د عبدالرحیم وردک او حلیم فدایی مطبوعاتی جنګ

لیکوال: محمد صمیم
 
نیټه: ۲۴ / ۵ / ۱۳۹۰
 


تیره ورځ شاهد الله شاهد د میدان وردک د ولایت ویاند ملی اردو په دې ولایت کې په وظیفویی غفلت تورنه کړه. د میدان وردک چارواکی ادعاوی لری چې ملی اردو په دې ولایت کې یواځې په خپلو پوستو کې پراته دی او دښمن نه تعقیبوی او یواځې پر پاخه سړکونو ګزمې کوی. په هغه خبرپاڼه کې چې د میدان وردک د والی د دفتر نه را رسیدلی ویلی شوی دی چې ملی اردو له بلې خوا له خلکو سره هم هیڅ اړیکې نه لرې او دوی په دې ولایت کې د نا امنیو او ګډوډوی لامل ګڼل کیږي.
دمیدان وردک د ولایت چارواکی دا څرګندونې په داسې حال کې کوی چې تیره هفته په همدې ولایت کې د امریکا د خاصو ځاوکونه ۳۱ تنه او د ملی اردو ۷ تنه سر تیری په یو عملیات کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ملی دفاع وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره خپل څرګندونې داسې کوی: (( د ملی اردو ځواکونو د امید عملیات د ۱۸ میاشتنۍ پلان پر بنسټ په خپلو ټولو امنیتی و جنګی کارونو کې بوښت دی. همدا راز د همغږۍ مراکز هم خپلې دندې په سمه توګه تعقیبوی. دا پدې معنی ندی چې د میدان وردک والی د ملی اردو د ځواکونو قومندان یا آمر دی بلکه هغه باید له دوی سره همکاری وکړی. د ملی اردو  دنده د ټول امنیتی ارګانونو د عملیاتونو همغږۍ کول دی. د همغږۍ په مراکزو کې د چټک غبرګون ځواکونه هم شتون لری چې د ضرورت پر اساس خپل غبرګون ښایی.))
داسې راپورنه هم موجود دی چې ملی اردو په میدان وردک ولایت کې له طالبانو نه پیسې اخلې تر څو دوی ته ځینې محرم اسنادونه افشا کړی. که دا ثبوت شول نو باید ستر جنرال دې استعفا وکړی ځکه چې دا به د ده دویمه بدنامې وی. اوله خو یی د ملی دفاع په وزارت کې ځانمرګۍ برید و چې د هغه مسله لا هم معلومه نده چې څوک وو او څه شو. که سیال وی خو شرمیدلی به وی. نو که چېرې فدایی دا ثبوت کړی او که وردک هوښیار او با غیرته وردک وی استعفا به وکړی.
د ملی دفاع وزارت ، د خبرپاڼې په بله برخه کې د میدان وردک چارواکی داسې به بی کیفاتۍ تورنوی. چې د امنیت ۷۰ سلنه نور کارونه د پرمختیایی و بیا روغونې، ښه حکومت دارۍ، د عامه خلکو سره اړیکې، مکافات او مجازات، د اقتصاد پر مختیا د اداری فساد او مخدرو توکو مبارزه شامل دی. چې دا ټول چارې ملکی چارواکو پورې مربوط کیږي او نه باید پکې دملی اردو ځواکونه ګرم شی.
د ملی دفاع وزارت چارواکی وایی چې په تیرو ۹ کلونو کې دا اول ځل دی چې د ملی اردو با غیرته سرتیری چې خپله وینه یی تل د وطن د امنیت او خپلواکۍ په خاطر بهولی دی په داسې یو کار باندې تورن کیږی.
وروسته له دې چې له دې خبر شوم چې ۳۱ امریکایان په میدان وردک کې مردار او اته تنه د ملی اردو سرتیر هم دوی سره شهیدان شوی، خوا مې پر افغانانو ډېره بده شو خو ماښام مې له خپل یو لیکوال انډیوال نه واوریده چې حلیم فدایی منفک شو نو لږمې زړه را ډک شو او فکر مې وکړچې کیدای شي ددې له تبدیلو سره سره د میدان وردګو په ولایت کې عمده بدلون راشی. خو اوسه پورې منتظر وم چې له رسنیو نه یو څه د فدایی د منفک کیدو په اړه واورم خو متاسفانه چې هیڅ مې هم وا نوریده.
یل کیږي چې وردک خو یا ډیر هوښیار وی او یا هم ډیر بی عقل. حلیم فدایی په خپل چال کې مات شو. د له عبدالرحیم وردک سره ښکرې و جنګولې او ستر جنرال هم دومره بی عقل وردک ندی چې په اسانۍ ماته ومنی. هغه په امریکې کې خپل نظامی تحصیلات کړی او حلیم فدایی د آزادۍ راډیو یو پخوانۍ خبریال وو چې اوس یی لږ ارزښت او د خلکو تر منځ نوم پیدا کړی.
یو چا راته کیسه کوله چې یوه ورځ حلیم فدایی له کابل نه د میدان وردک ولایت په لور روان وو چې له چټک غبرګون ځواکونو لخوا دد موټر تلاشی شو. نور یی راته څه و نه ویل چې آیا دې ځواکونو ته کوم راپور ورکړی شوی و که څنګه. (والله عالم). کله چې افغاني ځواکونو د یو ولایت جګپوړی چارواکې موټر تلاشی کوی مطلب به یی دا وی چې په سپینو شیدو کې څه تور مچ شته.
را به شو دې ته چې د ستر جنرال عبدالرحیم وردک او ژورنالست حلیم فدایی مطبوعاتی جنګونه تر کوم حده پورې دوام مومی او څوک به پکې بریالۍ کیږي. عبدالرحیم وردک چې امریکایی الاصل دی او خپل ټول تحصیلات یی په امریکې کې کړی ډیر په اسانۍ کولی شی چې فدایی په دغه دسیسه کې چې په میدان وردک ولایت کې د امریکایی ځواکونه ۳۱ تنه ووژل شول، فدا کړي. او له بلې خوا زه ما په نظر فدایی د حذب اسلامی یو ډیر عادی غړی دی چې شاید یو څو نا پیژندلی حزبیان یی ملاتړ وکړی نه امریکایان.
تیره اونۍ د وحید عمر د استعفا نه وروسته مطبوعاتو کې داسې ګونګسې ول چې کیداشی حلیم فدایی د ولس مشر ویاند و د جمهوری ریاست د مطبوعاتو رییس شی. خو زه فکر کوم که امکان یی هم درلود نو اوس فدایی دا چانس هم قربان کړځکه چې نه د دین شو او نه د دنیا. ولایت به هم ترې لاړ شی او د ولس مشر ویاند او جمهوری ریاست د مطبوعاتو ریاست به نور په خوب کې هم و نه وینی. دی به بیرته کوم رسنۍ کې د خبریال په حیث کار وکړی. فارسی کې وایی ((همو خرک همو درک)). نو فدایی صیب مبارک دې شه خپل پخوانی مسلک. خدای پاک هرچاته یو چانس ورکوی خو څوک یی په ارزښت پوهیږی او څوک نه. فدایی صیب ته پوه نشوی، خدای به دې پوه کړي. زه د عبدالرحیم وردک طرفداری نه کوم خو د یو افغان په صفت په دې ډیر ښه پوهیږم چې په تیرو څو کلنو کې د ملی دفاع وزارت او د میدان وردګو په ولایت کې څومره پرمختګونه شوی.
په آخره کې عبدالخالق فراهی د سیمه یيزو ارګانونه عمومی رییس ته هم دا وایم چې په خپل اولني کار کې که غواړی په خپلو دندو کې بریالۍ ووسی نو باید د حلیم د منفک کولو تصمیم ونیسی. ځکه چې کله به مې ډاکټر اشرف غنی د انتقال د بهیر مشر په شپږو ولایتونو کې د انتقال د مسوولیت اخیستلو په ورځ لیدل نو فراهی به ورسره څنګ په څنګ ولاړ وو او د افغان ملی ځواکونو دفاع به یی کوله. نو خبره به  دا وی چې یا فراهی او یا هم فدایی درواغ وایی. که ولس مشر د فراهی نه منی نو باید ډاکټر غنی دې ولس مشر ته د فدایی د منفک کیدو مشوره ورکړی ځکه چې دی د انتقال د بهیر سپکاوی کړی. او د ملی اردو ځواکونه یی د طالبانو همکاران بللی.
نن سهار مې له طلوع ټلویزیون نه د حلیم فدایی یوه مصاحبه ولیده چې پکې فدایی ویل: ((په میدان وردک ولایت کې پنځه ګروپه مسلح طالبان دی او که چیرې د ملی دفاع وزیر او لوی درستیز دې موضوع ته جدی توجه ونکړی نو ددې ولایت ټول امنیتی ستونزې د دوی په غاړه وی.)) دلته د اولس مشر تصمیم هم ډیر جدی ګڼل کیږي. ځکه چې ولسمشر تل وایی چې ((پروسه انتقال نا برګشتنی است و به هر صورت تطبیق میګردد.)) که چیرې ملی اردو داسې بی کفایته وی آیا ولس مشر صیب تاسې او اشرف غنی صیب تاسې کولئ شی چې د انتقال پروسه پلی کړی. نه په هیڅ صورت نه!!!
میدان وردک ولایت د نهه اداری واحدونو په درلودلو سره د کابل په لوېدیځ کې دی او د کابل کندهار د لویې لارې پر سر پروت دی، د ملي اردو درې کنډکونه ځای پر ځای دي.
د افغانستان د سوکالۍ او د دوی د مطبوعاتی جنګونو د ختمیدو په هیله!!!
 
E-mail: samim.journalist@yahoo.com
                                         samim.journalist@gmail.com