خوست کې د ګمرکي تاسیساتو کار پيلېدونکی دی !!

د خوست ښار لویدیځ لور ته دبادام باغ په سیمه کې د ګمرک لپاره د اتم نیم ملیونه ډالرو په لګښت په عصري ډول د تاسیساتو جوړونې چارې په پيلېدو دي .
دا څرګندونې خوست والي عبدالجبارنعیمي د زمري په ۳۱مه دبادام باغ په سیمه کې د ګمرکي تاسیساتو لپاره د ځانګړي شوي ۱۰۰جریبه ځمکې ساحې څخه دنورو چارواکو په ملتیا د لیدنې په ترڅ کې په ډاګه کړې .
د دریم په ورځ خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي ،د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمدیعقوب ،د ګمرک ریس انجنیرمیرحکیم،د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوال محمداکبرځدراڼ ،د ښاروالۍ ریاست مرستیال انجنیرشریف،د ټولګټو چارو ریس انجنیرمامورشاه ، د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ریس انجنیراکبر،د اوبواو تنظیم ریس انجنیرنسیم ، د ښاري پراختیا ریاست استازي انجنیر یوسف او یو شمېر نورو امنیتي او ملکي چارواکو د بادام باغ په سیمه کې د ګمرکي تاسیساتو د جوړولو  لپاره د بېلې شوي ځمکې څخه لیدنه وکړه .
خوست والي ښاغلي نعیمي وویل په دې ولایت کې د ګمرکي تاسیساتو لپاره  اته نیم ملیونه امریکايي ډالره د نړیوال بانک له بې لاعوضه مرستو څخه منظور شوي ، ترڅو په دې ولایت کې د ګمرک لپاره لازم ساختماني سهولتونه رامنځته شي .


ده وویل دغه لویه پروژه به په دریو مرحلو کې بشپړه شي .په لومړئ مرحله کې به یې د څلوردېوالۍ ،ورپسې د ګودامونو او په اخرنۍ مرحله کې به یې د لویو تعمیراتو د جوړولو چارې سرته  ورسیږي، چې ټول به یونیم کال وخت  په برکې ونیسي .( کلېپ )
ښاغلي نعیمي زیاتوله ، ددې لویې او مهمې پروژې په پلي کېدو سره به په خوست کې زیاتو خلکو ته د کار زمینه برابره شي .همداشان هغه ستونزې چې تر دې مهاله دخوست ملي سوداګرو ورسره مخ وو، هوارې شي او له بل پلوه به د دې تاسیساتو په بشپړوي سره په دولتي عوایدو کې نور هم د پام وړ زیاتوالی راشي .
د ګمرک ریس انجنیرمیرحکیم د خوست ولایتي ادارې د رهبرئ هڅې وستایلې ، چې د ملي سوداګرو لپاره یې د اسانتیاوو په برابرولو کې هلې ځلې کړي .ده وویل د دې تاسیساتو په جوړېدو سره د سوداګرو هغه ستونزې چې تل یې له دوی د هواري غوښتنې کولې هوارې شي .( کلېپ )
د یادولو وړ ده ، چې د ټرانزېټ لپاره هم په پرلپسې ډول هلې ځلې روانې دي، چې د دې پروژو په پلي کېدو سره به دخوست خلک د اقتصادي پرمختګ په لوري ګام واخلي او ترڅنګ به یې زیات شمېر خلک په خپله خاوره کې په کار کولو بوخت شي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :دریم
نېټه :۱۳۹۰/۵/۳۱