
زه پوهيږم چې ته دمينې دښار او ښيرازه ژوند څخه لرې پاتې شوی او دغرونو او ګوډلو سړی يې . هو ! زه په دې پوهيږم چې ته دمدنيت په مانا نه پوهيږې ؛ ته په يوه داسې ويرونکي محل کې اوسيږې ، چې هلته ډير کم انسانان دمجبورې ورځې استوګنه کوي . تاته ژوند ارزښت نلري ، کاش ته دخواږه ژوندانه له بېلابېلو نعمتونو خبراو په ارزښتونو يې په سمه توګه پوهيدلی وای کاش! ته زما سره ديو څو شيبو پورې دمينې او انساني خواخوږۍ په ټغرناسته کړې وای، ترڅو ما درته دمينې ورورۍ او دمتمدن ژوند اړخونه روښانه کړي وای، تاته مې د زړۀ سره تړلي څو هغه سندريزې ټپې زمزمه کړي وای ،چې دامهال پرې پښتني تاريخ ځليدونکی ښکاري او پښتانه زلمي ترې دسنګرونو په ګرمولو کې کار اخلي او پيغلې ترې دشجاعت او اتلوالۍ زده کړه کوي ، ته دخپل ټاټوبي دهغه وياړمنو معنوي هستيو عبرت واخله ، چې دامهال دنړۍ مشهور نوابغ اوکارپوهان ددوی فکري اوعقلي تخليق څخه استفاده کوي . ته که هر څو په دې خواره شوي تورتم کې اوسيږي بې له دې چې دجهالت نړۍ به پر تا اباده وي، نورو ته دې له شره پرته خير نه رسيږي ،خو زه تاته يوه وروستۍ مشوره درکوم ،هغه خبرې اوفکر له مغزو لرې کړه کوم چې دټولې نړۍ انسانانو ته ترې شر رسيږي او دبدمرغيو په سيند لاهو کيږي ، ته ديو ه نوي فکر اونوي لارې په لټه کې شه دخپلو پلرونو اونيکونو په تګ لاره يون وکړه ترڅو نړۍ تاته دسوال او همکارۍ لاس دراوږد کړي . په ټوله پښتنه مينه ورور مو نورشاه نوراني ، خوست