۲
کاناډا
۳۰
۲
ایټالیا
۳۱
  ۲
د عربی متحده امارات
۳۱
۲
اسټرلیا
۳۲
  ۲
بنګلادیش
۳۲
۲
پرتګال
۳۳
  ۲
مالیزیا
۳۳
۲
آیرلند
۳۴
  ۲
بلجیم
۳۴
۲
ایران
۳۵
  ‍۱
د امریکې متحده ایالات
۳۵
۲
د امریکې متحده ایالات
۳۶
  ۱
ډنمارک
۳۶
۱
ډنمارک
۳۷
  ۱
مالدیف
۳۷
۱
سویډن
۳۸
  ۱
کینیا
۳۸
۱
مصر
۳۹
  ۱
سویډن
۳۹
۱
بنګلادیش
۴۰
  ۱
قطر
۴۰
۱
قطر
۴۱
  ۱
ترکمنستان
۴۱
۱
اوګاندا
۴۲
  ۱
ایټوپیا
۴۲
۱
موریتانیا
۴۳
  ۱
تانزانیا
۴۳
۱
مالدیف
۴۴
  ۱
هسپانیا
۴۴
۱
چاد
۴۵
  ۱
انډونیزیا
۴۵
۱
دعربی متحده امارات
۴۶
  ۱
اذربایجان
۴۶
۱
هنګری
۴۷
  ۱
چاد
۴۷
۱
بلغاریا
۴۸
  ۱
اوګاندا
۴۸
۱
کیپ وردی
۴۹
 
۱
لاتویا
۵۰
 




لاندې د ګونټانامو د محبس مهال ویش د ۲۰۰۲ میلادی کال نه تر ۲۰۱۱ میلادی کاله پورې
د زندانیانو د رسیدلو، انتقالو او مړینو تاریخونه په لاندې ډول راغلي دی.
۲۰۱۱
  • اول ګل او عنایت الله په ګونتانامو کې مړه شول
  • سید فراهی الجزایر ته انتقال شو
۲۰۱۰
  • احمد محمد الشرف او محمد سلیم العلی جرمنی ته انتقال شول
  • یو نه پیژندوکۍ زندانی لاتویا ته انتقال شو
  • درې تنه بندیان هسپانيې ته انتقال شول
  • درې تنه بندیان الجزایر ته انتقال شول
  • عبدالنثارمحمد خانتمانی کیپ وردی ته انتقال شو
  • محمد اودینی یمن ته انتقال شو
  • معصوم عبدالمحمد بلغاریا ته انتقال شو
  • درې تنه بندیان سویټذرلنډ ته انتقال شول
  • درې تنه بندیان جورجیا ته انتقال شول
  • درې تنه بندیان البانیا ته انتقال شول
  • درې تنه بندیان سلوا کیا ته انتقال شول
۲۰۰۹
  • شپږ تنه بندیان افغانستان ته انتقال شول
  • محمد سلیمان باری او عبدالحی سودی سومالیا ته انتقال شول
  • اووه (۷) تنه بندیان یمن ته انتقال شول
  • حانی عبدالمصلح الاشلان په یمن که مړ شو
  • خالد عبدالله مشاللمطهری او فواد محمد الرابیعه کویټ ته انتقال شول
  • عادل بن مبارک او محمد بن ریادح ناصری ایټالیا ته انتقال شول
  • صابر محفوظ مهفر او لخدار بومیدانی فرانسې ته انتقال شول
  • یو نه پیژندوکۍ زندانی هنګری ته انقال شو
  • شپږ تنه محبوسین پلاو ته انتقال شول
  • عبدالرحیم عبدالرزاق الجانکو بلجیم ته انتقال شو
  • شاه رخ حمیدوا او اویبک جمالدین ویغ جبارف آیرلند ته انتقال شول
  • محمد خان تومانی او محمد بوداوی دوخان پرتګال ته انتقال شول
  • درې بندیان سعودی عربستان ته انتقال شول
  • محمد الغرنی چاد ته انتقال شو
  • پنځه بندیان عراق ته انتقال شول
  • احمد غلفان غیلانی د امریکې متحده ایالاتو ته انتقال شو
  • محمد احمد عبدالله صالح حناشی په ګونټانامو کې مړ شو
  • بینیام محمد برټانیا ته انتقال شو
  • حسن موجما ربایی سید الجزایر ته انتقال شو
۲۰۰۸
  • درې بندیان بوسنیا ته انتقال شول
  • سلیم احمد حمدن یمن ته انتقال شو
  • اووه (۷) تنه بندیان الجزایر ته انتقال شول
  • محمد حسین عبدالله سومالیا ته انتقال شو
  • زین العابدین میروزف تاجکستان ته انتقال شو
  • عبدالرحیم کریم باکیف قازقستان ته انتقال شو
  • محمد سعد اقبال پاکستان ته انتقال شو
  • اته (۸) تنه بندیان افغانستان ته انتقال شول
  • عبدالله الحمیری د عربستان متحده ایالاتو ته انتقال شو
  • جارالله صالح محمد کهلا المیری قطر ته انتقال شو
  • محمد رحیم الافغانی ګونټانامو ته راوستل شو
  • عبدالله صالح علی العجیم عراق کې مړ شو
  • سید بوجادیا مراکش ته انتقال شو
2007
  • عبدالرحمن متا تفیرالامری او عبدالرزاق حکمتی په ګونټانامو کې مړه شول
  • دري شپېته (۶۳) بندیان سعودی عربستان ته انتقال شول
  • څلور تنه بندیان برټانیې ته انتقال شول
  • پنځه دیرش (۳۵) بندیان افغانستان ته انتقال شول
  • سلیم محمود آدم محمد بن امیری او عادل حسن سوډان ته انتقال شول
  • درې بندیان جورډن ته انتقال شول
  • پنځه بندیان یمن ته انتقال شول
  • ابو سفیان ابراهیم احمد حمودا بن قامو لیبیا ته انتقال شو
  • محمد لامین سید محمد موریتانیا ته انتقال شو
  • پنځه بندیان ګونتانامو ته راوړل شول
  • عیسی علی عبدالله الامرباتی  بحرین ته انتقال شو
  • عبدالله محسود پاکستان کې مړ شو
  • روسلان ادیزف په روسیې کې مړ شو
  • لفتی بن سوی لاغا او عبدالله بن عمر تونس ته انتقال شول
  • دیوید هیکس اسټرلیا ته انتقال شو
  • احمد راشیدی مراکش ته انتقال شو
  • درې بندیان تاجکستان ته انتقال شول

۲۰۰۶
  • مبارک حسین بن عبدالهاشم بنګلادیش ته انتقال شو
  • شپږ تنه بندیان یمن ته انتقال شول
  • درې بندیان قازقستان ته انتقال شول
  • محمد عبدالله منورسفرانی الافطری لیبیا ته انتقال شو
  • پنځه دیرش تنه بندیان افغانستان ته انتقال شول
  • پنځه څلویښت (۴۵) تنه بندیان سعودی عربستان ته انتقال شول
  • اته (۸) تنه بندیان البانیا ته انتقال شول
  • ضیا الله شاه او عبدالحلیم صدیقی پاکستان ته انتقال شول
  • صالح عبدالرسول علی عبدالرحمن البلوشی بحرین ته انتقال شو
  • عبدالمجید محمد ایران ته انتقال شو
  • عمر رجیب امین او عبدالله کامل کویټ ته انتقال شول
  • څلور تنه بندیان ګونتانامو ته راوړل شول
  • مورت کورناز جرمنی ته انتقال شو
  • درې تنه بندیان ګونتانامو کې مړه شول
  • جمال عبدالله کیمبی یوګندا ته انتقال شو
۲۰۰۵
  • څلور تنه بندیان سعودی عربستان ته انتقال شول
  • درې تنه بندیان بحرین ته انتقال شول
  • شپږ تنه بندیان کویت ته انتقال شول
  • سمیع عبدالعزیز سلیم مصر ته انتقال شو
  • یوویشت (۲۱) تنه بندیان افغانستان ته انتقال شول
  • کرم خمیص سید خمصان یمن ته انتقال شو
  • محمد انور خرد ایران ته انتقال شو
  • معروف سلیمویچ سالیهوف تاجکستان ته انتقال شو
  • خالد محمد عبدالوهاب الثمر جوردن ته انتقال شو
  • محمد علی امنو ګډالا سوډان ته انتقال شو
  • موسی زی زیموری او میسوت سن بلجیم ته انتقال شول
  • صالح اویار ترکیې ته انتقال شو
  • ابراهیم فوزی مالدیف ته انتقال شو
  • سید عبدالرحمن پاکستان ته انتقال شو
  • درې تنه بندیان فرانسې ته انتقال شول
  • ممدوح ابراهیم احمد حبیب استرلیا ته انتقال شو
  • څلور تنه بندیان برتانیې ته انتقال شول
۲۰۰۴Feroz Ali Abassi
          • شاه جهان غفور او محمد یوسف یعقوب په افغانستان کې مړه شول
          • اوه دیرش (۳۷) بندیان افغانستان ته انتقال شول
          • اته دیرش (۳۸)  بندیان پاکستان ته انتقال شول
          • لس تنه بندیان ګونټانامو ته راوړل شول
          • څلور بندیان مراکش ته انتقال شول
          • څلور تنه بندیان فرانسې ته انتقال شول
          • شپږ تنه بندیان تاجکستان ته انتقال شول
          • مهدی محمد غزالی سویډن ته انتقال شو
          • محمد الغزالی بابکر محجوب او الراچیډ حسن احمد عبدالرحیم سوډان ته انتقال شول
          • اسام عبدالرحمان احمد جورډن ته انتقال شو
  • ولید محمد شهیر یمن ته انتقال شو
  • څلور تنه بندیان نا معلوموهیوادونو ته انتقال شول
  • سهاب محمود محمد او حیدر جبارحافظ التمیمی عراق ته انتقال شول
  • محمد نوری مارت ترکې ته انتقال شو
  • پنځه تنه بندیان برتانیې ته انتقال شول
  • اوه تنه بندیان روسیې ته انتقال شول
  • سلیمان حدج عبدالرحمن دنمارک ته انتقال شو
  • احمد عبدالرحمن احمد هسپانیې ته انتقال شو
۲۰۰۳
  • شل تنه (۲۰) تنه بندیان پاکستان ته انتقال شول
  • شپږ تنه بندیان نه معلومو هیوادونو ته انتقال شول
  • دري پنځوس (۵۳) تنه بندیان افغانستان ته انتقال شول
  • یوکسل سلیک ګوګوس او ابراهیم شفیر سن ترکې ته انتقال شول
  • عبدالرحمن خدر بوسنیا ته انتقال شول
  • یوسل او نولس (۱۱۹) تنه بندیان ګونتاناموته راوستل شول
  • عبدالله تبارک مراکش ته انتقال شو
  • پنځه تن بندیان سعودی عربستان ته انتقال شول

۲۰۰۲
  • شپږ سوه او انه (۶۰۹) تنه بندیان ګونتانامو ته راوړل شول
  • محمد سنګیر پاکستان ته انتقال شو
  • څلور تنه بندیان افغانستان ته انتقال شول
  • یاسر ایثام حمدی د امریکې متحده ایالاتو ته انتقال شو

E-mail: samim.journalist@yahoo.com