
د افغانستان سني او شعیه عالمانو د یوې فتوا په صادریدو سره له امریکا سره هرډول سټراټژيک تړون حرام اعلان کړ.
د تهران راډیو د رپوټ له مخې د کابل ولایت سني او شعیه عالمانو او د جمعې امامانو څو ورځې وړاندې په دې ولایت کې د یوې سترې غونډې په جوړولو سره، د واشنګټن او کابل ترمنځ د سټراټژيک تړون پروړاندې د فتوا صادریدو ترڅنګ، په افغانستان کې د دایمي اډو جوړیدل او ددواړو هېوادونو ترمنځ هرډول پوځي ملګرتیا حرامه بللې ده.
دغه فتوا چې له پخوا څخه د پیاوړو عالمانو له خوا د رخت پر یوې سترې ټوټې لیکل شوې وه، په دې ناسته کې ټولو ګډون کوونکو عالمانو لاسلیک ورباندې وکړ.
کله چې دغه فتوا د عالمانو له خوا لاسلیکېده، پر غونډه خاصه معنوي او د ملي غرور فضا واکمنه وه.
د فتوا د لاسلیکېدو او ویناوو پرمهال مرګ پرامریکا شعارونه هم ورکړل شول.
په فتوا کې راغلي دي چې د مسلمانانو پرضد له یوه کفري هېواد سره ملګرتیا او پوځي تړون د قرآن کریم د څرګند حکم له مخې حرام او د شرع شریفې خلاف کار دی او هرچا چې دا کار وکړ، له اسلامي شریعته وتلی دی.
په دې فتوا کې همدارنګه راغلي چې آن که کفار او غیر مسلمانان که پوځي هم نه وي، په اسلامي هېواد کې د اوږدې پاتې کېدو اجازه نه لري، ځکه هغوی په خپل شتون سره ناوړه موخې تعقیبوي.
د کابل ولایت د عالمانو او د جمعې امامانو له دې ناستې څخه د ټول هېواد عالمانو او د جمعې امامانوملاتړ کړی.
ټاکل شوې ده چې د روژې مبارکې میاشتې وروسته به په کابل کې د ټول افغانستان د عالمانو او د جمعې امامانو یوه ستره غونډه جوړه شي او د امریکا او افغانستان ترمنځ د سټراټژیک تړون پرضد به یوه حبهه جوړه او شتون به یې اعلان شي.
د افغانستان یو جهادي مشر او د کابل د ناستې جوړونکی، انجنیر احمد شاه احمد زي تهران راډیو ته ددې فتوا د پلي کېدو د ضمانت په اړه وویل چې عالمانو د افغانستان دولت ته خپل دلیل بشپړ کړی دی.
او که له دې سره سره دولت بیاهم د امریکا له دولت سره تړون لاسلیک کړ، نو په دې صورت کې به د ټول افغانستان خلک چې له دې تړون سره مخالف دي، حق لري چې ددې شرموونکي اقدام پر وړاندې راپورته شي او هغه جګړه چې اوسمهال د دولت او بهرنیو عسکرو پر ضد یوازې د یوې ځانګړې ډلې یعنې طالبانو له خوا روانه ده، ددې سټراټژيک تړون په لاسلیکېدو سره به د افغانستان ټول خلک په جګړه کې ښکیل شي او په افغانستان کې به د بهرنیو عسکرو پرضد یو عمومي پاڅون وشي چې په دې صورت کې به د امریکا او ناټو لپاره د جګړې پایلې، اوسنۍ وضع لا خطرناکه وي .
سید رحمن سالار