الله دې راوله ګلاب جانانه
د ګل نه ښکلې لاجواب جانا نه
زه متعلم د محبت د مکتب
ته مې د ستړي ژوند کتاب جانانه
زه مقتدي یم ستا د عشق په مسجد
ته مې امام ته مې محراب جانانه
په تورو زلفو دې پنهان دې رخسار
او که په ابر کې افتاب جانانه
ستا جل وهلی مین مري له تندې
ورکه د سرو شونډو شراب جانانه
ځکه مې سترګې درنه نه اړوم
ستا په کتو کې دی ثواب جانانه
(مشکور) دنورو مخ کې سم ګویان وي
خوستا په مخ کې بې ځواب جانانه
بادشاه دين مشکور
وروستي