اعليحضرت امان الله خان او دافغانستان خپلواکي


                    طبيعت هرچه باشد نغز وزيباست               چوآزادى نبـــاشـــدسـخت زشت است
                   جهــــــان درپرتوآزادى ومــهــــــــــر                 اگرزشت است واگرزيبابهشت اسـت
         پښتو ژباړه :
              طبيعت هــــــرڅه ،چې وي ښکلى دى                   خــوکــه خپلواکي نه وي ،  پيکه دى
             نړۍ دمينې او خپـلواکۍ پـــــه رڼـا کې                  که پيکه ده او که ښايسته،جنت دى
ډاکټر سيدمحمد دامادي (د نړ ۍ لويې اونوتې څېرې) نومي کتاب په سر کې څه ښه وينا راوړې ده : ويليام شکپېير ليکي : ( ژوند يوازې يو تېرېدونکى سيورى او بېوزله لوبغاړى دى ،چې يوشېبه دصحنې پرمخ راڅرګند شي ،ځغلي ، په شور،زوږ، برم ،پرتم ،ولولو، هيجان ،احساساتو راځي او وروسته يې هېڅ غږ نه ترغوږو کېږي ، يوه زړۀ راښکونکې اوله زوږه ډکه افسانه ده ،چې يو بېړا او احمق يې لولي او هېڅ مانا نه لري .) خپلواکي او استقلال دانسانانو طبيعي حق دى . هغه کسان ،چې دا حق له خپلوهمډولو( همنو عانو) څخه اخلي ،يرغلګر اونيواکګر دي اودخپلو له لاسه تللو حقوقو دترلاسه کونې او خپلواکۍ دګټنې په موخه ديرغلګرو او نيواکګرو پر وړاندې خوځښت او پاڅون  يو روا او عادلانه عمل دى . دافغان ولس دپرحقه مبارزو په لړ کې يوهم  د افغانستان تاريخ  دملي آزادي  بخښونکو مبارزو يو ښکاره  اوځلانده باب دى ،چې دنړۍ دهغه مهال دلوى ښکېلاکګر ځواک سره زموږ هېواد  دخپلواکۍ بېرته ګټنې دوياړلې حماسې جګړه ده ،چې په ١٩١٩ زېږدي کال دانګرېز ښکېلاک اوزبېښناک سره وشوه . دګران هېوادخپلواکۍ دبېرته ترلاسه کونې په بهير کې ، هغه نوم ، چې دخپلواکۍ او استقلال دبياګټنې سره نه شلېدونکى تړاو لري ، هغه  دشاه امان الله خان غازي  نوم  دى . هېڅ يولږ څه پوه آزادي غوښتونکى او هېوادپال افغان  به ونه موندل شي ،چې کله دهېواد خپلواکۍ نوم واخلي او ورسره جوخت دهغه خداى بخښلي نوميالي غازي اعليحضرت شاه امان الله خان دنوم يادؤنه په پت ،عزت  اودرنښت سره ونه کړي ، کوم ،چې دى  د خواږۀ افغانستان دخپلواکۍ ګټيالى ،زړور،باتور ، هېواد پال ، اوژوبلور دهېواد د تاريخ  يوځلانده ستورى بلل کېږي . شاه امان الله خان د ١٢٧١ لېږديز لمريزکال د غبرګولي په مياشت کې ،چې د ١٨٩٣ زېږديز کال دجون له لومړۍ نېټې سره يې سمون درلود ، دکابل ولايت دپغمان ولسوالۍ دزرګر درې  اړوند داوسني دظفرطاق په سيمه کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې . په ١٢ کلنۍ کې دعين الدوله ( ددولت سترګې ) په ستاينوم ( لقب ) ونومول  شو او په ١٩١٣ زېږديز کال  يې دمحمود طرزي له لور ثريا سره د شهر آرا په ماڼۍ کې وادۀ وکړ.د ١٢٩٧لېږديزلمريز کال دکب په دويمه ،چې دجمعې ورځ  وه ، په ځانګړې توګه او د ١٢٩٧لېږديزلمريز کال  دکب په ٩ مه نېټه ،چې د ١٩١٩زېږديز کال د فبروري له ٢٨ مې نېټې سره يې سمون  درلود ، په رسمي  ډول  د پاچاهۍ اعلان  وکړ. داسې روايت دى ،چې امان الله خان مور عُليا حضرت  دښځو سرخېله ( دسلطان مشرې مېرمن دخپل زوى په ښوونه ، روزنه اوپالنه کې مهم اواغېزمن رول  درلود . عُليا حضرت يا دځينو په وينا دغه بوډا ګوربت  دامان الله خان  دفکر،انداو تخيل  په ډول او دليدلوري اوتګلوري په ټاکنه اوغوراوي کې  ګټور اغېز او نفوذ درلود . دښځو سر خېله ( دپاچامشره ښځه) داميرحبيب الله خان مېرمن او دامان الله خان مور دافغانستان رسمي ټولوا کمنه ( ملکه ) وه . هغه يوه د باچا دزړو برمياليو، پرتمينواواغېزشيندومېرمنو له ډلې څخه وه ، يوه ورځ ،چې اميرحبيب الله خان  دچهلستون په ماڼۍ کې په مزو او چړچو بوخت  ؤ ، دغوړومالو اوچاپلوسودرباريانو په مخ کې يې هغه سپکه او رټله  او ان دا،چې دکېږدۍ په څکېز ( دېرک ) يې په سرووهله . پاچا پرېکړه وکړه،چې هغې ته طلاق ورکړي ، خو دامير ورور سردار نصرت الله خان په منځګړتوب يې هغې ته دطلاق  ورکونې څخه  ډډه وکړه ، خو دامير دښځو سرخېله دپاچا مشره مېرمن او دهغې زوى امان الله خان له هغې وروسته  دامير له سترګو ولوېدل او دپاچا له خوا،چې ورته کوم لږ معاش ټاکل شوى  ؤ ، په  هغه يې ژوند او ګوزاره کوله . خو دې باتورې ، مېړنۍ او مدبرې مېرمنې ته وا، په يوبل ډول دامير څخه غچ اوبدل واخېست ، په دې معنى ،چې دې ( بوډاګوربت ) خپل ټول وس او زور  دامان الله خان  دفکر، تخيل ليدلوري په روزنه او پالنه کې ،چې ژور اغېز يې پرې درلود ، په کار واچاوۀ او د خپلې راتلونکې  پاچاهۍ له  پاره يې چمتو او تيارکړ .
عُليا حضرت يوه پياوړې اوغښتلې مېرمن  وه ،چې ويې کولى شول،د ټولو سياسي ،اقتصادي اوټولنيزوستونزوسره ډغرې ووهي، ځکه چې دخپل زوى  په روزنه اوپالنه کې يې يو ډېر لوى هدف  درلود . هغې غوښتل ،چې دهغې زوى  دودې او پرمختګ ډېرې  اوږدې لارې کچ او لنډې کړي . ملکي خپل دې هدف ته درسېدا په موخه ، امان الله خان  په افغاني دود اوروحيې سره وروزۀ . هغه به يې هر کال  دافغانستان بېلابېلووﻻيتونو،ولسونواو قومونوته وراستاوۀ ،څودولسونواوقومونوله لويانو او مشرانو سره له دې نېږدې اړيکې ونيسي او له دوى نه افغاني غيرت ، مېړانه ، اتلوالي ، پت او عزت  زده کړي  .سربېره پردې ، يو بل انديال،اديب ، ليکوال ،شاعر، ژورنالېست ، سياستوال او مدبر شخصيت محمود طرزي  دملکي ثريا پلار او دامان الله خان  خسر، دامان الله خان  شخصيت  په غنا، بډاينه او تکميلېداکې بنسټيز رول  ولوباوۀ . امان الله خان  دنړيوالې لومړۍ جګړې پر مهال ( ١٩١٤-١٩١٨ ) په کابل کې  دآلماني ، ترکي ، اتريشي او هندي ډپيلوماټانو سره راشه  درشه او ناسته پاسته درلوده اود هغوى له ګټورو اندونو او نظريوڅخه به  برخمنېدو . همدارنګه  هغه په کابل کې دبهرنيو هېوادونو له استوګنو ډپيلوماتونوسره خوږې او دوستانه اړيکې لرلې او تل به يې  دهغوى په بنډارونومجلسونواومحفلونوکې په خپله ګډون کاوۀ . غازي امان الله  دبلنواودعوتونو په محفلونو کې د ډيپلوماټانو او دهغوى دجامو اغوستنې له بېلګو، ډولونواوسليقوڅخه اغېزمن شو اود دۀ دشخصيت په بشپړېدا، بډاينه ،بسياينه او تکوين کې يې رغنده او مثبت اغېز وشيند . دافغانستان  حق پالونکي خلک تراوسه  هم په بېلابېلومناسبتونواو په تېره کله ،چې دافغانستان د خپلواکۍ  دبېرته ګټنې د کلېزې  ورځې يادؤنه  وشي ،نودهغه لوى ،ملي اواتل  شخصيت نوم په خورا عزت اودرناوي سره په ژبو اخلي  . اوس  هم کوﻻى  شو ،چې ددغه سياسي اوهېواد پال افغاني مشر لوړ مقام  د اووۀ اويا کلونو وروسته ،چې  دهغه له واکمنۍ  څخه تېر شوي ، دلويانومشرانو او سپين ږيرو هېوادوالو  په خاطرو او يادونو کې په ډېر څرګند او څرګند ډول سر درک کړو او دولس په منځ کې دهغه معنوي ګرانښت اومحبوبيت  له ورايه ووينو . اعليحضرت غازي امان الله  خان يو روڼ اندى ، دنظر خاوند ، ماتغاړى ، صميمي ، ولسپال انسان او دهېواد د خپلواکۍ ، پرمختګ  او لوړاوي  خورا ډېر لېوال  اوپلوى  ؤ .واک ته تر رسېدا مخکې دولسي  روڼ اندو،سمونپالواوبدلونپالو وګړو سره د دۀ چال چلند دهغه ګرانښت او محبوبيت  دخلکو په منځ کې  انګازې جوړې کړې . ددۀ کر کټر او لوړ انساني عادتونه ددې لامل شول ،چې دهېواد يوه ډله لږ څه پوه وګړي ،چې داميرحبيب الله خان په  دربار کې  د ( غلامانو ) په څېر  او سېدل  اود دربار له رازونواو اسرارو خبروو او دامېر له کړنو يې کرکه لرله ، دسياسي بدلونونو او دپرانېستي سياسي چاپېريال غوښتونکي وو او له  بل لوري هغوى دشهزاد امان الله خان  سره دوستانه او ورور ګلويزه اړيکې لرلې ، دهغه پرشا اوخوا راټول  او نوموړى يې  دخپل ټولي او ډلې دمشر اولارښود په توګه  وټاکۀ،چې  وروسته  بيا دا ډله  د ( افغان ځوانان ) يا  ددويم مشروطه غوښتونکو غورځنګ په نوم  ياد شوه . په دې ډول  سره دشاه غازي امان الله خان نوم د (افغان ځوانان)يا (دويم مشروطه غوښتونکوغورځنګ )له نوم سره نه شلېدونکى  تړاولري  . هرهغه څوک ،چې وغواړي ،د افغانستان خلکو د مبارزوتاريخ  د شلمې  پېړۍ په لومړيو دريولسيزو کې مطالعه اووڅېړي ، دې ته به اړه  وي ،چې د لومړي اودويم پړاو مشروطه غوښتنونکو غورځنګ  په سر کې د (افغان ځوانان )له ډلې څخه ،چې مشر يې دهېواد د خپلواکۍ اتل،مترقي  او هېوادپال شخصيت شاه امان الله خان ؤ،يادؤنه  وکړي .کانديد اکاډيمسين اسدالله حبيب ليکي :( زما په اند نوموړي امير د خپلو اسلافو په څېر ، ټولې  هڅې  دسلطنت  ساتنې  دخپلو سيالانودوهلواوغورځولو ته ځانګړې نه کړې ،بلکې دواک له کړۍ نه د باندې ووت .دلويو کارونود ترسره کېدالکه د هېواد خپلواکۍ اوپرمختګ ، دعلومو او کلتور ودې اوپرمختيا،او دخلکود نوي ،هوسا او نېمکرغه ژوندلپاره يې خپلې  مټې رابډوهلې . د دۀ  کړنې اوفعاليتونه  دختيځو ټولنو  دلرغونو دودونو او عادتونو سره سمون نه درلود ، چې ټولې دلوېديځو ټولنو  په بڼه غير عادي ، بدې او پيکه برېښېدلې ،او په دې  ډول سره د هغه خوځنده  توده  مېړانه  او اتلوالي ،ددۀ د هيلو او ارمانونو په برياليتوب او پلي کېدا کې  بې له  شک ،چې  دکينې او تربګنۍ زېږنده او پنځوونکې وه .
شاه امان الله خان  يو هېوادپال  ، ځواکمن  ويناوال  او پياوړى اديب  ؤ ،هغه بيت ،چې په خپله يې ويلى او په هغه کتاب کې ،چې  ((په افغانستان کې  دقانون واکمني ))  نوميږي ، راغلى ، خپل دهېوادپالنې ولولې او احساسات يې په لاندې توګه  په کې  بيا ن کړي دي :
شدم يکبارگي باجان وسرازدل گرفتارش    دهم خون عزيزخويش تاسازم چوگلزارش
 ديادؤنې وړ ده ،چې د دۀ پورتنى بيت دنوړي حضرت  د هېواد ، خلکو اوخپلواکۍ  سره دلېونۍ مينې دلرلوددليل په توګه  راوړو . په همدې  توسن  شاه امان الله خان  دخپلې واکمنۍ  دتاج په سرکونې او دلوړې مراسمود لومړنۍ اوونۍپه  بهيرکې  دکابل  ښار پتمنو اوسېدونکو او ددولت  چارواکو ته په خپله لومړنۍ هغه  وينا کې ،چې دعيدګاه په جومات کې يې وکړه ، دګران هېواد افغانستان  دچورلټې خپلواکۍ خبرې وکړې . خپل سلطنت يې دبشپړې خپلواکۍ دلاس ته راوړنې  پورې اړوند وباله  او ويې ويل  :( لومړى دخپل نجيب ،اتل او رښتيني ولس ټولو ارزښتونواودودونو ته په پام سره اعلانوم اوزېرى  درکوم ،چې ما دافغانيه سلطنت تاج دګران افغانستان  د کورنۍ اوبهرنۍ خپلواکۍ او واکمنۍ له نوم سره په ا ړوندتياکې په سراېښودلى . ورپسې  يې دافغانستان خپلواکي  غوښتونکوخلکوڅخه دمرستې غوښتنه وکړه ،څو  چې ددې لوى او سپېڅلي ارمان ته د لاسرسي اوپه  پلې کېدا کې له دۀ سره همغږي ، ملګري او مرستندوى شي .اعليحضرت اما ن الله خان  خپله يوه بله وينا دعيدګاه په جومات کې دولتي چارواکو،سر تېرواو دکابل ښار اوسېدونکوته په داسې حال کې وکړه، چې سفري دريشي يې  پر غاړه وه او ويې ويل : ( زما ګرانه ولسه ! زۀ به ترهغود سرتېر ۍ  جامې له ځان  ؤنه با سم ،څوچې  مې دخپلواکۍ  جامې  دوطن مورته نه وي چمتو کړي  .) زۀ به داتوره ترهغوپورې پۀ تيکي کې کښېنږدم ،څو،چې مې د خپل ولس حقوق د نيواکګر ښکېلاک څخه نه وي ترﻻسه  کړي !)اې  زما ګرانه ملته او اې  زماسرښېندونکومېړنيواواتلوسرتېرو! راځئ،چې خپل غيرتي سرونه دګران هېواد دخلاصون ، ژغوراوي اوخپلواکۍ لپاره قربان کړو.
افغان مسلمان اوخپلواکي غوښتونکوخلکوهم دخپل ځوان بادشاه دغې روح  پنځاندي بلنې او غوښتنې ته لبيک ځواب ورکړ . يانې دنړۍ لوى ښکېلاکي ځواک څخه يې  دخپلواکۍ دحصول  له پاره  دخپلو سرونو اومالونو قربانۍ وړاندې کړه  او جګړې ته چمتو شول .شاه اما ن الله خان ولېدل ،چې انګرېزانو ددۀ هغه ليک ته ،چې په هغه کې يې له انګر ېزانو څخه افغانستان  ديوۀ آزاد،خپلواک او د نړۍ دنورو هېوادونو په  شان  دمساوي حقوقو غوښتونکى ؤ ، په رسميت پېژندنې غوښتنې ته ځواب نه ؤ ورکړى ،  نو د ١٩١٩زېږديز  کال داپرېل په ١٣ مه نېټه يې دکابل په  درباري ناسته کې ،په داسې حال کې ،چې دانګرېزسفير هم  شتون درلود، خپله ويناداسې  واوروله : (ما په خپله ، خپل هېواد دکورني او بهرني پلوه خپلواک  او مستقل اعلان کړ . له دې وروسته زموږ هېواد دنړۍ دنوورو هېوادونو او ځواکونو په څېر خپلواک دى او هېڅ ځواک  ته به دسر ديوۀ ويښته په  کچه ددې اجازه ورنه کړل شي ،چې د افغانستان په کورنيو او بهرنيو چارو کې  لاسوهنه  وکړي او که چا داکار وکړ ، زۀ به  دهغوى  اورمېږ  په دې تېره  توره  ووهم . بيايې   دانګرېزسفير ته مخ ورواړاوۀ، ويې پوښتل : هغه څه ،چې  مې وويل پرې پوه شوې ؟! دانګرېز سفير په  تعظيم اودرنښت ځواب وکړ : (هوکې ، پوه شوم ! )ورپسې ځوان بادشاه انګرېز سره  د جهاد  له پاره ددې بيت پربنسټ  چمتوالى  او تيارى  پيل کړ:
گرنداني غيرت  افغانيم                                  چون به ميدان آمدي ميدانيم
په داسې حساسوحالاتو کې شاه اما ن الله خان  کابل مېشتو دټولنيز ژوندبېلابېلوطبقو سره اړوند اوسېدونکو،وګړو، قومونو او خلکو  پروړاندې  په پرله پسې  ډول انګرېز ضد وينا وې وکړې ،چې دخلکو ولسي  پرګنوله بې ساري هرکلي سره مخ شوې . شاه امان الله خان  په يوه له دغو وينا ګانو کې چې دعيدګاه  په جومات کې يې واوروله ، وويل : ( اې افغان اتلواومتدينوخلکو! د بريتانيې حکومت دوه ځله په بې شرمانه اوغولوونکې توګه زموږ پر ګران هېواد بريدونه وکړل ،څو خپلې چټلې منګولې په دې سيمه کې ننه باسي او غواړي ،زموږ هېواد ،چې په هغه کې زموږ پلرونه  او نيکونه ښخ دي ،پوپناکړي ، زموږ پت ،عزت او هم زموږ شخصيت او افغاني خصلت له منځه يوسي اوداشان زموږ خپلواکي  او نېکمرغي له موږ  نه واخلي  ... )  دافغانستان  هېواد پالوخلکودخپل ځوان  بادشاه  دې بلنې ته لبيک ځواب ورکړ ،چې  د ١٩١٩زېږديز  کال دمۍ  په ٣ مه نېټه دافغانستان  د بېلابېلو  قومونووګړو،چې دوى  په خپلو کې ګډ وروګلويزه او خپلواکي غوښتونکي ولولې او احساسات درلودل ، دخپلو هغو زړو وسلو سره ،چې  د افغان  انګرېز په لومړۍ او دويمه  جګړه کې  يې له انګرېزانوڅخه نيولې وې ،يوشپېته زره کسيز لښکر دجګړې په موخه چمتو او تيار کړ . څلور  زره ناروزل  شوى توپچي  ځواک ،د زاړۀ  توپونو سره ،چې لږ شمېرمهمات اوتجهيزات يې درلودل ،ددغه لښکر ملتيا کوله .خودښمن څه  وکړل ، دښمن د دې لږ اوناروزل شوي لښکر پر وړاندې  لومړى ( ٣٢٠) زره او بيا ( ٧٥٠) زره روزل شوي سرتېري اوافسران ،چې (١٨٥_٤٥٠) زره باروړونکي  څاروي  دمهماتواوتجهيزاتود درنواو ملا ماتوونکو بارونو لاندې ،چې دسلګونو جنګي الوتکو له خوايې بدرګه کېدله ،دجګړې په موخه دهېواد سوېل  اوسوېل لوېديځوپولو ته راواستول .  دافغانستان  جنګي توکي او مهمات د بريتاني له اردو سره ،چې په پرمختللوجنګي وسايلو اوجنګي الوتکو سمبال  وه ، په هېڅډول  دپرتلنې وړنه  وه . سره له دې ،چې دافغانستان  اردو دکمي او کيفي پلوه د دښمن له ځواک سره څرګند او ناانډوله  توپير درلود ، خو بيا هم افغاني ځواک  ديرغلګر پر وړاندې ټينګ اوکلک مقاومت وکړ .له سره جوخت  داوطلبه قبايلو دخيبر درې څخه تر بلوچستان پورې  دبريتانوي وسله والو ښکېلاکيانو په وهلو او شنډولو کې لوى او بنسټيز رول ولوباوه . داشان دافغانانو دخپلواکۍ جګړه  په لويه کچه  د بريتانوي هند دخلکو دهرکلي او لېوالتيا وړ وګرځېده . په قبايلي سيمو کې مېشت هغه هندي  سرتېري ،چې  دبريتانيې په ګارنيزيونونو کې په  دندو بوخت وو ، له خپلو وسلو سره دافغانستان  اردو ته تسليم او له دوى  سره يوځاى  شول . دغه راز په ورته حال کې دنيواکګرو او ښکېلاکګرو پرضد دهند خلکو دلاهور ، ممبيي ، امر تسر او نورو ښارونو کې په مظاهر و او لاريونونو پيل وکړ ،چې دانګرېز تيريګرانو روحيې او معنوياتو په کمزوري کولو کې بې اغېزې نه وو . همداوه ،چې  دانګرېز ښکېلاکګر پر وړ اندې د خلکو اتلوالو مبارزو او مقاومت انګرېزدې ته اړکړ ،چې  اوربندوکړي او د ١٩١٩ زېږديز کال  دجون  په ٣ مه نېټه  په راولپنډۍ کې  دسولې  خبرو اترو ته کښېني  . داوربند په اعلان سره  دافغانستان  له خوا دهغه مهال دکورنيو چارو وزير  والي احمد خان تر مشرۍ لاندې  يو پلاوى وټاکل شو . شاه امان الله خان نوموړى  دپلاوي  په مشرۍ راولپنډۍ ته واستاوۀ او ورته يې وويل : ( هره قرباني ،چې ورکوې ، وريې کړه، خو دهېواد بشپړه خپلواکي له ځان سره  راوړه . )
داشان امان الله خان ( نرنجنداس ) هندو دافغاني پلاوي  ديوۀ غړي  په توګه  وټاکه او داکار دسياسي پلوه  ډېر داهميت  وړ او ګټور وبلل شو ،ځکه چې په هېواد کې استوګن هندوان د ډېر لږ ارزښت اوحقوقوڅخه  برخمن  وو ، خو امان الله خان دوى  ته  د درناوي په سترګه وکتل ، نو په همدې بنسټ يې دشا ه امان الله خان ګرانښت او محبوبيت دهندوستان دخلکوپه زړونوکې لاپسې  ډېراوزيات کړ . سربېره پردې يې ډاکټر عبدالغني او کرنېل غلامحمد ،چې يو ډ ېر غوڅ او جدي سرتېرى  ؤ ، هم  دافغاني پلاوي  سره مله کړل  .افغاني پلاوي د جوﻻى د مياشتې په ٢٤ مه نېټه  دهندپه لور حرکت  وکړ . دانګرېز پلاوي  مشري سر هملټن ګرانټ کوله  ،چې په انګرېز پلاوي کې يوازې دوو تنو هندوانو غړيتوب درلود .  شاه امان الله خان دجګړې له اوربند وروسته  دستوري  په ماڼۍ کې  يوه شانداره اوپرتمينه غونډه جوړه کړه،چې دکابل  يو شمېر ښاريانو په هغې کې ګډون  درلود . په دغه غونډه کې  دبريتانيې حکومت  يو استازي  شتون  درلود،چې د شاه امان الله خان سره دخداى په امانۍ په موخه راغلى ؤ . په همدې شېبه کې يو تن  هزاره د نورو هزارګانو په استازيتوب ودريد او ويې ويل : ( زه چمتو يم چې هزاره ګانو ټول  شمېر تر وروستې کس پورې دشاه امان الله خان او ددۀ  د جوغې او پلاز (تاج او تخت ) څخه قربان کړم .) ورپسې يو تن هندو دنورو افغاني هندوانو په استازيتوب پورته شو او ورته  کلمې اوجملې يې بيان کړې  . شاه امان الله خان دبريتانيې استازي ته مخ ورواړاوۀ  او ويې ويل : ( زما وينا مو په ياده ده ! ماويلي ؤ،چې  هرڅوک دافغانستان  پرخاوره باندې  يرغل  وکړي ، دهغه  اورميږ به  ورپرې کړم ! )
دبريتانيې  استازي وويل : ( زۀ  دخداى  په امانۍ له پاره  راغلى يم، نه دکومې خاصې موضوع په اړه ،چې خبرې پرې  وکړو . بيا شاه امان الله خان  دبريتانيې  له استازي سره خداى په اماني وکړه او ويې ويل : زۀ  تاسو  خپل حکومت تا سپارم . )  داعليحضرت غازي شاه امان الله خان  دهېواد پالنې تر صادقانه لارښوونې  لاندې د هېواد سياسي خپلواکي ترلاسه شوه ، چې ګران افغانستان  يوځل  بيا له لاسه تللى ، پت، عزت او نړيوال حيثيت دنړۍ دخپلواکو او آزادو هېوادونو په منځ کې ترلاسه کړ . دخپلواکۍ مناره ، دظفرطاق  خاطره  او دنوم ورکي سپاهي  څلى ، چې په پغمان کې موقعيت لري اود دهمزنګ په نوآباد سيمه کې دشهيدانو يادګاري څلى دهغو مېړنيو اتلو شهيدانو په وياړ،چې  د خپلواکۍ  په لار کې يې خپل سرونه قرباني کړي،  دشاه امان الله خان  په امر او لارښوونه جوړشوي دي . دپغمان ملي شورا دظفرطاق  په لمن کې ،چې په پغمان کې موقعيت لري ، دشاه امان الله خان  داتلواليو ، مېړانو او خدمتونو څخه دمننې او قدرؤنې په موخه  دالاندې  متن ليکلى : ( دافغانانو ديوازيني پوه ، دسالم  وجدان خاوند او هېواد پال  انسان الغازي الاعظم شاه امان الله خان د برياليتوبونو او اتلواليو  څخه د يادؤنې  او ستاينې  په موخه ،چې  واک ته تررسېدا سره سم يې دهغو لومړيو ورځوڅخه دخپل ګران ولس ته دپتمن اوعزتمن ژوندد حصول اود کرکجن او وروسته پاتې ژوند دپوپنا کېدا لپاره يې  دربړاوکړاونه ډک دخپلواکۍ  پاڅون  پيل او دافغاني ټولنې د روااومشروع حقوقود لاس ته راوړلو ژمنه وکړه . بيايې دخپل ټينګ او پياوړي هوډ او پاڅون په ترڅ کې د ١٢٩٨ لېږديز لمريزکال  دزمري مياشتې  په ٢٨ مه نېټه  دافغانستان  بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه . داد وياړونو او برياليتوبونو ديادؤنې  څلى ،چې ما دپغمان دې (ظفرطاق) په سيمه کې جوړ کړ او هم مو دهغو سر پلوراندو سرتېرو شاه زلميانو نومونه ورباندې  وليکل ،چې دمرګ وروسته دهغوى اولادونه  د دې شاهد وي ،چې  دمجاهدو غازيانو او دهغوى  دتاريخ جوړونکي اتل غازي  دخونړيو مبارزو او اتلواليو هېنداره وي ، څو،چې دافغانستان راتلونکي قومي او ملي غورځنګ  لپاره  ديون او خوځښت ديوۀ سمبول  په توګه  دالهام وړ وګرځي .)
داشان  دمعارف  چارواکو له خواهم د(ظفرطاق) ترڅنګ  دشاه امان الله خان دزوکړې منار جوړشو،چې په هغه کې داسې لولو : ( دانېمکرغه او دشهادت يادګاري څلي  دهېواد  خپلواکۍ دلارې د هغه مخکښ اتل او مترقي لارښود د يادؤنې  په وياړ سرهسک کړى ،چې ددغه نېمکرغه او پاکه زوکړې  خاورې له ريا څخه کرکه او نفرت کوي او د هغه  د پښو له قدمونو څخه خوږبويي لټيږي  . دنوې ورځې  يانې دخپلواکۍ  دجګړې  ډګر اتل ، دبخت او سوکالۍ ميدان مخکښ ، دمعارف  او پوهې  امير دغازيانو او مجاهدو اتلانو سرخېل مشرالغازي الاعظم اعليحضرت امان الله خان زوى د شهيداعليحضرت حبيب الله خان زوى  داعليحضرت عبدالرحمن خان مرحوم ،چې علم او پانګه ددۀ دواکمنۍ پرمهال يوځاى  راورسېدل ، داشان  وده ، پرمختګ اوتمدن د هغه له زمانې سره تړاو لري او هغه  ورته د چوپړ ملا وتړله ،چې ددغې ټولنې قومي مرکز ددې پياوړي او غښتلي ځوان له  بخت اواخلاص څخه ځواکمن شو، موږ ټول دوطن سر تيري لکه ښوونکي، زده کوونکي او د معارف چارواکي ددغه نيمکرغه شاهانه يادګاري څلي دليکنې دتاييد او منښت لپاره ،چې  د ١٣٠٩ لېږديزکال د ذې القعدې مياشتې په پېنځمه  نېټه  د پنجشنبې په ورځ دحاجي اسد خان  په کورکې ،چې دزرګر درې سره نېږدې  په  پغمان  ولسوالۍ کې موقعيت لري ، منځ  ته راغى ، دا يادګار مو دمعارف  نښان  په لګولو سره  په  دې څلي کې وليکۀ  اوحک کړ ،چې د راتلونکو نسلونو لپاره مو داد هرکلي ، وياړ او خپلواکي ګټونکې زوکړې  ديادګاري څلي  (منار ) بنسټ کېښود .) چې ظفرطاق د منار  تر تکميلېدا څومياشتې مخکې دهغه پرانېسته وشوه . ( ١٣٠٢لېږديزلمريز) .کانديد اکاډيمسين  محمد اعظم سيستاني د ډنمارک هېواد ديوۀ استاد (اولسن ) په وينا ليکي ،چې : (دافغان انګرې. په درېيمه جګړه کې شاه اما الله خان په اسلامي نړۍ کې خپل موقعيت ديوۀ امپرياليستي ضد مشر او لارښود په توګه  څرګند او تثبيت کړ او دخپلې واکمنۍ په لومړيو کلونو کې يې دپان اسلامېزم جګړه ييز سياست پرمخ بوتلو . دۀ په شفاهي  ډول سره د اروپايانو دګواښونو په وړاندې  دخلافت  څخه ملاتړ وکړ او دبخارا امير او دترکستان له باسمه چيانو سره ،چې دبلشويکانو پر وړاندې  يې جګړه کوله ، مادي  مرستې وکړې . دهند په نيمه وچه کې دسرحد هاخوا دقبايلو مذهبي مشرانو دافغانستان  دمشر دګرانښت  او محبوبيت په تبليغ کې ګټور او اغېزمن  رول  درلود . همدارنګه خبرورکړل شو،چې  امير ګازګا اوحضرت کرخ  د پنجدې له لارې چهل دختران  ته راغلي  دي ، دغه  راز خبر راورسېد،چې دپنجدې ترکمن،چې د ١٨٨٦ زېږديزکال راهيسې يې د روسانو ترولکې واکمنۍ لاندې ژوند کاوۀ ، ددې هيله څرګنده کړې ده ،چې دافغانستان ترواکمنۍﻻندې ؤاوسي .هغه زياته وي : دې پان اسلامېزم نه يوازې دا،چې د بادشاه اعتبار  په اسلامي نړۍ کې بلکې په افغانستان کې هم زيات کړ او ان دا،چې ترټولو دودپاله  مذهبي مشرانو هم  د شاه امان الله خان دهمدې امپرياليستي ضد روحيې او خصلت په لرلو سره ،له هغه  څخه  ملاتړ وکړ .
خو د دووځواکمنو ګانډويانو سره سيالي کول او ددوى پر وړاندې  ديوۀکلک او پياوړي هېواد په توګه درېدل ، يوۀ غښتلي ، په ځان  بسيا او برلاسي هېواد ته اړتيا لرله  ،چې  له بده مرغه  افغانستان  داوس او وړتيا نه  درلوده .)  بلې ! دافغانستان دخپلواکۍ  ملي اتل شاه امان الله خان  هيله لرله ،چې هېواد  يې ډېر ژر د نړۍ د پرمختللو  او متمدنو هېوادونو  په قطارکې  ودريږي . نوموړى  د يوۀ خپلواکي غوښتونکي انسان او دنوي کلتور پلوي  ، دخرافاتو ، چټياتو او بنسټ پالنې سخت  ضد او دښمن ، دښځود حقوقوغورځنګ  مخکښ په توګه ګڼل کېږي .هغه اتل غازي بادشاه  ،چې په ختيځ کې دښکېلاک ضد او په لوېديځ کې دانګرېر امپراتورۍ سره  د خپلواکۍ جګړې اتل ، سوبمن  او فاتح  بلل کېږي . هغه ژمن ،متعهداومصمم  ؤ، څودکمال اتاترک په څېر ،چې دترکيې هېواد پرکنډوالو يې د نوي ،ځواکمن اومتمدن  هېواد بنسټ  کېښود ، افغانستان  هم  د نړۍ په يوۀ پرمختللي هېواد بدل  کاندي . هغه په ډېر غور او ځيرتيا سره خپل  ريفورمونه او اصلاحات  پيل کړل . په هرحال دافغانستان  سياسي خپلواکي په حقيقت کې زموږ د ګران هېواد په اوسني تاريخ کې نوى  باب  پرانېست ،چې د افغانستان خلکو تر خپلواکۍ  وروسته دخپل ژوندانه  په نوې سياسي ، اقتصادي او اجتماعي  صحنه کې قدم ورکېښود،چې  ددې ملت په مړژواندي اوله خوځښت نه لوېدلي کالبوت کې يې نوى روح او نوې ساه ورپواو وچلوله . شاه ان الله خان  او مشروطه غوښتونکو پر دښمن دبري  وروسته په ټولنه کې دمنځنيو پېړيو وروسته پاتې والي د شتون د رفعه او له منځه وړلو په موخه او په هېواد کې د ټولنيزوبدلونونو او اصلاحاتو راوستو لپاره ،چې وکولى شي  ،ټولنې  ته پرمخيون  ورکړي ، يو لړ ريفورمونه راوستل ،او په دوو پړاوونو کې  پلي شول . لومړى پړاو د ١٩١٩ زېږديزکال څخه تر ١٩٢٤زېږديز کال  پورې او دويم پړاو د ١٩٢٨ زېږديز کال  د سپټمبر څخه  د ١٩٢٩ زېږديزکال  د جنوري  پورې .
دلومړي پړاو اصلاحات :
مترقي او منوربادشاه  ترټولومسلو لومړى يې خپل پام دملي وحدت ټينګښت ته  ورواړاوۀ او په عاقلانه اومدبرانه  توګه يې دا ملي وحدت  د قانون په اډانه کې دافغانستان ټولو وګړو دټولنيزومساوي حقوقو پرچورليز باندې  راوڅرخاوۀ . ددولت دټولنيزو اصلاحاتو د لومړي پړاو تر ټولو مهم بدلون ، دافغانستان دولت داساسي قانون ( سياسي نظامنامې ) تصويب  ؤ،چې  د ١٣٠١ لېږديزلمريز کال په هغه لويه جرګه کې ،چې دغړو شمېريې ٨٧٢ تنو ته رسېدو او په خپله  دشاه امان الله خان  تر مشرۍ لاندې  دجلال اباد په ښارکې دايره شوې وه ، تربحث لاندې راغى ،چې  وروسته  تصويب  شو . په دې توګه افغانستان  دلومړي ځل لپاره دخپل څوزره کلن تاريخ  په اوږدو کې ديوۀ  داسې اساسي قانون خاوند شو،چې  بنسټ يې دانساني حقوقو پراصل ولاړ ؤ . دا اساسي قانون ،چې په دوه اويا مادو کې  تصويب شوى  ؤ ، دعمومي حقوقو په څپرکي کې لولو: ( دبرابرۍ او شخصي ازادۍ اصول ،داسارت  او غلامۍ لغوه کول ، دمطبوعاتو او بيان ازادي ، دکسب ، تدريس او دشخصي ملکيت  دلرلو حقوق ، په سوله اوامن کې ژوند کول ، دشخصي شتمنيو او پانګو نه ضبطېدل ،دامنيت اومصؤونيت په چاپېريال کې  دکور،کورنۍ اواستوګنځي پاتې کېدل  يا په بل عبارت په سوله او امنيت کې ژوند کول ، دبيګار اوجبري کارونو منعه کېدل ،دشکنجو،ځورونواوکړولو ناقانونه ګرځول  او داسې نور دپام او يادؤنې وړټکي ،چې په افغاني ټولنه کې يې  شتون درلود ، په ښه شان انعکاس موندلى  ؤ. لنډه دا،چې ددې قانون  د توکو روح  دا ؤ،چې  په عمل کې به پلې کېدو ،چې ددرغليو ، درواغو ، ريا او غولونې تورونو څخه خلاصون او برائت ورکړل شوى  ؤ . لکه څنګه ،چې مذهبي  مراسم او داماميه مذهب دپلويانو تکيه خانې په عملي ډول سره ازادې شوې . دکندهار، غزني ، جلال آباد په مشورتي مجلسونو او داشان دکابل دمعارف په انجمن کې دافغانستان هندوانو يويو انتخابي اسازي شامل ،چې دچارو په ادارو کې په کار بوخت شول . دهندوانو له پاره دژېړرنګ جبري کارول ، دڅلورو پيڅکو ټيکري (څادر) په سرول ، دجزيې ورکول ،( د                      ١٢٩٩ لېږديزکال  دورې  مياشتې  دفرمان پربنسټ ،چې  د ١٩٢٠ زېږديز کال سره  يې سمون درلود) ټول  رفعه اومنعه شول او دهندوانو اولادونه په ملکي او نظامي مدرسولکه : ( دحبيبيې او حربيې په لېسو کې ) دغه راز په اردو کې دافسرانو او سرتېرو په توګه ومنل شول او نورنو د نژادي ، ژبني ، مذهبي او قومي پلوه توپير وجود نه درلود . دمذهبي روحانيونو ، مالکانو او د محمدزايي قوم مياشتني  ټاکل شوي معاشونه او امتيازات لغوه شول ،چې په دې ډول سره دټول ملت حقوق مساوي او برابرشول . شاه امان الله خان  دملت په يووالي ، اتفاق اوملي وحدت په ګټه اواغېز ښه په ژور ډول سره پوه شوى  ؤ . هېڅکله يې نه غوښتل ،چې د ولولو،هيجان اواحساساتوپرته د ملي وحدت په اړه  وغږيږي  . کندهار ته په خپل سفر کې ،چې د١٣٠٤لېږديز لمريز کال د لړم  مياشتې په اوومه نېټه يې وکړ ،دجمعې لمانځه په خطبه کې ،چې دخرقې مبارکې په جومات کې ددۀ تر امامت لاندې قايم او ادا شو ، دولس ديووالي او اتفاق  په اړه  په تقصيل سره خبرې وکړې او دخپلو خبرو په يوه  برخه کې يې وويل : (هر څوک ،چې په افغانستان کې ژوند کوي ، داستثناء پرته افغان دى ،نو درانيان ، غلجيان ، اڅکزييان او اوپره ( داوپره کلمه د بې نومه او بې نښانه قومونو او قبايلو لپاره  کارول کېده .) يانې هغه څوک،چې قوم ،قبيله ، قومي مشران او سپين روبي نه لري . داټول څه مانا لري . دۀ  داټول  اختلافات دوطن  ددښمن له پاره  ښه وسيله وبلله او ويې ويل :(زموږ دښمنانو زموږ په منځ کې ددې دښمنۍ څخه څومره  لويه ګټه اوبرﻻسى  ترلاسه کړى دى . هى هى ! چې موږ يې په خپل لاس ديو بل جلا او بېل کړي  يو . ټوټې يې کړو ، زموږ  او تاسو ټول زوراوځواک يې زموږ او تاسو په خپل منځ کې راته خاورې اېرې او ووېشۀ .کله ،چې امير دخپلو خبرو دې  برخې ته راورسېد، نو اوښکې يې له سترګو توى شوې .) شاه اما ن الله خان دملي وحدت دتامين لپاره هغه پيسې ،چې هندوانودجزيې په  نوم  ورکولې ، منعه کړې ، داشان يې دژېړې لنګۍ په سرتړل ،هم منعه اعلان کړل . خو يوازې دهندوانو ځانګړې مذهبي پګړۍ په خپل حال پاتې شوه .شاه امان الله خان به  دشعيه ګانو تکيه خانو ته ورتلو اودهندوانو په مذهبي مراسموکې ،چې په درامسالونو کې به جوړېدل ، ګډون کاوۀ . دغه راز امان الله خان داوقافو پيسې  هم منعه کړې  امريې وکړ ،چې بايد دولت  ته ورکړل شي . شاه امان الله خان په رښتيا سره پوهېدو او دايې درک کوله ، چې بې اتفاقي ديوې ټولنې  ترټولو بده ناروغي او دملي وحدت خلاف  ده . کله،چې بچه سقاو (حبيب الله کلکاني ) خپل حرکت پيل کړ ، دابې اتفاقي يې دافغانستان دوروڼو قومونو په منځ کې په سترګو وليده او يو وار بيايې دوروستي ځل لپاره د يووالي اواتفاق په ارزښت  او اهميت  اوپه ځانګړې  توګه  دافغانانو په وحدت او اتحاد ټينګار وکړ او په  خپله له  هېواد څخه  ولاړ . ددې  ټاټوبي وګړو ته دغازي امان الله خان  وروستۍ سپارښتنه دا وه،چې :( په خپلوکې روغه او اتفاق وکړئ  ،خپله خپلواکي وساتئ،اوخپل  هېواد بهرنيو دښمنانوته مه سپارئ ! زۀ ستاسوله  منځه يو عادي انسان او افغان يم ، که چېرې تاسو نېکمرغه اوسئ  ، ورته نېمکرغي او خوښي به زما هم  وي او که چېرې په وينواوخاروکې ورغورځيږئ ، نو دا به زما دتلپاتې غم ، خپګان او بدمرغۍ لامل وي . ورپسې نېک زړي ، حساس ، خيرمن او وګړپال  شاه امان الله خان  دواقف لاهوري  دا دوه  بيتونه  په  داسې حال کې ،چې  اوښکې  يې له سترګو روانې وې ، زمزمه کړل  :
وطن !
جنگ توصلح وصلح توجنگ است                                من به قربانت اين چه نيرنگ است
ميروم  تا تو نشنوي نامم                                                        اگر ازنام من تراننگ است
او وروسته  يې داهم  ورزياته کړه : في امان الله! دانګرېز ښکېلاک ،چې د دغه ځوان  شهزاده له تورې څخه يې کارنده  پرهرژلى ګوزار خوړلى  ؤ ، په ټول  وس او زور سره  يې  د جاسوسۍ او بې اتفاقۍ اورته لمن  ووهله ،  چې له امله يې د دويمې دورې  ريفورمونه او اصلاحات  نېمګړي  نيمه خوا پاتې شول ، اوپه دې  ډول سره زموږ د ګران هېواد يوازينى  دولت  څپڅپاند او ورپسې  نسکور شو .
شاه اما ن الله  دعمر او تجربې په کموالي سره ( ٢٧کلن  ؤ ،چې بادشاه  شو او ٣٧ کلن  ؤ ،چې  له واک څخه  بې واکه شو.)سره له  دې ،چې له  هغه  څخه  تېروتنې او اشتباه ګانې  وشوې ،خو بيا هم يو هېوادپال او پرخپلواکۍ مين انسان  ؤ،او په ختيځ کې يې دلومړي ځل لپاره دانګرېز پرمخ توره را واېسته او دهېواد دسياسي  خپلواکۍ  په ګټلو سره يې انګرېزان ترولکې او واکمنۍ لاندې محکوموملتونواو قومونو ته په خپله ډېر لوى عبرت درس ورکړ. البته له هماغه پيل څخه انګرېزان ، دهغوى جاسوسان  او ګوډا ګيان  دامان الله خان دلومړۍ درجې دښمنان بلل کېدل ،چې د دۀ پر خلاف يې دهېڅډول توطيو،دسيسو،تېريو، بريدونواوناځوانمردانه  تبليغاتو او پروپاګندو څخه  ډډه  نه کوله . يوځل خويې دهېواد نه باندې  هغه  ته زهر ورکړل ،چې لوى خداى( ج)  وژغورۀ او له هغې وژونکې چلوټۍ څخه  پۀ خير سره  روغ  رمټ  راووت . اوس ،چې د هغه خپلواک ، هېوادپال او خيرمن انسان دواکمنۍ له  پېر څخه يانې دامان الله خان  دواکمنۍ څخه ،چې تر ١٩٢٩ زېږديز کاله په واک کې ؤ ، کابو ٧٧ کاله تېريږي اوله  هغه  مهاله  بيا ترنن  ورځې پورې  موږ په خپل هېواد کې دڅو شاهانو، ولسمشرانو او اميرانو شاهدان  وو ، په اسانۍ سره پوهېدلى  او توپيروالى  شو ،چې که  چېرې  دبهرنيانو دسيسې دکورنۍ ارتجاع په مرسته او ملتيا داصلاحاتو خنډاوځنډ اود نوموړي ملي اتل  درژيم  دنسکورېدا لامل شوي  نه واى  ، له شک پرته افغانستان به نن د ودې ، پرمختګ  اوتمدن  له کاروان  څخه  دومره لېرې نه پاتې کېدو او هم به له دارنګه تورتم ، بدمرغۍ او ناورين سره مخامخ  نه  واى . جاپان او ترکيه ،چې دافغانستان دخپلواکۍ دزمانې له  واټن سره يوځاى  خپلواک شو ي  دي ، په خپلو هېوادونوکې يې سياسي ، ټولنيز او اقتصادي  بدلونونه او اصلاحات  پلي کړل ، دا دواړه  يواسلامي او بل نااسلامي هېوادونه  دي ، چې په عين حال کې دواړه اسيايي هېوادونه  هم دي ،نن يې دلوېديځ ټول بازارونه په خپلوتوليدي کاليوډک او نيولي دي ، خو افغانستان  په بېوزلۍ ، وروسته  پاتې والي او دمنځنيو پېړيو په جهل،ناپوهۍ او تورتم  کې سوځيږي . شاه امان الله خان  هوډمن  پاچا ؤ ،چې  داټولنه  دمنځنيو پېړيو له  درانه  خوب  راويښه  اوله هډماتې  بېوزلۍ نه يې وژغوري ،چې په دويم پړاوکې بيا هغه  د ټولنيزو اصلاحاتو له لارې  د ودې ، پرمختګ اوتمدن په لور پرمخيون  ته سيخه او پرمخ   وخوځوي  . خو ټولنې دپرديو په لمسون دشاه امان الله خان د ټولنيزو بدلونونواواصلاحاتو پر وړاندې  غبرګون  وښود ، ددۀ  مدني او مترقي اقداماتواواجرااتو په وړاندې  يې مقاومت وکړ . شاه مان الله خان ،چې  يو مترقي ،وګړنى او خپلواکي غوښتونکى  شخصيت ؤ ، د ښکېلاک دښمن او د خپل هېواد په کورنيو چاروکې دپرديو دلاس  وهنو سخت  مخالف  ؤ ، ان دا،چې د دۀ مترقي اندونه د هغه  دخپل پلار د دربار سره په ټکر کې واقع شول . په پاى کې د ( ١٩٦٠) زېږديزکال   داپرېل  په لومړۍ نېټه  شاه امان الله خان دينې  ناروغۍ د درملنې په موخه  دسويس  په يوۀ کلېنيک کې بستر شو ،چې په پاى کې داپرېل په ٢٦مه نېټه  وروسته  له هغې ،چې  ٣٧ کال يې دشهزاد او بادشاه په صفت او ٣٦ کال يې  ديوۀ بېوزله کډوال  په توګه ژوند کړى  ؤ، له  فاني نړۍ يې سترګې پټې کړې . دامان الله خان جنازه يوۀ  د درناوي ګارډ ترالوتکې  پورې  بدرګه کړه ،چې  بيا افغانستان  ته ولېږدول شوه . په دې اړوند په جلال بادکې يولړ ترتيبات  نيول  شوي  وو ،چې ددۀ  وروڼه د هغه  جنازه هديرې  ته ولېږدوي  . خودقبايلوځينوخلکو،چې  په هغو ى کې د شينواروقوم دسنګوخېل ټبرڅخه  وو،دامان الله خان وروڼه څنګ  ته کړل او ټينګار يې وکړ،چې  دوى به تابوت هديرې ته لېږدوي او دا کاريې وکړ . ددۀ  وصيت  يې پرځاى کړ . هغه يې دخپل پلار د مزار  ترڅنګ  خاورو ته وسپارۀ. په دې ډول  سره  دى  په هغه خاوره کې ،چې دۀ  ورسره  ډېره مينه لرله ، ښخ کړى شو . دافغانستان  ځينې اوسني تاريخپوهانو، اعليحضرت شان امان الله خان  په ډېرو برخو کې تر نيوکې لاندې نيولى دى . افغاني  تاريخپوهان او څېړونکي  داماني  مهال  دتاريخ په ليکنه کې له کره اوموثقومدرکونواوشواهدوڅخه  ګټه نه ده اخېستې ،هغوى هڅه کړې ده ،چې دامان الله خان دضعف  او کمزورتيا برخې ترڅېړنې لاندې ونيسي . داشان ځينې مؤرخين  دخپلو اندونو ترحکم لاندې  ،چې دامان الله خان په اړه  يې کړي دي ، دنياو،عدل  او انصاف څخه کار نه دى اخېستى ، دايې  پرېښودلي اواجازه يې ورکړې ده ،چې  امان الله خان  دمخالفينوتراحمقانه بريدونو لاندې  راشي ، څونوموړى شاه له خپل ځان څخه  دفاع  ونه کړاى  شي  .    پاى!           
                                                                                                                                             فضل وزير هيله من